د ایران د بهرنیو چارو وزارت د حقوقي او نړۍوالو چارو مرستیال کابل ته ورسېد

د ايران د بهرنیو چارو وزارت د حقوقي او نړۍوالو چارو مرستیال کاظم غريب‌ ابادي یکشنبه د (لړم ۴مه) کابل ته ورسید. په کابل کې د ايران سفارت ویلي، چې د هغه د سفر موخه له طالبانو سره د پولو، اوبو او قضايي همکاریو په اړه خبرې کول دي.