دغه پخواني طالب ډیپلومات په یو تبصره کې څرګنده کړې، چې « پاکستان په نړیوالو غونډو کې په خپل سر د افغانستان غلط نیابت کوي».
نوموړي ویلي، چې پاکستان په ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو غونډو کې افغانستان د تروریزم او مخدره توکو ځاله معرفي کوي، په سوداګریزه برخه کې غیر قانوني ستونزې جوړي او د افغانستان ارضي تمامیت نقض کوي.
عبدالسلام ضعیف ویلي، له افغانستان سره د ښو اړیکو لپاره پاکستان باید د افغانستان په اړه خپله ستراتیژي بدله کړي او د «سیمه ییزې امپراتورۍ» خوبونه پرېږدي.
دغه پخواني طالب ډيپلومات ویلي، چې پاکستان دې د افغانستان پر وړاندې د تخریب او مداخلې پالیسي پای ته ورسوي.
نوموړي ویلي، چې پاکستان دې د افغانستان د اقتصادي او سیاسي پرمختګ سره د مرستې ترڅنګ د افغانستان په سیاسي چارو کې د نفوذ په اړه له عکس العمل ښودلو ډډه وکړي.
عبدالسلام ضعیف دغه څرګندونې داسې مهال کړې، چې ډیلي ته د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي له سفر وروسته پاکستاني ځواکونو پر پکتیکا ولایت هوايي بریدونه وکړل او کابل کې یې د طالبانو په وینا، الوتکې ښکاره شوې.
له دې وروسته طالبانو پر پاکستاني پوستو بریدونه وکړل، چې دواړو خواوو ته په متقابلو نښتو او بریدونو کې مرګ ژوبله اوښتې ده.