زېلېنسکي: کییف چمتو دی چې د ثبات د ټینګښت لپاره د سوریې له خلکو ملاتړ وکړي

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي وایي، چې اوکراین او سوریې د ډیپلوماتیکو اړیکو د بیا پیل په اړه یوه ګډه اعلامیه لاسلیک کړه. هغه دا ګام «مهم» وباله او ویلي یې دي: «کییف چمتو دی چې د ثبات د ټینګښت لپاره د سوریې له خلکو ملاتړ وکړي.»
