طالبانو د هلمند له زندانه ۵۲ بندیان خوشې کړل

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس خبر ورکړی، چې د هلمند له مرکزي زندانه ۵۲ بندیان خوشې شوي او د ۱۱۶ نورو بندیانو سزاوې کمې شوې دي. د هلمند مرکزي زندان لپاره د طالبانو مشر بهاء الدین عاطف ویلي، دغه کسان د طالبانو د مشر د فرمان له مخې خوشې شوي او په سزاوو کې یې کمی راغلی دی.