په بلوچستان کې وسله‌والو د پولیسو پر پوستې برید کړی دی

د بلوچستان د شېراني ولسوالۍ مرستیال کمېشنر ولي کاکړ وايي، وسله‌والو په دغه سیمه کې د پولیسو یوه پوسته سوځولې او یو پولیس یې په ډزو وژلی او دوه نور ټپیان دي.

کاکړ ویلي، چې په سیمه کې د پولیسو له لوري چاڼیز عملیات پیل شوي دي. لا تراوسه د یادې پېښې مسوولیت کومې ډلې په غاړه نه‌دی اخیستی.