طالبانو له مرستندویه ادارو او خیریه بنسټونو غوښتي چې ستنېدونکو سره د مرستو لپاره چمتو شي

په ننګرهار کې د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رییس باز محمد عبدالرحمن په تورخم ښارګوټي کې د بېرته ستنېدونکو له پنډغالي څخه د لیدنې پر مهال له مرستندویه ټولنو، خیریه بنسټونو او سوداګرو نه غوښتي چې د مرستو لپاره دې چمتو اوسي.




