د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال احمدالله زاهد او د هند د صنعت او سوداګرۍ د وزیر جیتین پرساد تر منځ په کتنه کې پر دې هوکړه وشوه، چې د افغانستان او هند تر منځ د ګډې سوداګرۍ کمېټه جوړه شي. خو د دغو دواړو هېوادونو تر منځ لنډه ټرانزیتي لاره لانجمنه ده.
په دې کتنه کې چې د دوشنبې په ورځ (د تلې ۲۱مه) په نوي ډیلي کې ترسره شوه، دواړو لوریو د افغانستان او هند تر منځ د ګډې سوداګرۍ په برخه کې پر همکاریو هم خبرې وکړې او سوداګرو ته یې د اسانتیاو رامنځته کولو ژمنه وکړه.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د خبرپاڼې لهمخې، دواړو لوریو همداراز سلا وکړه چې د افغانسان او هند تر منځ د ګډې سوداګرۍ کمېټه به وخت پر وخت د سوداګریزو مسایلو په اړه بحث او غونډې ولري.
د یادونې وړ ده، چې د هند او افغانستان تر منځ لنډه ځمکنۍ ټرانزیتي لاره پر پاکستان ده او پاکستان ډېری وخت په دې برخه کې ستونزې جوړوي او ورسره لاره بندوي چې له امله یې افغان او هندي سوداګر سخت زیانمنېږي.
جنرال سمیع سادات د لومړي ځل لپاره پر کابل د پاکستان هوايي برید یو «ګستاخانه» عمل وباله او له یاد هوايي برید وروسته د ډیورند کرښې په اوږدو کې د افغان طالبانو او پاکستاني ځواکونو تر منځ جګړه هم ورته جالبه ښکاري، ځکه طالبان د پاکستان محصول ګڼي.
سمیع سادات طالبان په درېیو برخو وېشي، یو دا چې د هبتالله او سراجالدین حقاني په ګډون شیوخ دي چې په وینا یې د پاکستان د استخباراتي ادارې (ایاېسای) لاسپوڅي دي او دویم ګډ، وطني او سخت دریځه طالبان دي او درېیمه برخه یې بیا چې ۸۰ سلنه جوړوي طالب عسکر او تر امر لاندې یې دي.
د سادات په وینا، لومړۍ کټګوري طالبان د پاکستان په ګټه کار کوي ځکه خپله راتلونکې بېرته په پاکستان کې ګوري، خو طالب جنګي قومندانان بیا د پاکستان پر وړاندې د جدي دریځ پلوي دي.
هغه د طالبانو د مشر په تړاو زیاتوي: «هبتالله د پاکستان لاسپوڅی دی ځکه تر اوسه یې د پاکستان پر وړاندې د جګړې په تړاو هېڅ دریځ نه دی ښودلی او د زور په مقابل کې خبرې نه کوي، یوازې د مظلوم په مقابل کې د ده اواز لوړ وي.»
د نوموړي په باور، د پاکستان په ایاېسای کې دوه ډلې دي؛ یو یې له مذهبي ډلو سره ښې اړیکې لري بل یې پر ضد دي او په وینا یې د ډیورند کرښه کې جګړه د افغانانو په تاوان ده، ځکه دواړه لوري افغانان زیانمنېږي.
هغه د پاکستان د هغې هیلې چې ګواکې افغانان ازاد او یو ریښتینی حکومت ولري په غبرګون کې ویلي: «پاکستان په خپله ازاد نهدی، سیاستوال یې یا بندیان کېږي او یا هم ترور کېږي. هلته نه سیاست او نه هم رسنۍ ازادې دي، پاکستان دې اول په خپل مملکت کې ازادي راولي.»
د سمیع سادات په باور، په افغانستان کې د نظام بدلون باید د افغانانو په لاس، د افغانانو په خوښه او ارادې سره رامنځته شي.
د یادونې وړ ده، چې د طالبانو مشر له تېرو څه باندې څلورو کلونو راهیسې پر کابل او د ډیورند کرښې په اوږدو کې پر ځینو ولایتونو د پاکستان د هوايي بریدونو په تړاو تر اوسه هېڅ خبره نه ده کړې او همداراز په هېواد کې د طبیعي پېښو له امله د ویجاړیو او اوښتې مرګ ژوبلې په تړاو یې هم هېڅ نه دي ویلي.
د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزیر عبداللطیف منصور د روسیې د انرژۍ اوونۍ په نړۍوال فورم کې د ګډون لپاره روسیې ته لاړ. دغه وزارت یاد سفر د اوبو او انرژۍ وزارت لپاره یو مهم سفر بللی دی.
د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت د خبرپاڼې لهمخې، عبداللطیف منصور به په یاد نړۍوال فورم کې له ګډون سربېره د انرژۍ او اوبو سکتورونو په برخو کې د متقابلو همکاریو د پراختیا، د تجربو د تبادلې او د افغانستان د انرژۍ سکتور د وړتیاوو د معرفي کولو په موخه د اړوندو هېوادونو له چارواکو سره هم وګوري.
دغه وزارت یاد سفر مهم بللی، ځکه په وینا یې د انرژۍ نړۍوال فورم د سیمې او نړۍ د هېوادونو ترمنځ د همکارۍ، پانګونې او د انرژۍ د پراختیا په اړه د نظرونو د تبادلې مهم فرصت برابروي.
خبرپاڼه کاږي، عبداللطیف منصور به په دې سفر کې هڅې وکړي چې د اوبو او انرژۍ په برخو کې پانګونو ته ګډون کوونکي غړي هېوادونه وهڅوي.
د انرژۍ په نړۍوال فورم کې د دغه طالب چارواکي ګډون په داسې حال کې دی، چې د افغانستان تر نیمايي زیاته انرژي وارداتي ده.