طالبانو په فاریاب کې دوه کسان په درو وهلي

د طالبانو سترې محکمې خبر ورکړی، چې د فاریاب ولایت ابتدایه محکمې د پرېکړې له مخې یې دوه کسان په عام محضر کې د «نامشروع اړیکو» په تور په ۳۹-۳۹ درو وهلي دي. د یادې محکمې په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه کسان په یو کلن تنفیذي بند هم محکوم شوي دي.