شهباز شریف نن په سپینه ماڼۍ کې له ټرمپ سره ګوري

د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف به نن په سپینه ماڼۍ کې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره وګوري. د راپورونو پر بنسټ؛ په دغه لیدنه کې به د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو هم برخه واخلي.
