• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په پاکستاني کشمیر کې د مظاهره چیانو او پولیسو ترمنځ نښتو کې ۸ تنه وژل شوي

۱۰ تله ۱۴۰۴ - ۲ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۲:۵۸ GMT+۱

د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې د تاوتریخوالي ډکو مظاهرو په ترڅ کې لږ تر لږه اته کسان وژل شوي. د کشمیر د مدني حقونو د ډلو ایتلاف مشر ویلي چې مظاهره‌چیان د سیمه‌ییزو سیاستوالو، بیروکراټانو او نورو لوړپوړو چارواکو د امتیازاتو او ځانګړو مراعاتو پر ضد دي.

د مظاهرو د څرنګتیا په اړه یوازې لږ معلومات له سیمې بهر رسېدلي، ځکه مظاهرې د دوشنبې په ورځ هغه مهال پیل شوې، چې د شاوخوا ښارونو زرګونه اوسېدونکي مرکز مظفراباد ته ورسېدل.

چارواکو له هغه وخت راهیسې په سیمه کې د ټیلیفوني اړیکو او انټرنېټ لاسرسی بند کړی دی.

کشمیر د ۱۹۴۷ کال له ویش راهیسې د پاکستان او هند ترمنځ د شخړې سیمه پاتې شوې.

له دوشنبې راهیسې کاروبارونه، ښوونځي او ټرانسپورټ تړل شوي دي.

د اسلام‌اباد دوو امنیتي چارواکو رویټرز ته وویل چې تر اوسه درې پولیس او پنځه ملکي وګړي وژل شوي. د دوی په وینا، د مظاهره‌چیانو او پولیسو ترمنځ نښتې د دوشنبې له ورځې راهیسې نه دي کمرنګه شوې.

د صدراعظم شهباز شریف دفتر په یوه اعلامیه کې وویل چې نوموړي د سیاستوالو یوه کمېټه ټاکلې چې د نښتو څېړنه وکړي او له مظاهره‌چیانو سره د خبرو غوښتنه وکړي. شریف وویل، « حکومت تل تیار دی چې د خپلو کشمیري وروڼو ستونزې هوارې کړي».

د کمېټې یو غړي او د پلان وزیراحسن اقبال وویل چې هیله لري «ټولې ستونزې به د خبرو له لارې حل کړو».

د کشمیر د مدني حقونو د ډلو د ایتلاف مشر شوکت نواز میر د مظاهرو له پیل وړاندې ویلي وو چې مظاهره‌چیان د سیمه‌ییزو سیاستوالو، بیروکراټانو او نورو لوړپوړو چارواکو د امتیازاتو او ځانګړو مراعاتو پر ضد دي.

هغه د «کشمیر لنک» یوټیوب چینل ته وویل: «کله چې موږ د روغتونونو لپاره د درملو غوښتنه کوو، دوی وايي بودجه نشته، خو د پرتمین ژوند لپاره پیسې لري».

یوه بله عمده نیوکه هغه څوکۍ دي چې په سیمه‌ییزه مقننه شورا کې د پاکستان د نورو برخو د استازو لپاره ځانګړې شوې دي. د کشمیري فعالانو په وینا، له دغو څوکیو د سیمه‌ییزو حکومتونو د جوړولو یا پرزولو لپاره کار اخیستل کېږي.

تېر کال په ورته نښتو کې څلور کسان وژل شوي وو. وروسته شریف ۲۴ میلیارده روپۍ تصویب کړې، چې د دوی د اوړو او برېښنا د سبسایډۍ ترڅنګ ځینې غوښتنې پوره کړي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

اسراییل د غزې پر لور د مرستو روانې ۲۹ کښتۍ ونیولې

۱۰ تله ۱۴۰۴ - ۲ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۰:۳۷ GMT+۱

اسراییلي ځواکونو د غزې پر لور روانې ۳۹ کښتۍ، چې بشري مرستې او بهرني فعالان یې لېږدول، ونیولې. په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري، چې اسراییلي سرتېري کښتیو ته ختلي او په کښتیو کې سپرو کسانو لاسونه پورته کړي دي.

د کښتیو د تنظیموونکو په وینا یوازې یوه کښتۍ لا هم پر لاره ده. په دې کښتیو کې د سویډن مشهوره اقلیمي فعاله ګریټا ټنبرګ هم شامله وه.

اسراییل وویل چې مسافر اسراییلي بندر اشدود ته انتقالېږي او ټول یې خوندي دي.

دغه فلوټیلا بیړۍ چې د اګست په پای کې روانه شوې، له ۴۰زیاتو ملکي کښتیو او شاوخوا ۵۰۰ د پارلمان غړو، وکیلانو او فعالینو څخه تشکیل شوې وه او درمل او خواړه یې غزې ته وړل.

ترکیې دا برید ترهګریز عمل بللی، کولمبیا د اسراییل ټول دیپلوماتان اخراج کړل او د سوداګرۍ تړون یې ورسره لغوه کړ، او مالیزیا د خپلو ۲۳ اتباعو نیول غندلي دي.

په ایټالیا، کولمبیا، یونان، ایرلنډ او ترکیه کې مظاهرې شوې او په ایټالیا کې خلکو د جمعې لپاره عمومي کاربندیز اعلان کړی.

اسراییلي چارواکو د دې عملیاتو دفاع وکړه او ویې ویل چې بېړۍ د قانوني سمندري بندیز سیمې ته ننوتلې او څو ځله ورته خبرداری ورکړل شوی و چې بیرته وګرځي.

د عدم تشدد نړۍواله ورځ؛ افغان ځوانان: د جګړو له کبله مو ارمانونه نیمګړي پاتې دي

۱۰ تله ۱۴۰۴ - ۲ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۵:۲۸ GMT+۱

په‌داسې حال کې چې (د اکټوبر ۲مه نېټه) هر کال په نړۍ کې د عدم تشدد نړۍوالې ورځې په توګه نمانځل کېږي یوشمېر افغانان وايي، د تاوتریخوالي او جګړو له کبله یې ډېری ارمانونه نیمګړي پاتې دي.

د کابل ښار اوسېدونکی شبیر وايي، که څه هم په وروستیو څو کلونو کې افغانستان له نسبي امن څخه برخمن دی؛ خو ګڼ نور داسې لاملونه پرخپل ځای دي چې دغه ټیکاو ګواښي.

نوموړی ټینګار کوي، چې په افغانستان کې باید په بنسټیزه توګه د تاوتریخوالي د له‌منځه وړلو لپاره پر هغو عواملو فکر وشي چې افغانان تاوتریخوالی ته اړ باسي.

ملګرو ملتونو د مهاتما ګاندي د زوکړې ورځ (د اکټوبر ۲مه) د نه تاوتریخوالي ورځې په توګه ځانګړې کړې ده. ملګري ملتونه وايي، د دغه ورځې د نمانځنې موخه په نړۍ کې د هر ډول بدلون لپاره د مبارزې د یوې داسې کړنلارې د دودولو هڅه ده چې په‌کې انسانان له زیان او ویجاړۍ پرته خپلو موخو ته ورسېږي.

د هند د مهاتما ګاندي او پښتون مبارز باچا خان یا خان عبدالغفار خان په نړۍ کې د عدم تشدد یا نه تاوتریخوالي د لارې او فلسفې مخکښان دي. یادو مشرانو چې په دغه لار کې یې ګڼې قربانۍ ورکړې دي، د نړۍ په ګوټ ګوټ کې ګڼ لارویان لري.

مهاتما ګاندي او خان عبدالغفار خان په دې باور وو، چې عدم تشدد یا نه تاوتریخوالی د نړۍ تر ټولو ښه او پیاوړی ځواک دی چې انسانان یې لري.

بلوچستان کې پاکستاني ځواکونو د ۲۱وسله‌والو د وژلو ادعا کړې

۱۰ تله ۱۴۰۴ - ۲ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۴:۰۴ GMT+۱

د پاکستان امنیتي چارواکي وایي، د بلوچستان ایالت په کویټې، شېراني او کیچ ولسوالیو کې یې د بېلابېلو پوځي عملیاتو پر مهال ۲۱ وسله‌وال وژلي او څلور کسان یې نیولي دي. ویل شوي، چې نیول شویو وسله‌والو د ښځو جامو کې د تېښتې هڅه کوله.

د پاکستان د ترهګرۍ ضد ادارې د معلوماتو له مخې؛ د یو لړ استخباراتي عملیاتو پر مهال یې د بلوچستان ایالت د کویټې ښار په اغبرګ سیمه کې څو ساعته عملیات کړي دي. د چارواکو په وینا، د دغو عملیاتو پر مهال پرې وسله‌والو ډزې کړې او نښته هم رامنځته شوې ده. دغه نښتې یو ساعت دوام کړی او د پاکستان امنیتي ادارو ادعا کړې، چې د نښتې پر مهال یې ۱۰وسله‌وال وژلي دي.

همدا راز په دغه عملیاتو کې د پاکستان د ترهګرۍ ضد ځواکونو ۲عسکر هم ټپیان شوي دي. د یاد هېواد د ترهګرۍ ضد ادارې د ویاند په وینا؛ له جګړې وروسته د وسلو، مهماتو، چاودېدونکو توکو او نورو وسایلو ستره زېرمه هم ترلاسه شوې ده. د وژل شویو کسانو هویت لا نه‌دی څرګند شوی او پلټنې روانې دي.

همدا راز ادعا شوې، چې د بلوچستان د شیراني سیمې په مغل کوټ کې هم ورته عملیات شوي چې په پایله کې یې ۸ وسله‌والو د وژل کېدو یادونه شوې. دغه اداره وایي، د یادو عملیاتو پر مهال هم د پرمختللو وسلو او پوځي تجهیزاتو یوه زېرمه پاکستاني ځواکونو موندلې ده.

د‌ پاکستان پوځ د رسنیو څانګې (ISPR) په ورته مهال د اکټوبر په لومړۍ نېټه د کویټې او کیچ په سیمو کې د «ټي‌ټي‌پي او بلوڅ بېلتون پالو» پر ضد هم د عملیاتو خبر ورکړی او په کې یې د درېیو وسله‌والو د وژل کېدو ادعا کړې. همدا راز د بلوچستان په خضدار ولسوالۍ کې د څو تنه‌ وسله‌والو د ژوندي نیول کېدو یادونه هم شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان کې ورځ تر بلې نا امنۍ ډېرېدونکې دي او په دې وروستیو کې پر پوځیانو خونړي ځانمرګي او وسله‌وال بریدونه هم شوي دي. اسلام‌اباد ادعا کوي، چې دغه بریدونه پرې د «ټي‌ټي‌پي او بلوڅ بېلتون پالو» له لوري‌ د افغانستان له خاورې پلانېږي او هلته افغان طالبانو د دوی ضد دغه وسله‌والو ته پناه ځایونو ورکړي؛ خو پر کابل واکمن بیا د پاکستان ادعا نه یوازې دا چې ردوي، بلکې دا یې داخلي امنیتي ناکامي بولي.

د یو شمېر هېوادونو استازو په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت د جوړېدو غوښتنه وکړه

۹ تله ۱۴۰۴ - ۱ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۱:۵۴ GMT+۱

د امریکا، برېتانیا، فرانسې، جرمني، کاناډا، ډنمارک، ایټالیا، جاپان، سوېلي کوریا، سویس، ناروې، ترکیې او اروپايي اتحادیې ځانګړو استازو په یوه غونډه کې د افغانستان لپاره د ټولګډونه حکومت پر جوړېدو ټینګار وکړ. دوی د افغانستان له لوري د ترهګرۍ د ګواښ په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

د برېتانیا د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ (د تلې ۹مه) په یوه خبرپاڼه ویلي، چې دغه غونډه د سې شنبې او چهارشنبې په ورځو په لندن کې ترسره شوه او په دې ناسته کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر (یوناما) سرپرست هم د افغانستان پر وضعیت راپور ورکړ.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د یادو هېوادونو استازو ټینګار وکړ چې:«د افغانستان بریا د سیاسي تنوع او ټولګډونه حکومتوالۍ پورې تړلې ده.»

د دې ۱۳ هېوادونو او اروپايي اتحادیې استازو همداراز له افغانستانه د امنیتي ګواښونو او له پولې هاخوا د مهاجرت له ستونزو ژوره اندېښنه وښوده. هغوی پر سیمه‌ ییزو همکاریو ټینګار وکړ، څو د افغانستان له خاورې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې ګډ کار وشي.

تر دې وړاندې د سیمې یو شمېر هېوادونو لکه چین، روسیې، ایران او پاکستان هم له افغانستانه د ترهګرو ډلو د فعالیتونو او حضور په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې وه.

د لوېدیځو هېوادونو استازو او د دوی سیمه‌ییزو متحدینو د طالبانو له خوا پر زده‌کړو، کار، روغتیايي خدماتو او د ملګرو ملتونو دفترونو ته د افغان ښځینه کارکوونکو پر تګ بندیزونه د افغانستان د خلکو د اساسي حقونو ښکاره نقض وباله.

هغوی د طالبانو له خوا د ښځو پر وړاندې د ورځ تر بلې ډېرېدونکو محدودیتونو ته په اشارې د افغان ښځو او نجونو پر وضعیت ژوره اندېښنه وښوده.

د یادو هېوادونو استازو د خپلې خبرپاڼې په یوه برخه کې خبرداری ورکړی، چې د طالبانو له خوا د انټرنېټ پرېکول له نړۍ سره د افغانانو اړیکې، د بشري مرستو رسولو او د هېواد اقتصاد ته جدي زیان رسوي.

د برېتانیا د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، د غونډې ګډونوالو د ملګرو ملتونو وروستی وړاندیز چې «موزاییک» نومېږي بیاکتنه وکړه او هیله‌ مندي یې وښوده، چې د ملګرو ملتونو سرمنشي او نوی استازی به د دې بهیر پرمختګ ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

یاد پلان د ۲۰۲۵م کال د فبرورۍ په میاشت کې د دوحې پروسې غړو ته وړاندې شوی و، چې موخه یې د افغانستان د سیاسي، اقتصادي او بشري کړکېچ د حل لپاره د یوه پراخ چوکاټ رامنځته کول دي. په دې طرحه کې ټینګار شوی، چې د افغانستان د بحران د حل لپاره باید له بېلابېلو لورو، لکه طالبان، مدني ټولنه، سیمه‌ ییز هېوادونه او نړۍوال سازمانونه سره خبرې او تعامل وشي.

دا په داسې حال کې دی، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې په توګه د مېرمن اوتونبایوا ماموریت پای ته رسېدلی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي لا تر اوسه د افغانستان لپاره خپل نوی استازی نه دی نومولی.

ټرمپ: د قطر پر وړاندې هر وسله‌وال برید د امریکا پر امنیت برید ګڼل کېږي

۹ تله ۱۴۰۴ - ۱ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۱:۴۰ GMT+۱

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یوه نوي فرمان په لاسلیک کولو سره ژمنه کړې، چې که پر قطر وسله‌وال برید وشي، واشنګټن به هغه د امریکا پر امنیت برید وګڼي او د اړتیا په صورت کې به د دې هېواد د دفاع لپاره پوځي ګامونه هم پورته کړي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ دغه پرېکړه ستایلې او هغه یې د دواړو هېوادونو د دفاعي اړیکو په پیاوړتیا کې مهم ګام بللی.

دا فرمان په داسې حال کې صادر شوی، چې تېره میاشت اسراییل د دوحې پر ښار هوايي برید وکړ او د حماس د مشرانو په نښه کولو سره یې په واشنګټن کې اندېښنې راوپارولې.

ټرمپ ویلي: «متحده ایالات به د قطر پر خاورې، حاکمیت او مهمو بنسټونو هر وسله‌وال برید د امریکا پر امنیت ګواښ وبولي او د اړتیا په صورت کې به د ډیپلوماټیکو، اقتصادي او پوځي لارو د سولې او ثبات د بیا ټینګېدو لپاره اقدام وکړي».

دغه ژمنه له ۲۰۲۲م کال وروسته د امریکا او قطر ترمنځ د دفاعي همکارۍ تر ټولو ژور ګام ګڼل شوی دی.