• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اروپايي اتحادیه د فلسطین د بیا رغونې لپاره د مالي تمویل یوه ډله جوړوي

۳۱ وږی ۱۴۰۴ - ۲۲ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۳:۳۶ GMT+۱

د اروپايي کمېسیون مشرې اورسولا فون‌درلاین د اروپايي اتحادیې په نوښت د غزې ښار د بیا رغونې د لګښتونو د برابرولو لپاره د یوه مالي تمویل د ډلې د جوړېدو خبر ورکړ.

هغې د یوې نړۍوالې غونډې د ګډونوالو مشرانو ته په خطاب کې وویل: «له دې امله چې د فلسطین د خپلواکې ادارې بقا له ګواښ سره مخ ده، موږ ټول باید لا ډېرې هڅې وکړو.»
هغې زیاته کړه: «راتلونکی فلسطین باید له اقتصادي پلوه پیاوړی وي او دا کار د فلسطیني ګاونډیانو په ملاتړ تر لاسه کېدای شي. موږ اروپایان به د فلسطین د مالي ملاتړو ترمنځ د همغږۍ په رامنځته کولو سره د غزې د بیا رغونې لپاره یو ځانګړی میکانیزم جوړ کړو.»
د ملګرو ملتونو او نړۍوال بانک د ګډ راپور له مخې، د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ تر پایه په غزه کې د بنسټیزو تاسیساتو زیان ۱۸.۵ میلیارد ډالره اټکل شوی دی. دا زیان د استوګنیزو ودانیو، سوداګرۍ، صنعت او اړینو خدمتونو لکه زده‌کړې، روغتیا او انرژۍ برخې رانغاړي.

ډېر لیدل شوي

هیلۍ وایي مولوي عبدالبصیر زابلی مې ګواښي چې انځورونه او ویډیوګانې به مې رسنیزې کړي
۱
ځانګړی

هیلۍ وایي مولوي عبدالبصیر زابلی مې ګواښي چې انځورونه او ویډیوګانې به مې رسنیزې کړي

۲
روغتیا او ژوند

د خوړو نړیوال پروګرام: په افغانستان کې د خوارځواکۍ بحران له کنټروله وتلی

۳
ځانګړی

سرچینې: د هبت‌الله د فرمانونو ریاست د طالبانو د یو وزیر له خوا د خپلوانو ګومارنې څېړي

۴

له څوکۍ کم واک؛ رییس الوزرا د واک او پرېکړو په حاشیه کې

۵

طالبانو په خوست کې ۱۵۱ جریبه ځمکه دولتي اعلان کړه