طالبان: په بغلان ولایت کې دوه تاریخي ځایونو کشف شوي دي

په بغلان ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په جلګې ولسوالۍ کې دوه تاریخي ځایونه چې لرغونتوب یې تر دوه زره کالو رسېږي؛ کشف شوي دي. دغه ځایونه اخ پلاخ زیارت او کافر کلا نومېږي، چې لرغونتیا یې د کوشاني تمدن پورې اړه لري.