د تاجکستان وارداتي برېښنا بېرته وصل شوه، خو د ازبکستان پر نښلولو کار روان دی

د طالبانو د برېښنا شرکت وايي، په شمالي ولایتونو کې د تېرې شپې د زلزلې له امله له تاجکستان او ازبکستان څخه وارداتي برېښنا پرې شوې وه، خو نن مازدیګر مهال د تاجکستان وارداتي برېښنا بېرته له شبکې سره وصل شوې، خو لا تر اوسه د ازبکستان د ۲۲۰ کیلو ولټ انتقالي مزی نه دی نښلول شوی.