د انټرنېټ له پرې کېدو وروسته زرګونه زدهکوونکې په انلاین ټولګیو کې له ګډون نه محرومې شوې

په افغانستان کې د طالبانو لهخوا د انټرنېټ بندېدو وروستي اقدام زرګونه زدهکوونکې په انلاین ټولګیو کې له ګډون نه محرومه کړې. یوې زدهکوونکې افغانستان انټرنشنل ته په یوه پیغام کې ویلي، چې طالبانو د انټرنېټ په بندېدو سره د نجونو پر مخ د انلاین ښوونځیو دروازې هم وتړلې.