• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستانۍ سرچینې: طالبان له پاکستان سره د کتبي هوکړې له لاسلیک کولو ډډه کوي

۵ لړم ۱۴۰۴ - ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۰:۱۱ GMT+۰

د ترکیې په استانبول کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د خبرو درېیمه ورځ وروستیو ساعتونو ته رسېدلې، خو لا تراوسه د دواړو لوریو ترمنځ هېڅ هوکړه نه‌ده شوې. د پاکستان رسنیو هم د رسمي سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې طالب پلاوي له اسلام‌اباد سره د هر ډول هوکړې له لاسلیک کولو ډډه کوي.

طالبانو لا تراوسه په استانبول کې د مذاکراتو د پرمختګ د څرنګوالي او یا هم پر وړاندې یې د ستونزو په تړاو څه جزییات نه دي ورکړي او یوازې یې دومره ویلي، چې د مذاکراتو فضا دوستانه ده.

د اکسپرېس ټربیون ورځپاڼې د راپور له‌مخې، د طالب او پاکستان پلاویو ترمنځ له اوږدو خبرو سره سره لا تراوسه هم په دغو مذاکراتو کې د پرمختګ څه نښې نښانې نه لیدل کېږي. د دغې ورځپاڼې په وینا، طالبان پر «نه انعطاف منونکي» دریځونو ولاړ دي او ان چمتو نه‌دي چې هوکړې کتبي بڼې ته واړول شي.

دغه مذاکرات د ترکیې په کوربتوب او د قطر په منځګړیتوب په استانبول کې روان دي.

یادې ورځپاڼې زیاته کړې، ‌دغه پړاو مذاکرات له دوو ورځو اوږدو خبرو وروسته لا هم له مشخصې پایلې پرته دوام لري.

د دوشبنې په ورځ (د لړم ۵مه) افغان او پاکستاني سرچینو وویل، په دغو مذاکراتو کې د طالبانو سخت دریځ د استانبول خبرو بهیر له ګواښ سره مخ کړی دی. طالب پلاوی په افغانستان کې د ټي‌ټي‌پي حضور او له افغان خاورې یې د استفادې مساله نه مني. دا په داسې حال کې ده، چې د دغو خبرو یو له اصلي موضوعګانو له افغان خاورې د ټي‌ټي‌پي استفاده او پر پاکستاني ځواکونو بریدونه دي.

طالبانو په وار وار ویلي، چې ټي‌ټي‌پي په افغانستان کې نشته او دغه ډله په پاکستان کې ده او هلته پر خپلو فعالیتونو بوخته ده.

تر دې مخکې پاکستاني چارواکو ویلي و، چې د اسلام‌اباد دریځ روښانه دی، «له ترهګرو ډلو د طالبانو ملاتړ» باید ودرول شي او افغان خاوره باید د پاکستان پر ضد ونه‌کارول شي.

له دې سره سم، ترکیه او قطر چې د دواړو لوریو ترمنځ منځنګړي دي د دغو خبرو د دوام هڅې کوي. اکسپرېس ټربیون ویلي، طالبانو له امریکا سره هم په هوکړه کې ژمنه کړې وه، چې افغان خاوره به د بل هېڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي او په وینا یې اوس پاکستان غواړي طالبان پر دغې کړې ژمنې عمل وکړي.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ د خبرو دویم پړاو د دوشنبې په ورځ (د لړم ۵مه) د درېیمې ورځې لپاره په استانبول کې دوام وموند.

د دغو مذاکراتو لومړی پړاو د تلې پر ۲۶مه په دوحه کې د طالبانو او پاکستان د دفاع وزیرانو او د استخباراتو د رییسانو ترمنځ ترسره شو او په پایله کې یې یوه ابتدايي هوکړه هم لاسلیک شوه.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

ملګرو ملتونو په بامیان کې د ښځو لپاره د پراختیايي پروګرامونو پر دوام ټینګار وکړ

۵ لړم ۱۴۰۴ - ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۹:۴۱ GMT+۰

په افغانستان کې د ښځو لپاره د ملګرو ملتونو د دفتر رييسې مېرمن سوسن د بامیان ولایت لپاره د طالبانو له والي سره په کتنه کې دغه ولایت کې په اقتصادي او سیمه‌ییزو چارو کې د ښځو د ظرفیت لوړونې او د پراختیايي پروګرامونو پر دوام او همداراز په دې برخه کې د همکاریو پر لا تقویت ټينګار وکړ.

د بامیان ولایت د رسنیو دفتر د دوشنبې په ورځ (د لړم ۵مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، مېرمن سوسن په دې کتنه کې په ډاګه کړه، چې په بامیان کې د ښځو سوداګریزې چارې د دولتي بنسټونو دومداره ملاتړ ته هم اړتیا لري.

په دې کتنه کې د بامیان ولایت د طالبانو والي عبدالله سرحدي وویل، چې په بامیان کې د اسلامي اصولو په چوکاټ او خوندي چاپېریال کې د ښځو لپاره د اقتصادي فعالیتونو زمینه برابره شوې ده. نوموړي د ښځینه سوداګرو د اړتیاوو په اشاره سره د ښځو د لاسي صنایعو او سیمه‌ییزو تولیداتو له بازارګوټو د ملاتړ او همداراز په ملي او نړیوالو بازارونو کې د هغوی لپاره د بازار موندنې غوښتنه وکړه.

عبدالله سرحدي همداراز د ملګرو ملتونو له دغه پلاوي د بند امیر ملي پارک د بیارغونې او پراختیا په برخو کې د همکاریو غوښتنه وکړه او د دغه پارک په شاوخوا کې د زرغونو سیمو، مناسبو دوکانونو او د سیلانیانو د اوسېدنې لپاره د معیاري ځایونو جوړېدل د یاد پارک اساسي اړتیاوې په ګوته کړې.

نوموړي همداراز د دغه ولایت په مرکز کې د څښاک پاکو اوبو کمښت ته په نغوتې سره له ملګرو ملتونو وغوښتل، چې ښاري او دولتي ادارو ته له اهنګرانو درې د اوبو د لېږد په برخه کې هم ورسره همکاري وکړي.

په افغانستان کې د ښځو لپاره د ملګرو ملتونو د دفتر رييسې مېرمن سوسن هم ژمنه وکړه، چې دغه غوښتنې به له نورو تمویل کوونکو نړۍوالو سازمانونو سره شریک کړي او یو ځل بیا یې په ډاګه کړه، چې ملګري ملتونه د ښځو د سوداګریزو چارو ودې او د ښځو د اقتصادي ځواکمنتیا کچې لوړولو ته ژمن دي.

د بامیان والي په داسې حال کې د بند امیر د بیارغونې او پراختیا غوښتنه کړې، چې طالبان د بند امیر په ګډون پارکونو ته د ښځو پر تګ بندیز لګولی او د بامیان د رسنیو دفتر پر خپله اېکس پاڼه په خپاره شوي عکس کې د مېرمن سوسن تصویر هم نه دی راوستی.

د افغانستان والیبال ملي لوبډلې د لومړي ځل لپاره د مرکزي اسیا سیالیو پایلوبې ته لار ومونده

۵ لړم ۱۴۰۴ - ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۹:۲۸ GMT+۰

د افغانستان د والیبال ملي لوبډلې د مرکزي اسیا د والیبال سیالیو په پنځمه لوبه کې کوربه لوبډلې بنګله‌دېش ته ماتې ورکړه. د هېواد د والیبال ملي لوبډلې د ۳ پر ۱ پایلې په ترلاسه کولو سره د لومړي ځل لپاره د دغو سیالیو پایلوبې ته لار وموندله.

لوبه په لومړي پړاو کې د بنګله‌دېش په بریا سره پیل شوه، خو افغان لوبغاړو په پرله‌پسې توګه درې نور پړاونه وګټل او سیاله لوبډله یې ماتې ته اړ کړه.

اوس به افغانستان سبا د سیالیو په پایلوبه کې د ترکمنستان پر وړاندې میدان ته ووځي.

ملي لوبډلې له دې وړاندې په دغو سیالیو کې د نیپال او مالدیف پر وړاندې درې ـ صفر بریاوې ترلاسه کړې وې، خو د سریلانکا او ترکمنستان پر وړاندې یې ماتې منلې وې.

د سریلانکا پر وړاندې د درې ـ دوه ماتې له امله افغانستان لس امتیازونه ترلاسه کړل او د نوملړ له مخې د پایلوبې پړاو ته ورسېد.

ټاکل شوې، چې د مرکزي اسیا د والیبال سیالیو پایلوبه سبا ترسره شي، چې پر دې سره افغانستان یوازې یو ګام له تاریخي اتلولۍ لرې دی.

د بشري حقونو څارونکی بنسټ: ایران کې د پژواک نیول کېدل له بشري حقونو ښکاره سرغړونه ده

۵ لړم ۱۴۰۴ - ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۸:۵۲ GMT+۰

د افغانستان د بشري حقونو څارونکی بنسټ وایي، څو ورځې کېږي چې ایراني پولیسو د افغان مېرمنو او بشري حقونو فعاله حلیمه پژواک نیولې ده. دغه بنسټ د اغلې پژواک نیول کېدل غندلی او دا یې له بشري حقونو څخه ښکاره سرغړونه بللې ده.

حلیمه پژواک چې کلونه یې د ښځو، اقلیتونو او مدني ازادیو د دفاع په برخه کې فعالیت کړی، د وروستیو معلوماتو له مخې له پرون راهیسې د ایران د امنیتي ځواکونو له‌خوا نیول شوې او په بند کې ده.

هغه د خپلو څو نورو ملګرو سره یو ځای د ایران په شمالي سیمه کې هغه وخت ونیول شوه، چې امنیتي ځواکونو پر یوه استوګنځي چاپه ووهله.

تر نیول کېدو وروسته، اغلې پژواک لومړی د سیمې د امنیتي ادارې مرکز ته ولېږدول شوه او وروسته بیا د ویزې او د استوګنې اسنادو د نشتوالي له امله د کډوالو لنډمهالي توقیف کمپ ته وړل شوې ده. سرچینې خبرداری ورکوي، چې که بېړنۍ قانوني هڅې و نه شي نو ښایي هغه د ایران د خراسان ولایت د کډوالو پنډغالي ته ولېږدول شي او ان په زوره افغانستان ته وشړل شي، چې دا به یې د مرګ له ګواښ سره مخامخ کړي.

یاد بنسټ وایي، چې د پژواک نیول د بیان او سوله‌ییز فعالیت د ازادۍ ښکاره نقض دی او موخه یې د بشري حقونو د مدافعینو د غږونو خاموشه کول دي.

100%

دغه سازمان همدارنګه د هغې د ځای، وضعیت او چلند د روڼتیا د نشتوالي په اړه ژوره اندېښنه څرګندوي او وايي، شونې ده چې حلیمه پژواک له ناسم چلند، شکنجې یا جبري ورکېدو سره مخ شي.

یاد سازمان د حلیمه پژواک د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه کړې او له ایراني چارواکو یې غوښتي، چې د هغې د بند ځای څرګند کړي او کورنۍ او قانوني استازي ته یې د لاسرسي زمینه برابره کړي.

طالبانو تر اوسه په هېواد کې ۴۰۰۰ نقطې په نښه کړي چې پراختیايي پروژو پلې کېدو ته اړتیا لري

۵ لړم ۱۴۰۴ - ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۸:۳۵ GMT+۰

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ملي ادارې رييس نورالدین ترابي د دوشنبې په ورځ (د لړم ۵مه) په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام (UNDP) له رييس سټېفن رودریګز او مل پلاوي سره په کتنه کې وویل، تر اوسه یې ۴۰۰۰ هغه نقطې مشخصې کړي چې پراختیايي پروژو ته اړتیا لري.

نورالدین ترابي په دې کتنه کې زیاته کړه: «له دې منځه بیا د ۸۰۰ پروژو د طرحو او ډیزاین چارې مو خلاصې کړي، څو سازمانونه او مؤسسې پرې کار وکړي.»

دغې ادارې د دغو مشخصو شویو نقطو د موقعیت او څرنګوالي په تړاو جزییات نه دي ورکړي.

د دغې ادارې د خبرپاڼې له‌مخې، په دې کتنه کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام رييس سټېفن رودریګز په چارو کې له چټکتیا مننه وکړه او زیاته یې کړه: «دغه لېستونه به موږ ته راکړئ چې ددې ادارې د انجینرانو له‌خوا شاوخوا ۴۰۰۰زره نقطې معلومې شوې دي.»

په دې کتنه کې دواړو لورو ژمنه وکړه، چې په ګډه به هغه ستونزې له منځه یوسي چې د چارو پر وړاندې یې خنډونه رامنځته کړي، څو خلکو ته اساسي خدمات ورسول شي.

ندامحمد ندیم: په هلمند کې له نشه‌یي توکو د پاک افغانستان غونډې جوړېدل تاریخي فرصت دی

۵ لړم ۱۴۰۴ - ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۸:۰۰ GMT+۰

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندامحمد ندیم په هلمند پوهنتون کې «له نشه‌یي توکو پاک افغانستان» تر سرلیک لاندې غونډه تاریخي فرصت وباله او زیاته یې کړه: «دغه کنفرانس موږ ته ښه چانس برابر کړى، چې خپلو خلکو ته لا زیات عامه پوهاوی ورکړو.»

له نشه‌يي توکو د پاک افغانستان تر سرلیک لاندې ۳ ورځنۍ غونډه نن (دوشنبه د لړم ۵مه) د هلمند پوهنتون په کوربتوب پيل شوه او موخه یې له افغانستان څخه د دې ناوړه پديدې ورکول او خلکو ته يې د زیانونونو په اړه معلومات ورکول په ګوته شوي دي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندامحمد ندیم، دغه غونډه تاریخي فرصت وباله او زیاته یې کړه، «اوس مهال په افغانستان کې څو ډوله اعتیاد موجود دی، یو د نشه يي توکو کرکېله، د نشه یي توکو تجارت او بل د نشه یي توکو کرایه کشي ده.» او په وینا یې ولس باید له هر ډول اعتیاد څخه لاس په سر شي او بدیل کښت ته یې پاملرنه وکړي.

په دې غونډه کې یو شمېر نورو طالب چارواکو هم نشه‌يي توکي د يوې ټولنې د تباهۍ اسباب وبلل او ټولو خلکو ته يې په ځانګړي توګه ځوان نسل ته له دې ناوړه عمل څخه د ډډه کولو لارښوونې وکړې.

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت وایي، دغه کنفرانس د ملاهبت الله د فرمانونو په رڼا کې د نشه‌یي توکو نړۍوالې پدېدې د مخنیوي په موخه جوړ شوی دی.

د طالبانو د هلمند پوهنتون رییس له سوداګرو غوښتي، چې د نشه‌یي توکو په مخنیوي سره راتلونکو نسلونو ته د سوداګرۍ او پانګونې سالمې لارې پرانیزي.

دغه غونډه به ۲ نورې ورځې هم دوام ومومي او پکې به د نشه‌یي توکو د مخنیوي پر لارو چارو څېړنیزي مقالې وړاندې شي او پایلې به یې له اړوندو مسوولانو سره شریکي شي.

«له نشه یي توکو پاک افغانستان» غونډه په داسې حال کې ده، چې لا هم ځینې هېوادونه پر افغانستان تور پورې کوي، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو را وروسته هم د نشه يي توکو په قاچاق کې هېڅ کمښت نه دی راغلی.