• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په غزه کې د اسراییل په نویو بریدونو کې څه باندې ۶۰ کسان وژل شوي دي

۲۹ وږی ۱۴۰۴ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۱۰ GMT+۱

د اسراییل د پرله‌پسې بریدونو له شدت سره سم د شنبې په ورځ لږ تر لږه ۶۱ کسان په ټوله غزه کې وژل شوي دي. دا په داسې حال کې ده، چې د قربانیانو ټول شمېر له ۶۵ زرو اوښتی دی. په همدې مهال، د ملګرو ملتونو سرمنشي وايي چې غزه د «مرګ او ویجاړۍ تر ټولو بد حالت» تجربه کوي.

د اسراییل پوځ اټکل کوي، چې په تېرو دوو اوونیو کې یې د غزې ښار شاوخوا ۲۰ استوګنیز برجونه نړولي دي او باور لري، چې د سپټمبر له پیل راهیسې شاوخوا ۳۵۰ زره کسان له غزې ښار څخه بې‌ځایه شوي دي. خو لا هم نږدې ۶۰۰ زره نور کسان پاتې دي.
د حماس پوځي څانګې بیا د شنبې په ورځ د یرغمل شویو کسانو یو انځور په ټېلګرام کې خپور کړ او خبرداری یې ورکړ، چې د اسراییل د پوځي عملیاتو له امله په غزې ښار کې د هغوی ژوند له ګواښ سره مخ دی.
اسراییل په داسې حال کې په غزې خپل بریدونه روان ساتلي، چې د فرانسې، اسټرالیا، بلجیم، برېتانیا او کاناډا په ګډون د نړۍ لسو هېوادونو د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د کلنۍ ناستې له پیل وړاندې د دوشنبې په ورځ د فلسطین خپلواک هېواد په رسمیت وپېژاند.
اسراییل وايي، چې حماس له تسلیمېدو، د اسراییلي یرغمل شویو په خوشې کولو، له وسلو بې‌برخې کېدو او د خپل ځان په منحل کولو سره کولی شي دا جګړه پای ته ورسوي. حماس وايي، تر هغه چې یو فلسطیني دولت جوړ نه شي، خپلې وسلې پر ځمکه نه اېږدي.

ډېر لیدل شوي

طالبان: په افغانستان کې د «ال‌نینو» پدیدې نښې نښانې څرګندې شوې دي
۱

طالبان: په افغانستان کې د «ال‌نینو» پدیدې نښې نښانې څرګندې شوې دي

۲
لوبې

د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې له روسیې سره لوبه ۳-۳ مساوي کړه

۳

د زمري ۱۵مه؛ د افغانستان د سقوط د پیل پنځه کاله او دوامدارې ننګونې

۴

چینایي رسنۍ: طالبان له سترو قدرتونو سره اړیکې د سیاسي امتیازونو د ترلاسه کولو لپاره کاروي

۵
ځانګړی

طالبانو کروندګرو ته تر ځانګړو شرایطو لاندې د کوکنارو د کر پټه اجازه ورکړې ده