• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سوداګر د طالبانو سوداګرۍ وزیر ته: د انټرنېټ قطع کېدو له امله ګمرکونو کې هرڅه فلج دي

۲۷ وږی ۱۴۰۴ - ۱۸ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۳:۳۲ GMT+۱تازه شوی: ۲۷ وږی ۱۴۰۴ - ۱۸ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۶:۵۳ GMT+۱

پر نوري فایبر او انټرنټ د طالبانو د مشر بندیز د ګمرکونو سیسټمونه فلج کړي او په زرګونو لارۍ د محصول په تمه ولاړې دي. افغان سوداګر زلمي عظیمي افغانستان انټرنشنل ته وویل، «د سوداګرۍ وزیر ته یې شکایت کړی، چې په پاکستان کې یې په میلیونونو ډالره په ضمانت ایښي او ددوی پانګې ضایع کیږي».

یوه افغان سوداګر زلمي عظیمي د طالبانو د سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي ته په واټساپ کې پیغام ور کړی، ګمرګونه له فلج کېدو سره مخ دي او ژر تر ژره دا ستونزه حل کړي، ځکه د سوداګرو د مالونو او پانګو له منځه تلو اندېښنه ورځ تربله ډېریږي.

نوموړي په خپل پیغام کې ویلي: «د افغانستان د ګمرکونو ټول سیسټمونه فلج دي، په هر ګمرک کې درې څلور سوه کانټینره د سوداګرو مالونه ولاړ دي، هیڅ محصول نه کیږي، همداسې د بانکونو سیسټمونه فلج دي او په صفري نقاطو کې، که د ویش ګمرګ دی، که د تورخم ګمرک دی او که نور ګمرکونه دي، ټول سیسټمونه جام دي».

زلمی عظیمي زیاتوي: « جناب وزیر صیب! په زرهاوو لارۍ په دغو ګمرکونو کې ولاړې دي، که کومه ستونزه پېدا شي دا سوداګر به څه کوي؟ در په در به شي، ستاسې له مقام خواهش کوو، د خدای لپاره دغه سیسټمونه د ګمرکونو خو باید فعال شي، که د نیټ سیسټم بند شوی په افغانستان کې، نو ټول سیسټمونه جام دي».

یاد سوداګر خبرداری ور کړی، چې لارۍ په ګمرکونو کې بندې پاتې دي او په میلیونونو ډالر او په کروړونو کالدارې یېد پاکستان په بانکونو کې د ضمانت په توګه اېښې دي، او که دا ستونزه حل نه شي، ددوی پانګې او ضمانتونه له منځه ځي.

د ملي سوداګرو په وینا، که د ګمرکونو او بانکونو سیسټمونه ژر تر ژره فعاله نه شي، د افغانستان سوداګري، کارموندنه او د بهرنیو اسعارو د تبادلې بهیر به له نه جبرانېدونکو زیانونو سره مخ شي.

طالبانو د خپل مشر ملا هبت‌الله په امر په افغانستان کې د نوري فایبر او لوړ سرعت انټرنېټ پر کارولو بندیز لګولی دی.

د راپورونو له مخې، په ګڼو ولایتونو کې وای‌ فای او نوري فایبر پرې شوی او یوازې د موبایل محدود انټرنېټ فعال پاتې دی.

ډېر لیدل شوي

د زمري ۱۵مه؛ د افغانستان د سقوط د پیل پنځه کاله او دوامدارې ننګونې
۱

د زمري ۱۵مه؛ د افغانستان د سقوط د پیل پنځه کاله او دوامدارې ننګونې

۲

چینایي رسنۍ: طالبان له سترو قدرتونو سره اړیکې د سیاسي امتیازونو د ترلاسه کولو لپاره کاروي

۳

طالبان: په افغانستان کې د «ال‌نینو» پدیدې نښې نښانې څرګندې شوې دي

۴
ځانګړی

طالبانو کروندګرو ته تر ځانګړو شرایطو لاندې د کوکنارو د کر پټه اجازه ورکړې ده

۵

د جرمني د پارلمان غړې: اندېښنه لرم چې د افغان کډوالو ایستل به نور هم زیات شي