په هرات کې د لامبو وهنې ټاکنیزې سیالۍ وشوې

په هرات کې د لامبو وهنې ټاکنیزې سیالۍ وشوې. د طالبانو تر واک لاندې د المپیک، بدني روزنې او سپورټ اداره وايي، چې په هرات کې د لامبو وهنې په دغه سیالیو کې ۴۰ وزرشکارانو برخه اخیستې وه.
د یادې ادارې د معلوماتو له مخې؛ له یادو سیالیو ۱۵ غوره لوبغاړي د هرات د منتخبې لوبډلې لپاره غوره شول.