په خوست کې د خوراکي توکو ١٩ هټۍ په لوړه بیه د توکو پلورنې له امله تړل شوې

د طالبانو د خوست ولایت چارواکو ویلي چې د یاد ولایت د نرخونو کنټرول او د احتکار د مخنیوي کمېسیون لهخوا د خوست ښار په بېلابېلو برخو کې د غلو، اوړو او نورو خوراکي توکو ١٩ هټۍ وتړل شوې. د دغو هټیو څښتنانو خپل توکي له وېشل شويو نرخنامو په لوړه بیه پلورل.




