طالبانو ادعا وکړه، چې د پاکستاني ځواکونو پر امنیتي پوستو یې عملیات بریالي وو او یاد عملیات د افغانستان پر وخت د شپې دوولس بجې پای ته ورسېدل.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، له پاکستان سره په جګړه کې مولوي هبت الله د هېڅ کومې امنیتي ناستې مشري نه ده کړې او نه یې هم په دې موده کې د خپلو امنیتي ادارو له لومړۍ درجه مسوولانو سره لیدلي دي.
سرچینه زیاتوي: « د پاکستان د پوځ له لوري د افغانستان د حریم نقضولو او د افغانستان پر خاوره د هوايي برید د ځواب صلاحیت ملاهبت الله د خپلو امنیتي ادارو مسوولینو ته ورکړی و خو جکړه د ملایعقوب مجاهد په امر پیل شوه او د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د تاکتیکي مدیریت او د ځواکونو د تنظیم چارې د طالبانو د دفاع وزارت مرستیال قیوم ذاکر پرمخ وړلې.»
قیوم ذاکر چې د ایران سپاه او قدس ته نږدې څېره ګڼل کیږي او د هېواد په شمال کې د طالبانو ضد ډلو پر وړاندې فعال قوماندان دی، له پنجشیر ولایت څخه خپل یو شمیر ځواکونه ډیورنډ کرښې ته انتقال کړل.
د پاکستان د پوځ پرضد د طالبانو د څو ساعته عملیاتو له پای ته رسېدو وروسته، د تلې پر ۲۰مه په کندهار کې مېشت د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په کابل کې د حکومت د رسنیو په مرکز کې یوې خبري ناستې ته راڅرګند شو او اعلان یې وکړ، چې تېره شپه یې په بېلابېلو ولایتونو کې پر ډیورنډ کرښه د بریدونو په ترڅ کې ۵۸ پاکستاني پوځیان وژلي او ۳۰ نور یې ټپیان کړي دي. هغه وویل چې ۹تنه طالب جنګیالي هم وژل شوي او ۱۸نور ټپیان دي.
په کندهار کې دوو باخبره سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې ملاهبت الله د محدودو او تاکتیکي دفاعي عملیاتو پلوی و او تمه یې نه درلوده چې له اسلام اباد سره به یې جګړه وغځیږي او پاکستان به یو ځل بیا په کابل او پکتیکا کې بریدونه وکړي.
سرچینو وویل:« خپله یې نوره جګړه نه غوښته او نه یې رهبري کوله، خو ددې پلوی و چې که د پاکستان له خوا تیری تکراریږي باید ځواب ورکړل شي .»
سرچینې وايي، سره له دې، چې هبت الله د جګړې پرمهال له خپلو پوځي مسوولانو سره لیدنې نه درلودې، خو ددې ډلې د دفاع وزارت مرستیال قیوم ذاکر د جګړې په اړه وخت پر وخت معلومات ور کول.
په کابل کې د امنیتي سرچینو په وینا، د هبت الله ترڅنګ د ځينو طالب مشرانو وېره دا وه، چې که جګړه ادامه پیدا کړي نو د دوی د درندو وسلو زېرمې به تشې شي، خو کله چې په دوحه کې د منځګړتوب وړاندیز وشو، طالبانو د جګړې درولو لپاره دا غوره فرصت وباله.
که څه هم تر اوسه په ښکاره اوربند نه دی مات شوی خو پاکستان بیا هم ټینګار کوي، چې تحریک طالبان پاکستان د خپلو بریدونو لپاره د افغانستان خاوره کاروي. طالبان دغه ادعا ردوي او ټینګار کوي، چې هېڅ وسله والې ډلې ته به اجازه ورنه کړي، چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو خلاف وکاروي.
د تلې پر ۱۷مه پر کابل د پاکستان له هوايي بریدونو وروسته داسې اوازې خپرې شوې، چې په برید کې د ټي ټي پي د مشر مفتي نور ولي موټر په نښه شوی، خو له اوربند وروسته د پاکستاني طالبانو مشر یو ویډیويي پیغام خپور کړ، چې دی په کابل کې نه دی او د خیبر پښتونخوا ایالت په خیبر ولسوالۍ کې اوسیږي.
له کندهار او کابل نه دوو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې طالبان په ترکیه کې د دویم پړاو خبرو لپاره په مشورو بوخت دي، چې څنګه د ګډ میکانیزم ناستې ته له اسنادو او مسلکي ډلې سره لاړ شي.
په وروستیو ورځو کې د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیزې مرکې زیاتې شوې دي او پر دې ټینګار کوي، چې طالبان د پاکستان پر وړاندې نرمه پالیسي لري او نه غواړي د اسلام اباد په کورنیو چارو کې مداخله وکړي.
د شنونکو په باور، طالبان به په استانبول ناسته کې هم په دې ټینګار وکړي، چې ټي ټي پي د پاکستان داخلي مساله ده او دوی د تېر په څېر په دې برخه کې یوازې د خبرو اترو په برخه کې مرسته کولای شي.