• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د خبریالانو څخه د ملاتړ بنسټونو د مهدي انصاري جبري اعتراف غندلی

۱۱ تله ۱۴۰۴ - ۳ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۱:۵۳ GMT+۱

د افغانستان د خبریالانو مرکز او د رسنیو ملاتړ سازمان «امسو» په جلا خبرپاڼو کې د طالبانو له خوا د افغان خبریال مهدي انصاري څخه په زور اعتراف اخیستل غندلي دي. طالبانو د انصاري د جبري اعتراف ویډیو خپره کړې، چې پکې له بهر میشتو رسنیو سره د اړیکو او د طالبانو پر ضد تبلیغ یادونه کوي.

یادو بنسټونو د پنجشنبه په ورځ (د وږی ۱۰مه) په بېلابېلو خبرپاڼو کې ویلي: «دا اعتراف د طالبانو په زندان کې د روحي او فزيکې فشار لاندې اخیستل شوی او دا د خبریالانو د حقونو ښکاره نقص دی.»

د افغانستان د خبریالانو مرکز زیاته کړې، چې دا کار د طالبانو له‌ خوا د رسنیو او خبریالانو د ځپلو د دوام یوه برخه ده.

همداراز د افغانستان د رسنیو مرکز د مهدی انصاري د روغتیايي حالت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د هغه د سمدستي ازادۍ غوښتنه یې کړې ده.

د افغان خبریالانو مرکز د مهدي انصاري محاکمه غیر عادلانه بللې او ټینګار یې کړی چې طالبان خبریالان د مدافع وکیل له شتون پرته محاکمه کوي او په زندان کې یې اچوي.

مهدی انصاري تېر کال د تلې په ۱۴مه نېټه د کابل دشت برچي سیمې څخه «د جلا وطنه رسنیو سره د همکارۍ» په تور نیول شوی و.

طالبانو تېر کال هغه ته د یونیم کال بند سرا اورلې وه.

په دې وروستیو کې د طالبانو استخباراتو د هغه د جبري اعتراف یوه ویډیو خپره کړه.

مهدي انصاري ته نږدې سرچینې وايي، چې د طالبانو په زندان کې د هغه فزیکي او رواني حالت ښه نه دی.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

په هرات ښار کې د تېلو په یوه ټانک کې اورلګېدنه رامنځته شوې

۱۱ تله ۱۴۰۴ - ۳ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۱:۱۰ GMT+۱

د هرات څخه ځايي سرچينو ویلي، چې د جمعه په ورځ سهار (د تلې ۱۱مه) د تېلو په یوه ټانک د هرات ښار د «۶۴ متره» په نوم سيمه کې اور اخيستی دی. افغانستان انټرنشنل ته رسېدلي انځورونه ښيي، چې د پېښې له ځایه لويې لمبې پورته کېږي.

ځايي سرچينې زياتوي چې لومړی د چاودنې غږ واورېدل شو او بيا پراخه اورلګېدنه رامنځته شوه.

تر اوسه اورلګېدنه نه ده مهار شوې او نه هم د چاودنې او اور لامل معلوم دی. همداراز،د مرګ ژوبلې او مالي زيانونو په اړه لا تر دې دمه معلومات نشته.

په هرات کې د طالبانو ځايي چارواکو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه‌ دي ويلي.

طالبان د ممتازو نارینه زده کوونکو لپاره په کابل کې ځانګړې لیسه جوړوي

۱۱ تله ۱۴۰۴ - ۳ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۰:۳۰ GMT+۱

د طالبانو د پوهنې وزارت اعلان کړی چې د افغانستان له ګوټ ګوټ څخه د ممتازو نارینه زده‌کوونکو لپاره په کابل کې د سیدجمال‌الدین افغان په نوم نمونه‌يي لیسه جوړوي.

په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې دغه وزارت ویلي چې په دې ښوونځي کې به د اووم، اتم او نهم ټولګیو هغه زده‌کوونکي شاملېږي چې د خپلو درسونو په برخه کې یې لوړې لاسته راوړنې لرلې وي.

د خبرپاڼې له مخې، تر دې مهاله شاوخوا ۲۰۰ممتاز زده‌کوونکي په دې لیسه کې د زده‌کړو لپاره جذب شوي او ټاکل شوې ده چې په ټولیز ډول نږدې ۶۰۰زده‌کوونکي پکې ځای پر ځای شي.

دغه وزارت وايي چې د سیدجمال‌الدین افغان نمونه‌يي لیسه به له معیاري او عصري درسي امکاناتو او تجهیزاتو سره برابره وي او په نږدې راتلونکي کې به خپله درسي کړنلاره پیل کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو په واکمنۍ کې په تېرو څلورو کلونو کې نجونې له شپږم ټولګي پورته له زده‌کړو منع شوې دي او د دې پرېکړې له امله پراخې کورنۍ او نړیوالې نیوکې راپورته شوي دي.

ګارډین ورځپاڼه: ایران غواړي سلګونه زره افغان پناه غوښتونکي عراق او ترکیې ته واستوي

۱۰ تله ۱۴۰۴ - ۲ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۳:۳۹ GMT+۱

ګارډین ورځپاڼې راپور ورکړی چې ایران د یوې نوې ډله ییزې ستراتیژۍ په چوکاټ کې پلان لري سلګونه زره افغان پناه غوښتونکي د خپلې لوېدیځې پولې له لارې عراق او ترکیې ته واستوي.

د ګارډین د راپور له مخې، دغه اقدام د ایران له اټومي تاسیساتو د بمبارېدو او د دغه هېواد په وړاندې د «ماشه میکانیزم » د فعالېدو وروسته د تهران د ځواب یوه برخه بلل کېږي. په دې ستراتیژۍ کې د توغندیز پروګرام پراختیا، د هوايي دفاعي سیستم پیاوړتیا او دملګرو ملتونو د اټومي څارونکو سره د همکارۍ ځنډول هم شامل دي.

ګارډین لیکلي، د پناه غوښتونکود لېږلو ګواښ د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان د هغو څرګندونو پڅېر دی چې ویلي یې وو، د اړتیا په صورت کې به میلیونونه سوریایي کډوال اروپا ته واستوي.

ایران په بېلابېلو دورو کې تر شپږ میلیونو پورې د افغان کډوال کوربه توب کړي دي، خو د «بښنې نړۍوال سازمان» د راپور له مخې یوازې په ۲۰۲۵کال کې یو میلیون افغانان بېرته افغانستان ته شړل شوي دي. دغه کسان په اصل کې له فقر یا د طالبانو له واکمنۍ د تېښتې لپاره ایران ته تللي وو.

د بښنې نړۍوال سازمان وايي، د ایران او اسراییل ترمنځ له ۱۲ورځنۍ جګړې وروسته د افغانانو جبري شړل ډېر شوي او تر نیم میلیونه پورې کسان له هغې جګړې وروسته افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.

د ایران د چارواکو له لوري د افغان پناه غوښتونکود شمېر په اړه بېلابېلې شمېرې وړاندې شوې، خو اټکل کېږي لږ تر لږه دوه میلیونه افغانان په دغه هېواد کې د قانوني اسنادو پرته اوسېږي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ اټکل کړی چې سږکال ښايي تر څلور میلیونو پورې افغانان له ایران څخه بېرته وشړل شي.

د میزان په درېیمه، ځینو دیپلوماتیکو او امنیتي سرچینو خبرداری ورکړی و چې داعش ښايي له ایران او پاکستان څخه د افغان پناه غوښتونکود ډله‌ییزې شړنې څخه د خپلو موخو لپاره کار واخلي.

هانس یاکوب شینډلر، چې د ملګرو ملتونو د وسله‌والو ډلو د څارنې کمېټې پخوانی همغږی کوونکی و، ویلي: «د دې ګواښ ډېر دی چې داعش خراسان به تازه راستانه شوي افغانان د احتمالي جذب سرچینې په توګه وګوري».

نوموړي زیاته کړې چې داعش خراسان له ۲۰۲۱کال راهیسې هڅه کوي ناراضي طالبان او هغه افغانان جذب کړي چې د طالبانو په جوړښت کې ځای نه لري.

د یادولو وړ ده،چې د ملګرو ملتونو کارپوهانو د روان کال په چنګاښ میاشت کې له ایران او پاکستان څخه د افغانانود جبري او ډله‌ییزېشړنېپر ضد خبرداری ورکړی او د دې بهیر د سمدستي درولو غوښتنه یې کړې وه.

د خوړو نړۍوال پروګرام: په افغانستان کې وروستیو زلزلو د خوړو او تغذیې بحران لا پسې ژور کړی

۱۰ تله ۱۴۰۴ - ۲ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۲:۵۳ GMT+۱

د خوړو نړۍوال پروګرام (ډبلیو ایف پي)اعلان کړی، چې په افغانستان کې وروستیو زلزلو په ټول هېواد کې د خوړو او تغذیې بحران لا پسې سخت او ژور کړی دی.

دغه سازمان د پنجشنبې په ورځ په خپل یوه راپور کې ویلي، چې له ۹میلیونو زیات افغانان د خوړو د شدیدې ناامنۍ سره مخ دي او د ماشومانو او میندو ترمنځ د سختې خوارځواکۍ کچه تر ټولو لوړې سطحې ته رسېدلې ده.

راپور زیاتوي، د هېواد ختیځې سیمې په ځانګړي ډول کونړ او ننګرهار ولایتونه، چې د وروستیو زلزلو تر ټولو زیات زیان یې لیدلی، لا له وړاندې هم د تغذیې له بحراني حالت سره مخامخ وو او اوس وضعیت لا پسې خراب شوی دی.

په ورته وخت کې، د پاکستان له لوري د افغان کډوالو په جبري ډول شړل هم پر محدودو بشري سرچینو فشار زیات کړی دی.

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، تر اوسه یې په کونړ، ننګرهار او لغمان ولایتونو کې له ۵۸زرو زیاتو اړمنو کسانو ته بېړنۍ خوراکي مرستې رسولي دي. خو دغه سازمان خبرداری ورکړی چې د غرنیو او لېرې پرتو سیمو اوسېدونکي د خرابو لارو، د ځمکې د ناهموارۍ او د مخابراتي پوښښ د کموالي له امله تر ډېره د مرستو له رسېدو بې برخې پاتې دي.

په راپور کې راغلي، چې د بودجې د کمښت له امله د مرستو د ترلاسه کوونکو شمېر په میاشت کې تر یو میلیون کسانو پورې راټیټ شوی دی.

د«ډبلیو ایف پي»په وینا، یوازې د راتلونکو شپږو میاشتو لپاره یې بودیجه د ۶۲۲میلیونه ډالرو کسر لري، چې که ډک نه شي، د میلیونونو افغانانو د ژوندي پاتې کېدو چانس به له جدي ګواښ سره مخ کړي.

د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ اوومه غونډه د اکتوبر پر اوومه ترسره کېږي

۱۰ تله ۱۴۰۴ - ۲ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۱:۴۹ GMT+۱

د روسیې د بهرنيو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا اعلان کړی، چې د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ اوومه غونډه به د روان اکتوبر میاشتې پر اوومه نېټه ترسره شي.

د روسیې «ټاس» خبري اژانس د راپور له مخې زاخارووا ویلي، په دې غونډه کې به د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او د روسیې، چین، هند، ایران، پاکستان، قزاقستان، ازبکستان، قرغیزستان، تاجکستان، ترکمنستان او بلاروس ځانګړي استازي ګډون وکړي.

هغې زیاته کړه چې د بلاروس استازي ته د ځانګړي مېلمه په توګه بلنه ورکړل شوې ده.

ماریا زاخارووا ویلي چې دا غونډه به د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په پرانیستونکې وینا پیل شي، او امیرخان متقي به د دې غونډې په څنډه کې له لاوروف سره وګوري.

د هغې په خبره، په دغه غونډه کې به ځانګړې پاملرنه د افغانستان د ملي پخلاينې د بهير پياوړتيا، د سيمې هېوادونو او طالبانو ترمنځ د سياسي، اقتصادي، د ترهګرۍ ضد او د نشه‌يي توکو پر وړاندې د ګډو عملي همکاریو د پراختیا موضوعاتو ته وشي.

د تمې وړ ده چې د غونډې په پای کې به ګډه اعلاميه خپره شي.

بلخوا د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې متقي ته د سفر معافیت ورکړل شوی دی.

هغه زیاته کړې، چې ملګرو ملتونو د سپټمبر پر ۳۰مه امیر خان متقي ته د یوې اونۍ سفري معافیت منلې دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت دتلې پر۶مه د یوې اعلامې په ترڅ کې وویل، چې روسیه به په لومړي ځل له طالب پلاوي څخه د دغه فارمټ د غړي په توګه هرکلی وکړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په مسکو فارمټ کې ددې ډلې غړیتوب یو مهم او اساسي ګام بللی او هیله یې ښودلې، چې دغه سیمه ییز چوکاټونه د افغانستان او سیمې تر منځ په باور جوړونې او مثبت پرمختګ کې مهم رول ولوبوي.

د مسکو فارمټ هغه سیمه‌ییز چوکاټ دی چې تمرکز یې پر افغانستان دی او پخوانۍ ناستې یې هم د سیمه‌ییزو همکاریو د پراخېدو په موخه ترسره شوې دي.