شهباز شریف او عاصم منیر له ډونالډ ټرمپ سره په سپینه ماڼۍ کې ولیدل

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف او د دغه هېواد د پوځ لوی درستیز فیلډ مارشال عاصم منیر د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په سپینه ماڼۍ کې لیدلي دي. د رسنیو د راپورونو له مخې؛ دغه لیدنه د اوول افېس په خونه کې شوې، چې شاوخوا یو ساعت او شل دقیقې یې دوام کړی.
