• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

محمود عباس: ژمنه کوو چې د جګړې تر پای ته رسېدو یو کال وروسته به ټاکنې ترسره کړو

۱ تله ۱۴۰۴ - ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۵۵ GMT+۱

د فلسطین ولسمشر محمود عباس په دغه هېواد کې پر ولسواک او قانونمند دولت له ټينګار سربېره په ډاګه کړه، چې د جګړې له پای ته رسېدو يو کال وروسته به ولسمشرۍ او پارلماني ټاکنې ترسره کړي.

نوموړي د هغو هېوادونو له دریځونو مننه وکړه، چې د فلسطین دولت یې په رسمیت پېژندلی او له هغوی یې وغوښتل، چې د فلسطین د بشپړ غړیتوب لپاره د ملګرو ملتونو په سازمان کې ملاتړ وکړي.
عباس د دوشنبې په ورځ (د وږي ۳۱مه) د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته په خپله ویديويي وینا کې یو ځل بیا د فلسطین دریځ تکرار کړ او د اکټوبر پر اوومې د حماس بریدونه یې په کلکه وغندل. هغه زیاته کړه: «د فلسطینیانو هدف د سولې پر بنسټ د یوه غېر وسله‌وال دولت جوړول دي. موږ غواړو د اسراییل د ښارګوټي جوړونې چارې پای ته ورسېږي، د دې حکومت د الحاق تګلارې ودرېږي، په غزه کې دایمي اوربند ټینګ شي او بشري مرستې په بېړه دې سیمې ته ولېږدول شي.»
محمود عباس د فلسطین د مسئلې د سوله‌ییز حل او د دوو دولتونو د جوړېدو په تړاو په نیویارک کې د سعودي عربستان او فرانسې په نوښت د جوړ شوي نړۍوال کنفرانس په پرانیست غونډه کې له سعودي عربستان او فرانسې څخه د «فلسطین د نړۍوال ملاتړ د جلبولو په برخه کې د دوی د ستر رول» مننه وکړه او زیاته یې کړه: «موږ په کلکه د هر ډول یهودستیزۍ مخالفت کوو.»
عباس زیاته کړه: «موږ چمتو یو چې د سولې د طرحې د پلي کېدو لپاره له متحده ایالاتو، سعودي عربستان او فرانسې سره همکاري وکړو. همدارنګه له اسراییل غواړو چې د خبرو مېز ته بېرته راوګرځي.»

ډېر لیدل شوي

هیلۍ وایي مولوي عبدالبصیر زابلی مې ګواښي چې انځورونه او ویډیوګانې به مې رسنیزې کړي
۱
ځانګړی

هیلۍ وایي مولوي عبدالبصیر زابلی مې ګواښي چې انځورونه او ویډیوګانې به مې رسنیزې کړي

۲
روغتیا او ژوند

د خوړو نړیوال پروګرام: په افغانستان کې د خوارځواکۍ بحران له کنټروله وتلی

۳
ځانګړی

سرچینې: د هبت‌الله د فرمانونو ریاست د طالبانو د یو وزیر له خوا د خپلوانو ګومارنې څېړي

۴

له څوکۍ کم واک؛ رییس الوزرا د واک او پرېکړو په حاشیه کې

۵

طالبانو په خوست کې ۱۵۱ جریبه ځمکه دولتي اعلان کړه