• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

تاجکستان د افغانستان د زلزله‌ځپلو لپاره د نړۍوالې مرستې غوښتنه وکړه

۱ تله ۱۴۰۴ - ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۳:۲۸ GMT+۱

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان د ملګرو ملتونو د عمومي مجمعې په وینا کې له نړۍوالې ټولنې وغوښتل، چې د افغانستان د وچکالۍ د ستونزې د حل او د دغه هېواد د ختیځ د وروستیو زلزله‌ځپلو د مرستې لپاره همکاري وکړي. نوموړي ټینګار وکړ، چې تاجکستان د دې بهیر په لړ کې د همکارۍ لپاره چمتو دی.

ښاغلي رحمان د سې شنبې په ورځ عمومي مجمعې ته په وینا کې وویل: «موږ نړۍوالې ټولنې ته بلنه ورکوو چې د بشردوستانه مرستو په رسولو په ځانګړي ډول هغو سیمو ته چې د وچکالۍ او سختې زلزلې له امله زیانمنې شوې دي، همکاري وکړي.»
هغه زیاته کړه، چې تاجکستان تل د ګاونډي هېواد افغانستان د سولې او ثبات، بشپړ امنیت او ټولنیز او اقتصادي پرمختګ پلوی دی.
د تاجکستان ولسمشر د خپلو خبرو په بلې برخه کې ترهګري، افراطیت، د وسلو او نشه‌يي توکو قاچاق او نور سرحدي سازمان شوي جرایم د نړۍوال امنیت پر وړاندې جدي ګواښ وباله او د دغو ګواښونو د مقابلې لپاره یې له نړۍوالو بنسټونو سره د نږدې همکارۍ ټینګار وکړ.
نوموړي د ملګرو ملتونو د ترهګرۍ ضد له دفتر څخه وغوښتل، ترڅو له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې له هېوادونو سره لا فعال رول ولوبوي.

ډېر لیدل شوي

هیلۍ وایي مولوي عبدالبصیر زابلی مې ګواښي چې انځورونه او ویډیوګانې به مې رسنیزې کړي
۱
ځانګړی

هیلۍ وایي مولوي عبدالبصیر زابلی مې ګواښي چې انځورونه او ویډیوګانې به مې رسنیزې کړي

۲
روغتیا او ژوند

د خوړو نړیوال پروګرام: په افغانستان کې د خوارځواکۍ بحران له کنټروله وتلی

۳

د امریکا یوې محکمې د افغان کډوالو کورنیو په ګټه پرېکړه وکړه

۴
ځانګړی

سرچینې: د هبت‌الله د فرمانونو ریاست د طالبانو د یو وزیر له خوا د خپلوانو ګومارنې څېړي

۵

طالبانو په خوست کې ۱۵۱ جریبه ځمکه دولتي اعلان کړه