• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر او د سوریې ولسمشر په نیویارک کې سره ولیدل

۳۱ وږی ۱۴۰۴ - ۲۲ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۵۲ GMT+۱

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د سوریې ولسمشر احمد الشرع په نیویارک کې سره خبرې اترې وکړې. دا لیدنه د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د اتیايمې غونډې په څنډه کې شوې ده.

دواړو لوریو د کمرو مخې ته لاس ورکړ او د امریکايي چارواکو په وینا، د سوریې د سولې او ثبات د راتلونکي په اړه یې خبرې وکړې.
د راپورونو له مخې، احمد الشرع په دې لیدنه کې د سوریې پر وړاندې د بندیزونو د بشپړ له منځه وړلو غوښتنه وکړه، هغه بندیزونه چې د اوږدو کلونو لپاره یې د دې هېواد اقتصاد تر فشار لاندې راوستی دی.
واشنګټن ټینګار کړی، چې له دمشق سره هر ډول د اړیکو پرمختګ د بهرنیو ځواکونو په وتلو، د ایران د نفوذ په کمېدو او د سوریې د کیمیاوي وسلو د بشپړې له منځه وړلو په شرط دی.
دا په داسې حال کې ده، چې دا لومړی ځل دی چې د سوریې یو مشر له کلونو وروسته د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په غونډه کې ګډون کوي. په ۲۰۱۱ کال کې د سوریې د کورنۍ جګړې له پیل راهیسې د دې هېواد هېڅ ولسمشر یا هېڅ یوه لوړپوړي چارواکي د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې په غونډه کې ګډون نه و کړی.

ډېر لیدل شوي

هیلۍ وایي مولوي عبدالبصیر زابلی مې ګواښي چې انځورونه او ویډیوګانې به مې رسنیزې کړي
۱
ځانګړی

هیلۍ وایي مولوي عبدالبصیر زابلی مې ګواښي چې انځورونه او ویډیوګانې به مې رسنیزې کړي

۲
روغتیا او ژوند

د خوړو نړیوال پروګرام: په افغانستان کې د خوارځواکۍ بحران له کنټروله وتلی

۳
ځانګړی

سرچینې: د هبت‌الله د فرمانونو ریاست د طالبانو د یو وزیر له خوا د خپلوانو ګومارنې څېړي

۴

له څوکۍ کم واک؛ رییس الوزرا د واک او پرېکړو په حاشیه کې

۵

طالبانو په خوست کې ۱۵۱ جریبه ځمکه دولتي اعلان کړه