مولوي عبدالله: زموږ په «شرعي نظام» کې مذهبي، ژبنی او سیمهییز تعصب نهشته

په بامیان کې د طالبانو والي مولوي عبدالله سرحدي ویلي، چې دوی په افغانستان کې «شرعي نظام» حاکم کړی او له همدې امله د دوی په چوکاټ کې هېڅ ډول ژبنی، قومي او سیمهییز تبعیض ځای نهلري. نوموړي یوې دیني مدرسه کې د وینا پر مهال زیاته کړې، چې امنیت او ټولنیز یووالی یې رامنځته کړی.