د برازیل د پخواني ولسمشر وکیلانو د هغه د ۲۷کلن بند د مودې کمېدو غوښتنه کړې

د برازیل د پخواني ولسمشر لویز اناسیو لولا ډيسلوا وکیلانو د دغه هېواد له سترې محکمې غوښتنه کړې، چې د نوموړي د بند موده کمه کړي. هغوی سترې محکمې ته په لېږلي غوښتنلیک کې ویلي، چې د لویز د محکومیت په پرېکړه کې ژورې تېروتنې شوې او هغه ته اورول شوې سزا ناعادلانه ده.




