مراکش کې پراخ لاریونونه؛ نږدې ۳۰۰ کسان ټپیان شوي او تر ۴۰۰ ډېر پولیسو نیولي

په مراکش کې روان لاریونونه د څلورمې ورځې لپاره وغځېدل، د دغه لاریونونو په ترڅ کې نږدې ۳۰۰ کسان ټپیان شوي او تر ۴۰۰ ډېر کسان د پولیسو لهخوا نیول شوي دي. دغه لاریونوال د روغتیا او پوهنې په برخو کې د اصلاحاتو راوستو غوښتونکي دي.