تېره ورځ له پاکستان نه تر ۴زرو ډېر افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي

د خېبر پښتونخوا ایالتي حکومت خبر ورکړی، چې د پنج‌شنبې په ورځ‌ د (وږي ۲۷مه) له پاکستان نه ۴۱۰۸ افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي. په دې ډله کې ۲۷۹۸ د «پي او ار» کارت لرونکي، ۳۶۸ د «اې سي سي» او پاتې نور بې‌اسناده کډوال وو.