طالبان وايي، په هلمند ولایت کې یې یو کوډګر نیولی دی

د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت خبر ورکړی، چې په هلمند ولایت کې یې یو کوډګر نیولی دی. د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه کوډګر له څو کالو راهیسې «غیر شرعي دمونه» کول او د دغه کار په بدل کې یې له خلکو پيسې اخیستې.
