د ټرمپ ادارې د رسنیو د خپرونو لپاره تازه محدودیتونه اعلان کړي

د ډونالډ ټرمپ ادارې د پوځ په اړه د رسنیو خپرونو لپاره تازه محدودیتونه لګولي دي. د دغه محدودیتونو له مخې؛ خبریالان باید ژمنه وکړي، چې یوازې د حکومت لهخوا تایید شوي معلومات خپروي او که داسې نه کوي؛ نو د خبري پوښښ جواز به یې لغوه شي.
