• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
پر انټرنېټ د طالبانو بندیز

طالبانو له وضاحت پرته په هرات کې پرله‌پسې دویمه شپه د بېسم انټرنېټ خدمتونه بند کړي دي

۱ تله ۱۴۰۴ - ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۳:۵۷ GMT+۱

په هرات کې د طالبانو د انټرنېټي محدودیتونو د لا پراخېدو په لړ کې د هرات یو شمېر اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د «بېسم» له لارې انټرنېټ ته لاسرسی نه لري. د هغوی په وینا، د شپې له لسو بجو وروسته د ثابت انټرنېټ خدمتونه هم پرې شوې دي.

په هرات کې د یوه انټرنېټي شرکت یوې باوري سرچینې ویلي، چې طالبانو له وضاحت پرته د بيسيم انټرنېټ د لنډ مهال پرې کولو امر کړی دی. طالبانو د انټرنېټي خدمتونو شرکتونو ته خبرداری ورکړی، چې که د دې حکم سرغړونه وکړي، له جدي تعقیب سره به مخ شي.

له دې سره، د هرات یوه بل اوسېدونکي بیا په یوه پیغام کې ویلي چې یوازې د دولتي «سلام» شبکې وایفای فعال پاتې شوی. طالبانو د دغې پرېکړې په اړه تر اوسه هېڅ وضاحت نه دی وړاندې کړی.

بلخوا، د دوشنبې په شپه هم د هرات انټرنېټ د شاوخوا ۱۲ساعتونو لپاره پرې شوی و او سهار بېرته فعال شوی دی. لا تر اوسه روښانه نه ده، چې طالبانو په دې ولایت کې د شپې له خوا د انټرنېټ د پرې کولو حکم ولې صادر کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده څو ورځې وړاندې د فایبر نوري انټرنېټ د پرې کېدو امر کړی و.

دغه محدودیت لومړی په بلخ ولایت کې پلي شو او وروسته بیا له ۱۳زیاتو ولایتونو ته ورسېد. خو د هرات وضعیت له هغو ولایتونو سره توپیر لري چېرې چې فایبر نوري تړل شوی، ځکه دلته د وایفای پر خدماتو بشپړ بندیز لګول شوی دی.

د هرات د انټرنېټي خدمتونو شرکتونه وایي، که څه هم د فایبر نوري خدمتونه پرې شوي، خو خلک لا هم د ټیټې کچې (ډي اېس اېل) انټرنېټ ته لاسرسی لري.

په دغه ولایت کې د وږي په ۲۷مه د نوري فایبر انټرنېټ خدمتونه پرې شوي دي.

د انټرنېټ پرې کېدو په هرات کې پراخ غبرګونونه راپارولي دي، ځکه چې د خلکو ورځنی ژوند یې له جدي ستونزو سره مخ کړی او ګڼو کورنیو، زده‌کوونکو او کاروباریانو ته یې ستونزې پیدا کړي دي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي