د حماس په سنایپر برید کې یو اسراییلی سرتېری وژل شوی

اسراییلي پوځ د پنجشنبې په سهار اعلان وکړ، چې د چارشنبې په ورځ غزه کې د وسله والو د سنایپر برید له امله یو اسرایيلي سرتېری وژل شوی دی. ۲۱ کلن وژل شوی سرتېری چلاچیو شیمون دملش نومیږي او د اسراییل د بیرشېوا اوسېدونکی و.
