برېټانیا نن د یوه خپلواک دولت په توګه د فلسطین د رسمیتپېژندنې اعلان کوي

برېټانوۍ ګارډین ورځپاڼې راپور ورکړی چې د دغه هېواد لومړی وزیر کېیر سټارمر به نن (یکشنبه) د یوه خپلواک دولت په توګه د فلسطین د رسمیتپېژندنې رسمي اعلان وکړي. دا پرېکړه وروسته له هغې کېږي چې برېټانیا د غزې د ناورین په تړاو اسراییل ته ځینې شرطونه وړاندې کړل.
