اروپايي ټولنه: موږ د افغانستان د وروستۍ زلزلې له قربانیانو سره خپلې مرستې زیاتوو

اروپايي ټولنې ویلي، چې د افغانستان د وروستۍ زلزلې له قربانیانو سره خپلې مرستې پراخوي. تر دې دمه له زلزله ځپلو سره د اروپايي ټولنې په مرستو بار څلور الوتکې افغانستان ته رسېدلې، چې تر ۲۶۰ ټنو ډېر مهم توکي پهکې بار و.
