د تورخم لاره بېرته د تګ راتګ لپاره پرانیستل شوه

د تورخم لاره نن سېشنبه (د تلې په لومړۍ نېټه) بېرته د مساپرو او ټرانزیټ لپاره پرانیستل شوه. د طالبانو د ننګرهار ولایت رسنیز دفتر د دوشنبې په شپه اعلان کړی و، چې دغه لاره په پاکستان کې د انټرنېټي ستونزې له امله تړل شوې وه.
