طالبان وايي، د بنګله دېش پانګهوالو ورسره د همکارۍ ژمنه کړې ده

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزیر عبداللطیف منصور وایي، چې پرون (د وږي ۳۰مه) یې د بنګله دېش له علماوو او پانګهوالو سره لیدلي دي. نوموړي پر اېکس پاڼه کاږلي، چې په دغه لیدنه کې پانګهوالو ورسره د څو اړخیزو همکاریو ژمنه کړې ده.
