ریچارډ لینډسي: بریتانیا له افغان زلزله ځپلو سره ۳ میلیونه پونډه اضافي مرسته کوي

د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لینډسي ویلي چې لندن به د وروستیو زلزلو له امله د اغېزمنو شویو افغانانو د ملاتړ په خاطر ۳میلیونه پونډه اضافي مرسته وکړي. نوموړي ویلي، چې بریتانیا د افغانستان له خلکو سره په سختو شېبو کې ولاړه ده.
