• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ترکیې په ساحل کې د پناه‌غوښتونکو د کښتۍ د ډوبېدو له امله یوازې یو افغان ژغورل شوی دی

۲ لړم ۱۴۰۴ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۳:۴۶ GMT+۱تازه شوی: ۲ لړم ۱۴۰۴ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۴:۵۷ GMT+۱

په ترکیه کې د پناه‌غوښتونکو یوه ربړي کښتۍ د موغله ولایت په ساحلي اوبو کې ډوبه شوې چې له پېښې یوازې یو افغان ژوندی راوتلی. د یاد افغان په وینا په کښتۍ کې اتلس کسان سپاره وه او غوښتل یې چې اروپا ته لاړ شي.

ځایي چارواکو ویلي د پېښې له ځایه د ۱۴ کسانو مړي راېستل شوي او د ورکو کسانو لټون لا روان دی.

د موغله ولایت د والي دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د لټون ټیمونو تر اوسه د ۱۴ کسانو مړي له سمندر راېستلي او یو بل ژغورل شوی کس یې د «چلبی ټاپو» په سیمه کې موندلی دی.

په اعلامیه کې راغلي: «د ورکو کډوالو د موندلو لپاره د څلورو ساحلي څارنې بېړیو، یوه ځانګړې غوټه‌وهنې ډلې او یوه هلیکوپتر په مرسته عملیات روان دي.»

د پېښې افغان ژغورل شوي پناه‌غوښتونکي ویلي: «موږ له موغله څخه د شپې پر یو بجې وخوځېدو، کښتۍ ډېره کوچنۍ وه او له خلکو ډکه وه، لږ وروسته کښتۍ ته اوبه پورته شوې او هر څه په څو دقیقو کې پای ته ورسېدل.»

تر اوسه معلومه نده چې په کښتۍ کې نور سپاره د کومو هېوادنو وګړي وو.

د ترکیې د چارواکو په وینا، ډېری دا ډول پېښې هغه مهال رامنځته کېږي چې کډوال له ترکیې د ایجیېن سمندر له لارې یونان ته د تګ هڅه کوي.

د کډوالۍ د ادارې د معلوماتو له مخې، په ۲۰۱۹ کال کې په ترکیه کې نږدې ۴۵۵زره ناقانونه کډوال نیول شوي وو، چې ډېری یې افغانان او سوریایان وو.

د روان کال تر اکتوبر ۱۶مې نېټې پورې دا شمېر تر ۱۲۲ زرو ته پورته شوی دی.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

استانبول کې له طالبانو سره له افغانستان نه د ترهګریزو بریدونو د مخنیوي په موخه خبرې کېږي

۲ لړم ۱۴۰۴ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۲:۱۴ GMT+۱

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، سبا د شنبې په ورځ د ترکیې په پلازمېنه استانبول کې له افغان طالبانو سره د مذاکراتو دویم دور پیلیږي. هغه هیله څرګنده کړې چې طالبان به له نړیوالې ټولنې سره خپلې کړې ژمنې پوره کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر حسین اندرابي د اونیز خبري کنفرانس پرمهال ویلي، چې له افغان طالبانو سره د مذاکراتو دویم پړاو سبا د ترکیې په پلازمېنه استانبول کې ترسره کېږي.

نوموړي وویل:«د ترکیې په کوربه‌توب د اکټوبر په ۲۵مه په استانبول کې د راتلونکې غونډې په ترڅ کې به د څارنې د یو مشخص او تایید وړ میکانیزم د جوړولو خبرې وشي، ترڅو د ترهګرۍ ګواښ ته رسیدګي وشي. په دې خبرو کې به د افغانستان له خاورې څخه سرچینه اخیستونکې ترهګرۍ په اړه بحث وشي.»

پاکستان بار-بار افغان طالبان په دې تورن کړي چې ترهګرو ته یې د افغانستان په خاوره کې ځای ورکړی او په پاکستان کې ناامني له افغانستان څخه پلان کیږي، خو طالبانو هر ځلي دا تورونه رد کړي دي.

د پاکستان هوايي ځواکونو د تلې په ۱۷مه نېټه پر کابل ښار او د پکتیکا د برمل ولسوالۍ مرغۍ سیمه کې هوايي بریدونه وکړل.

پاکستان په غیر مستقم ډول ویلي و، چې د کابل په برید کې یې د ټي ټي پي مشر نور ولي مسید وژلی دی.

خو له یادو بریدونو څو ورځې وروسته د ټي ټي پي مشر نور ولي مسید په یوې تازه ویډیو کې، چې په غرنیو سیمو کې یې اخیستې وه وویل د خېبر پښتونخوا ایالت په خېبر ولسوالۍ کې اوسیږي او له خپلو قبایلي سیمو فعالیت کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند دا هم ویلي، چې پاکستان د یو مسوول حکومت په توګه سیمه ییزې سولې او ثبات ته ژمن دی او د تاوتریخوالي د زیاتیدو هڅه نه کوي.

نوموړي له افغان طالبانو څخه غوښتنه وکړه، چې له نړیوالې ټولنې سره دې پر خپلو کړو ژمنو عمل وکړي او د پاکستان اندېښنو ته دې رسیدګي وکړي.

طالبانو ژمنه کړې، چې د افغانستان خاوره به د هېڅ ګاوندي هېواد پر ضد نه کاریږي.

عبدالحکیم حقاني: له عصري علومو پرته د اسلامي نظام پیاوړتیا ناممکنه ده

۲ لړم ۱۴۰۴ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۰:۴۵ GMT+۱

د طالبانو د سترې محکمې رییس عبدالحکیم حقاني د لوړو زده کړو وزارت په یوې غونډه کې وویل، چې له عصري علومو پرته د اسلامي نظام پیاوړتیا او پلي کول ناممکن دي. هغه ټینګار کړی، چې نظام د خپل ثبات او دوام لپاره ځواک او پوهې ته اړتیا لري او دا ځواک د عصري علومو له لارې ترلاسه کېدای شي.

حقاني د تحصیلي سیسټم د پیاوړتیا برخه کې، د تحصیلي موادو اصلاح او بیا کتنې ته په اشارې سره وویل:« د اسلامي ارزښتونو او افغاني دود سره سم د درسي موادو چمتو کول، د اسلامي نظام تقویت لپاره محوري رول لوبوي، چې په بیا کتنې سره یې د تحصیلي نظام نورې برخې هم اصلاح کېږي.»

نوموړي د خپلو خبرو پرمهال د تحصیلي نظام پر پیاوړتیا ټینګار کړی.

همدارنګه عبدالحکیم حقاني زیاته کړې:« زموږ د افغانستان استادان ټول مسلمانان دي، د کار خلک دي او ښه خلک دي او څوک چې په دې ملک کې د اسلام سره نه وو جوړ ټول لاړل وتښتېدل او افغانستان یې پرېښود.»

عبدالحکیم حقاني دا څرګندونې داسې مهال کړي، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته دې ډلې ډېری مسلکي استادان له دندو ګوښه او پر ځای یې ملایان او قاریان د استادانو په توګه په پوهنتونو کې په دندې وګمارل.

د خوړو نړۍوال پروګرام: په هرو پنځو افغانانو کې یو یې له لوږې سره مخ دی

۲ لړم ۱۴۰۴ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۹:۳۴ GMT+۱

د خوړو نړۍوال پروګرام وايي، په افغانستان کې په پراخه کچه لوږه ډېره شوې ده. دغه سازمان ټینګار کړی، چې دا مهال په هرو پنځو افغانانو کې یو یې له لوږې سره مخ دی.

د خوړو نړۍوال پروګرام د جمعې په ورځ (د لړم دویمه نېټه) د ملګرو ملتونو د ۸۰مې کلیزې په مناسبت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې دوی شاوخوا له ۶۰ کالو راهیسې د افغانستان د خلکو تر څنګ ولاړ دي او په دې موده کې یې د افغانانو سره د خوړو د خونديتوب، ځان بسیاینې او نورو برخو کې مرستې کړې دي.

یاد نړۍوال پروګرام مرستندویه ټولنو او هېوادونو ته په خپل پیغام کې په افغانستان کې اړمنو خلکو سره د مرستو د زیاتوالي په اړه لیکلي:« ستاسو ملاتړ دغه لړۍ ژوندۍ ساتلې ده.»

د خوړو نړۍوال پروګرام د دوشنبې په ورځ (د تلې ۲۸مه) هم په افغانستان کې د لوږې د زیاتوالي په اړه خبرداری ورکړی و. دغه سازمان ویلي و، چې په افغانستان کې خوارځواکي په چټکۍ سره مخ په زیاتېدو ده؛ خو د بودجې د کمښت له امله دوی یوازې د اړمنو کسانو له یوې کوچنۍ برخې ملاتړ کولای شي.

دغه سازمان په غبرګولې میاشت کې اعلان کړی و، چې د ډېرو زیان منونکو افغان کورنیو د ملاتړ لپاره ۵۵۵ مېلیون ډالرو ته اړتیا لري.

په بغلان او کونړ ولایتونو کې د ټرافیکي پېښو له امله درې کسان مړه او لس نور ټپیان دي

۲ لړم ۱۴۰۴ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۹:۰۸ GMT+۱

په بغلان او کونړ ولایتونو کې په دوو جلا ټرافیکي پېښو کې ۳ کسان مړه او لس نور ټپیان دي. په بغلان ولایت کې د طالبانو د پولیسو ویاند شېر احمد برهاني ویلي، پېښه د مرکزي بغلان په «تپه پشه‌یي» سیمه کې هغه مهال شوې چې یو موټر له سړک نه واوښت او له امله یې یو کس مړ او پنځه نور ټپیان شول.

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس د کونړ ولایت لپاره د طالبانو د ټرافیکو مدیر صلاح‌الدین ایوبي په حواله لیکلي، چې یو سراچه ډوله موټر د اسمار ولسوالۍ د چپکو په سیمه کې له سړک اوښتی چې له امله یې دوه کسان مړه او ۶نور ټپیان شوي دي.

یادو سیمه‌ییزو چارواکو د دواړو پېښو لامل د موټر چلوونکو بې‌احتیاطي او د سرعت زیاتوالی بللی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې وړاندې د کابل د ټرافیکو په ریاست کې یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي و، چې د سږ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ټرافیکي پېښو په کچه کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د ټرافیکو په ریاست کې سرچینو ویلي و، چې د تېرو شپږو میاشتو په لړ کې د ټرافیکي پېښو له امله تر ۱۲۰۰ ډېر کسان مړه شوي دي.

د نړۍوال بانک راپور: ختیځ کې زلزلې خلکو ته د ۱۸۳مېلیونه ډالرو په ارزښت مالي زیانونه اړولي

۲ لړم ۱۴۰۴ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۸:۳۲ GMT+۱

نړۍوال بانک په یوه مفصل راپور کې ویلي، چې د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د وږي میاشتې زلزلې خلکو ته د نږدې ۱۸۳مېلیونه ډالرو په ارزښت اقتصادي تاوانونه اړولي دي. د راپور له مخې؛ دغه شمېر د افغانستان د ۲۰۲۳ مالي کال د ټول کورني تولید له یو سلنې ډېره برخه جوړوي.

په راپور کې راغلي، تر ټولو ډېر زیان د عامو وګړو کورونو ته رسېدلی چې ارزښت یې شاوخوا ۶۴.۱ مېلیونه ډالره اټکل شوی او د ټولو زیانونو ۳۵سلنه برخه جوړوي. ورپسې غیر استوګنیزو ودانیو ته شاوخوا ۴۵.۵مېلیونه ډالره زیان ور اوښتی دی. همدا راز د ۳۲.۷مېلیونه ډالرو په ارزښت سړکونه، پلونه، د برېښنا مزي او نور بنسټیز تاسیسات زیانمن شوي دي.

(د وږي میاشتې په ۹مه) نېټه شوې دغه زلزلې چې شدت یې ۶ درجې و، په ختیځو ولایتونو کې یې درنه مرګ‌ژوبله خلکو ته واړوله. تر ۲زرو ډېر کسان مړه او نږدې ۴زره نور یې ټپیان کړي وو.

د راپور له مخې؛ کونړ ولایت تر ټولو ډېر زیان لیدلی، چې ۱۳۴.۷ مېلیونه ډالره یې زیان اټکل شوی او د اوښتو زیانونو ۷۴سلنه جوړوي. ورپسې ننګرهار ولایت دی، چې ټول‌ټال ۴۲.۶مېلیونه زیان ور اوښتی دی. نړۍوال بانک لیکلي، چې زلزلې د روغتیا، زده‌کړو او اوبو رسولو تاسیساتو ته هم زیان رسولی، چې له امله یې د دغو خدماتو په وړاندې کولو کې خنډونه پیدا شوي دي.

راپور زیاتوي، د وږي میاشتې دغې زلزلې پراخې ویجاړۍ رامنځته کړې او د عامو وګړو ژوند یې سخت اغېزمن کړی. د اټکل له مخې؛ له ۵۰۰زرو تر ۱.۳مېلیونه انسانانو پر ژوند یې اغېز کړی دی.

راپور زیاتوي، چې (د سپټمبر تر ۲۵مې) نېټې زلزله کې د مړو شویو کسانو شمېر ۱۹۹۲ تنه ثبت شوی او دغه پېښه د ۱۹۹۸ کال راهیسې تر ټولو وژونکې زلزله ګڼل شوې ده. نړۍوال بانک وایي، دغه ناورین داسې مهال پېښ شوی چې په افغانستان کې نړۍوالې مرستې مخ په کمېدو دي او سیمه‌ییزې شخړې مخ په لوړېدو دي.