• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
ځانګړی

له زده کړو څلور کلن محرومیت: طالبانو لا هم د نجونو پر مخ د زده‌کړو دروازې بندې ساتلې دي

۲۶ وږی ۱۴۰۴ - ۱۷ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۸:۵۲ GMT+۱

څلور کاله کېږي چې په افغانستان کې میلیونونه نجونې له منځنیو او لوړو زده‌کړو بې‌برخې پاتې دي. دا بندیز د هغو پراخو بشري حقونو د سرغړونو یوه بېلګه ده، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته پر ښځو او نجونو لګول شوي دي.

کله چې د ۲۰۲۱کال په وروستیو کې دغه پرېکړه عملي شوه، ډېرې زده‌کوونکې د افراطي بریدونو له ګواښونو سره هم مخ وې.

فاطمه امیري چې هغه مهال ۱۷کلنه وه، د کابل په یوه ښوونځي کې د ځانمرګي برید ښکار شوه. په دې برید کې له ۵۰زیاتې زده‌کوونکې ووژل شوې او فاطمه د تل لپاره معلوله شوه.

هغه اوس له هېواده بهر ژوند کوي او د افغان نجونو د زده کړو لپاره غږ پورته کوي.

فاطمې نن په جینوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته په خپله وینا کې وویل: «زما همزولې ژاړي، ماته پیغامونه را استوي او وايي چې موږ د زده‌کړې حق غواړو. د دوی یوازینۍ هیله زده‌کړه وه، خو له هغوی څخه دا حق اخیستل شوی دی.»

د ملګرو ملتونو د مېرمنو ادارې د یوې سروې له مخې، د افغانستان له لسو وګړو څخه نهه یې د نجونو دزده‌کړو ملاتړ کوي. سره له دې چې طالبان لا هم پر دې بندیز ټینګار کوي او ان د ښځینه مرستندویانو کار یې هم محدود کړی دی.

100%

د ملګرو ملتونو او د هغوی همکارو ادارو بیا په پرله‌پسې ډول د دې پرېکړې غندنه کړې او له نړۍوالې ټولنې یې غوښتي، چې د افغان نجونو د زده‌کړو ملاتړ وکړي.

د تازه ارقامو له مخې، شاوخوا ۲،۲میلیونه افغان نجونې له منځنۍ زده‌کړې بې‌برخې دي او په ټوله کې تر اوو میلیونو ډېر ماشومان د ښوونځي له درسي چوکاټه بهر پاتې دي.

فاطمه چې خپله یوه سترګه او یو غوږ یې له لاسه ورکړي، وایي چې له زده‌کړو د نجونو محرومیت د روښانه راتلونکې له لاسه ورکولو په معنا دی.

هغه زیاتوي: «کله چې ته زده‌کړه ونه کړې، د راتلونکي لپاره لید نه لرې. ته شپه او ورځ په کور کې ناست یې، بې‌ښوونځي، بې‌تعلیمه؛ دا خپله ړندوالی دی.»

هغې وویل، چې له ډېرو نجونو سره په اړیکه کې ده او هغوی په پټه زده‌کړو ته دوام ورکوي: «نجونې په کورونو کې له زړو کتابونو سره یا له انټرنېټي کورسونو سره چې ډېر لږ ورته لاسرسی لري، بیا هم هڅه کوي چې نوي څه زده کړي. هغوی له دې کار څخه لاس نه اخلي.»

100%

فاطمې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته وویل، چې نړۍوال باید یوازې په خبرو بسنه ونه کړي، بلکې عملي ګامونه پورته کړي. هغې وړاندیز وکړ چې هغو نجونو ته دې بورسونه برابر شي چې ښوونځیو ته لاسرسی نه لري، د انلاین زده‌کړې فرصتونه دې رامنځته شي او نړۍواله ټولنه دې د افغان نجونو د اساسي حقونو په دفاع کې واحد دریځ خپل کړي.

نن څلور کاله کېږي چې د افغانستان زرګونه نجونې د زده‌کړې له حقه بې‌برخې دي. هغوی چې د راتلونکي د جوړولو هیلې یې درلودې، اوس د تیارو او نامعلوم برخلیک سره مخامخې دي.

د یادولو وړ ده، چې اوس تازه د طالبانو مشر ملا هبت‌الله د فایبر نوري انټرنېټ د بندولو امر کړی دی او په ځینو ولایتونو کې دا شبکه رښتیا هم تړل شوې ده. د څارونکو په باور، دا پرېکړه به د هغو نجونو پر انلاین زده‌کړو هم دروند اغېز وکړي، چې د ښوونځي له دروازو د تړل کېدو وروسته یې هڅه کوله له انټرنېټي کورسونو او پروګرامونو ګټه واخلي.

ترویج لرونکی

افغان سندرغاړي جاوېد امیرخېل په جرمني کې د پناه غوښتنه کړې
۱

افغان سندرغاړي جاوېد امیرخېل په جرمني کې د پناه غوښتنه کړې

۲
ځانګړی راپور

طالبان د روسیې په مرسته د خپل پوځ د بیا جوړولو په لټه کې دي

۳

برتانوی سیاست‌وال: له لرې واټن څخه د طالبانو د تګلارو په غبرګون فریاد بې‌اغېزې دی

۴

له افغانستان نه وروستی وتلی امریکايی پوځي له دندې ګوښه کېږي

۵

نورالله نوري: په نړۍ کې تر هبت الله په شریعت بل هیڅ بل کس نه وینم

•
•
•

نور کیسې

امنیت شورا کې د پاکستان استازی: افغانستان کې د بهرنیو جنګیالیو ۶۰ مرکزونه او پټنځایونه دي

۲۶ وږی ۱۴۰۴ - ۱۷ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۷:۴۱ GMT+۱
امنیت شورا کې د پاکستان استازی: افغانستان کې د بهرنیو جنګیالیو ۶۰ مرکزونه او پټنځایونه دي
100%

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازی وايي، طالبان باید ترهګرۍ ضد جګړه کې خپلې ژمنې پوره کړي، ځکه ګڼې ترهګرې ډلې له افغانستان نه په پاکستان کې بریدونه کوي. نوموړي ادعا وکړه، چې په افغانستان کې د بهرنیو جنګیالیو ۶۰ مرکزونه او پټنځایونه دي.

د افغانستان د وضعیت په تړاو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د پاکستان استازي وویل، چې د القاعدې، داعش، بلوچستان ازادۍ پوځ، مجید بریګیډ، ټي ټي پي، ترکستان اسلامي غورځنګ په ګډون ګڼې ډلې د افغانستان له خاورې فعالیت کوي او ۶۰ مرکزونه او پټنځایونه لري.

نوموړي وویل، «پاکستان ددوی په اړه اسناد لری، چې دوی همغږي بریدونه سره کوي او د پاکستان خلک او امنیتي ځواکونه په نښه کوي».

د نوموړي په وینا، افغانستان د پاکستان ملي امنیت ته ستر ګواښ ګرځېدلی دی.

هغه دغه راز وویل، چې د سوشل میډیا ۷۰ تبلیغاتي اکاونټونه د افغانستان له ای پي اډرسونو فعالیتونه کوي.

د پاکستان استازي وویل، « ټي ټي پي په افغانستان کې فعال دی، دا وضعیت د زغملو وړ نه دی، د وسلو د کنټرول لپاره باید کار وشي».

نوموړي دغه راز وویل، چې طالبان پر ښځو، نجونو او نورو برخو کې بندیزونه لګوي، خو له دې سره سره پاکستان له طالبانو سره د نړیوالې ټولنې د تعامل ملاتړ کوي، ځکه دا یوازینۍ لاره ده، چې په افغانستان کې سوله واکمنه شي.

امنیت شورا کې د چین استازی: امریکا د طالبانو د چارواکو د بهرنیو سفرونو مخه نیسي

۲۶ وږی ۱۴۰۴ - ۱۷ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۷:۱۹ GMT+۱
امنیت شورا کې د چین استازی: امریکا د طالبانو د چارواکو د بهرنیو سفرونو مخه نیسي
100%

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د چین استازي پر امریکا په غیر مستقیم ډول نیوکه وکړه، چې د طالبانود چارواکو د بهرنیو سفرونو مخه نیسي. د چین استازي وویل، چې متحده ایالات په افغانسنتان کې د خپلو بندي وګړو په پلمه طالب چارواکو ته د سفرونو د اجازې پر وړاندې خنډ جوړوي.

هغه وویل، چې دا له نړیوالې ټولنې سره د طالبانو په اړیکو کې خنډ جوړیږي او باید دا زر پای ته ورسیږي.

چینايي استازي وویل، چې له افغانستان سره باید په دې سختو ورځو کې مرسته وشي ، ډېر افغانان مرستو ته اړتیا لري او ګڼ نور له مختلفو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

هغه دغه راز وویل، چې په افغانستان کې په اقتصادي او ځینو نورو برخو کې پرمختګونه شوي، خو لا هم ننګونې شته دي.

هغه له طالبانو سره پر تعامل او خبرو اترو ټینګار وکړ او د شانګهای سازمان، مسکو فرمټ، دوحې پروسې او نورو بهیرونو بېلګې یې یادې کړې، چې مثبت رول یې لوبولی دی.

هغه دغه راز پر طالبانو غږ وکړ، چې ښځو ته د هغوی حقونه ور کړي او دا یې د افغانستان د سولې او پرمختګ لپاره مهم وبلل او ویې ویل، چې د یوناما او نورو نړیوالو سازمانونو ښځینه کارکوونکو ته باید کار ته د تګ اجازه ور کړي.

د چین استازي دغه راز وویل، چې له افغانستان سره نړیوالې بشري مرستې باید سیاسي نه شي.

روسیه له داعش ډلې سره د طالبانو مبارزه کافي نه بولي

۲۶ وږی ۱۴۰۴ - ۱۷ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۷:۰۵ GMT+۱
روسیه له داعش ډلې سره د طالبانو مبارزه کافي نه بولي
100%

په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر واسیلي نبنزیا وايي، چې طالبان د یادې ډلې د ګواښ پر وړاندې مبارزه کوي، خو دا کافي نه ده. هغه وویل چې روسیه دغه ګواښ جدي ارزوي او په افغانستان کې ترهګرې ډلې نفوذ لري. نبنزیا وايي، هېوادونه باید له طالبانو سره تعامل ته لاړ شي، ځکه بل انتخاب نشته.

د روسیې سفیر وویل چې هېوادونه باید له طالبانو سره تعامل ته لاړ شي، ځکه بل انتخاب نشته. هغه له لویدیزو هېوادونو وغوښتل چې د فشار او ګواښ سیاست پرېږدي او نړیوالې مرستې دې سیاسي نه شي.

د روسیې سفیر وویل چې هېواد یې د افغانستان د بشري حقونو وضعیت او د ټولو سیاسي او قومي استازو په ګډون د پراخ حکومت جوړولو موضوع څاري.

هغه پرته له دې چې نور توضیحات ورکړي، وویل چې په دې برخو کې ځینې پرمختګونه لیدل کېږي.

هغه همداراز له نورو هېوادونو وغوښتل چې یوازې له «اغېزناکو کسانو» سره د افغانستان پر وضعیت خبرې وکړي.

امنیت شورا غونډه کې د امریکا استازی: له طالبانو سره نړیوال تعامل بې نتیجې دی

۲۶ وږی ۱۴۰۴ - ۱۷ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۶:۳۰ GMT+۱
امنیت شورا غونډه کې د امریکا استازی: له طالبانو سره نړیوال تعامل بې نتیجې دی
100%

د امنیت شورا نننۍ غونډه کې چې د افغانستان په اړه جوړه شوې، د امریکا استازي وویل، « له طالبانو سره د نړۍ د تعامل سیاست کومه نتیجه نه ده ورکړې». نوموړی وايي، طالبانو پر خپلو تګلارو بیا کتنه نه ده کړې او د دوحې په ګډون یې پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی.

د امریکا استازي زلزله‌ځپلو سره د مرستو په اړه هم نیوکه کړې.

د امریکا استازي امنیت شورا غونډه کې وویل چې د طالبانو د ځپونکو تګلارو له امله، په ځانګړي ډول د ښځینه مرستندویانو د مخنیوي له کبله، زلزله‌ځپلو خلکو ته زیان رسېدلی دی. هغه وویل چې د طالبانو دغه ځپونکي سیاستونه یوازې د مرستو په برخه کې محدود نه دي.

هغه وویل، چې د امریکا لومړیتوب د افغانستان له خاورې د ترهګرو ډلو د ګواښونو مخنیوی دی. نوموړي د بندیانو یادونه هم وکړه او زیاته یې کړه، چې د امریکا بل لومړیتوب په افغانستان کې د بندي امریکايي وګړو خوشې کېدل دي.

د امریکا استازي د ملګرو ملتونو له امنیت شورا وغوښتل چې ډاډ ترلاسه کړي افغانستان بیا د ترهګرو په مرکز بدل نه شي او طالبان د خپلو مسؤلیتونو په ترسره کولو کې پرمختګ وکړي. هغه همداراز د طالبانو د ځواب‌ وینې او مسؤلانه چلند پر اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې د افغانستان خلک د ښه او مسوولانه چلند مستحق دي.

حنیفه غروال د ښځو حقونو فعاله: د افغان ښځو او نجونو غږ چوپ شوی دی

۲۶ وږی ۱۴۰۴ - ۱۷ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۶:۲۸ GMT+۱
حنیفه غروال د ښځو حقونو فعاله: د افغان ښځو او نجونو غږ چوپ شوی دی
100%

د افغان ښځو د حقونو فعالې حنیفه غروال د چهارشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې وویل، چې د افغان نجونو او ښځو د یوه نسل غږونه ځپل شوي او چوپ کړای شوي دي. غروال زیاته کړه چې د ښځو او نجونو د زده‌کړې او کار حق باید تضمین شي.

نوموړې د یوې کندهارۍ نجلۍ وضعیت ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې ښځې په سیستماتیک ډول له خپلو بنسټیزو حقونو محرومې شوې او دا وضعیت دجنیستي تبعیض یوه څرګنده بیلګه ده.

غروال خبرداری ورکړ چې د هېواد له نیمایي څخه زیاتو وګړو ځپل به د اقتصادي زوال او د ترهګرۍ د خپرېدو لامل شي.

نوموړې له قید او شرط پرته د بشري مرستو د دوام، د افغانانو ترمنځ خبرو اترو پیل او نړیوالې ټولنې ته د افغانستان د بېرته ورګرځېدو لپاره د سیاسي لارنقشې غوښتنه وکړه.

غروال په افغانستان کې د یوناما د ماموریت پر تمدید هم تینګار وکړ.

غروال زیاته کړه چې د ښځو او نجونو د زده‌کړې او کار حق باید تضمین شي او د ملګرو ملتونو میکانیزمونه دې پر دې موضوع څارنه وکړي. غروال وویل، چې له طالبانو سره تعامل دې د بشري حقونو په برخه کې له پرمختګ او له ګاونډیو او نورو هېوادونو څخه د کډوالو د اخراج له مخنیوي سره مشروط شي.