• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
لوبې

د افغانستان د ښځینه‌و والیبال ملي لوبډلې د ترکیې پر وړاندې ماتې وخوړه

۱۴ لړم ۱۴۰۴ - ۵ نومبر ۲۰۲۵، ۰۷:۴۲ GMT+۰

د اسلامي هېوادونو ترمنځ د همغږۍ سیالۍ تېره ورځ د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض ښار کې پیل شوې. د دغه سیالیو په لومړۍ لوبه کې د افغانستان د ښځینه‌و والیبال ملي لوبډلې د ۳ـ۰ په توپیر د ترکیې پر وړاندې ماتې وخوړه.

د ویزو ستونزو له کبله د یادې لوبډلې یوازې اته لوبغاړې تېره ورځ د لوبو ډګر ته ښکته شوې. د افغانستان د والیبال فدراسیون منشي خوشحال ملکزي تر دې وړاندې ویلي و، له ۱۲ټاکل شویو لوبغاړو څخه یوازې اته لوبغاړې تر اوسه ریاض ته رسېدلې دي.

د معلوماتو پربنسټ؛ د افغانستان د والیبال په ښځینه‌و ملي لوبډله کې د افغانستان دننه او بهر لوبغاړې برخه لري. د اسلامي هېوادونو ترمنځ د همغږۍ په سیالیو کې د افغانستان، ترکیې، ایران او اذربایجان لوبډلو ګډون کړی دی.

100%

ترویج لرونکی

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي
۱

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي

۲

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی

۳

سرچینې: په کندهار کې د مولوي هبت‌الله په مشرۍ د طالبانو د کابینې غونډه شوې

۴

پر ډیورنډ کرښه تړلې لارې؛ پاکستان خپلې سوداګریزې لارې بدلوي

۵

د ایران مشهد کې د افغان ښځو یوې شبکې د هرات له ښځینه‌ معترضینو خپل ملاتړ اعلان کړ

•
•
•

نور کیسې

میرویس عزیزي د فوټسال ملي لوبډلې ته یو میلیون افغانۍ اعلان شوې جایزه وسپارله

۱۳ لړم ۱۴۰۴ - ۴ نومبر ۲۰۲۵، ۲۱:۰۶ GMT+۰
میرویس عزیزي د فوټسال ملي لوبډلې ته یو میلیون افغانۍ اعلان شوې جایزه وسپارله
100%

د طالبانو د المپیک، بدني روزنې او سپورټ لوی رییس وایي، د عزیزي سوداګریز ګروپ مشر میرویس عزیزي د افغانستان ۱۷ کلنه فوټسال ملي لوبډله د یوې غونډې پر مهال وستایله او د یو میلیون افغانیو جایزه یې هم ورکړه.

د طالبانو د المپیک، بدني روزنې او سپورټ لوی رییس احمدالله وثیق په وینا، ورزش یوازې د سیالۍ او تفریح نوم نه دی، بلکې د ملت د ژوند، ځواک او امید نښه ده. هغه زیاته کړې: «دا هغه ډګر دی چې د هېواد زامن پکې خپلې وړتیاوې ښیي او په نړۍوال سټیج د افغانستان نوم لوړوي.»

نوموړي له سوداګرو، پانګوالو او ملي بنسټونو وغوښتل، چې د ورزش او ورزشکارانو ملاتړ خپل ملي مسوولیت وګڼي. هغه زیاته کړې: «د ورزشکارانو ملاتړ د هېواد د ملي قوت، نړۍوال وقار او راتلونکي نسل لپاره د باور پانګه‌ ده.»

وثیق ټینګار وکړ، دا اصل باید پیاوړی شي چې ورزش د ملت د یووالي محور دی.

یاده دې وي، چې د افغانستان د ۱۷ کلنو فوټسال ملي لوبډلې د روان کال د لړم په ۹مه نېټه د ایران لوبډلې ته ۲ پر ۱ ماتې ورکولو سره د لومړي ځل لپاره د اسیا د فوټسال د اتلولۍ جام ترلاسه کړ.

د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې په ۹ ګولونو له تاجکستان نه لوبه وګټله

۱۳ لړم ۱۴۰۴ - ۴ نومبر ۲۰۲۵، ۱۱:۰۳ GMT+۰
د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې په ۹ ګولونو له تاجکستان نه لوبه وګټله
100%

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې«لویان»د اسلامي هېوادونو د یووالي سیالیو په لړ کې په خپله لومړۍ لوبه کې د تاجکستان لوبډله د ۵ پر وړاندې په ۹ ګولونو ماته کړه.

دغه لوبه نن سې شنبه، د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې ترسره شوه.

د افغانستان له لوري، مرتضی حسېني درې ګولونه، اکبر کاظمي دوه ګولونه، عباس حیدري دوه ګولونه، مهدي نوروزي او مرتضی جعفري هر یوه یو یو ګول وواهه.

افغانستان په دې سیالیو کې د دویمې ډلې برخه دی چې ورسره ایران، تاجکستان او مراکش شامل دي.

د فوټسال افغان لوبډلې راتلونکې لوبه به د پنجشنبې په ورځ د ایران د فوټسال له ملي لوبډلې سره ترسره شي.

د افغانستان د ښځینه‌و والیبال ملي لوبډله نن له ترکیې سره لوبه کوي

۱۳ لړم ۱۴۰۴ - ۴ نومبر ۲۰۲۵، ۰۴:۴۱ GMT+۰
د افغانستان د ښځینه‌و والیبال ملي لوبډله نن له ترکیې سره لوبه کوي
100%

د اسلامي هېوادونو ترمنځ د همغږۍ سیالیو په لړ کې نن د افغانستان د ښځینه‌و والیبال ملي لوبډله له ترکیې سره لوبه کوي. دغه لوبه نن د افغانستان پر وخت د مازیګر په پنځه بجو پیلېږي.

دغه سیالۍ نن د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض ښار کې پیلېږي. په یادو سیالیو کې د ګډون لپاره ډېری افغان لوبغاړې سعودي عربستان ته رسېدلې؛ خو ځینې هغه یې د ویزو د ستونزو له کبله تراوسه هم له لوبډلې سره نه‌دي یوځای شوې.

د افغانستان د والیبال فدراسیون منشي خوشحال ملکزي ویلي، له ۱۲ټاکل شویو لوبغاړو څخه یوازې اته لوبغاړې تر اوسه ریاض ته رسېدلې دي. د والیبال فدارسیون د مسوولینو په خبره، که څه هم افغان ښځینه ملي لوبډلې پرله‌پسې تمرینونه کړي او د سیالیو لپاره چمتو ده؛ خو لومړنۍ لوبه یې له پیاوړې لوبډلې سره ده.

د معلوماتو پربنسټ؛ د افغانستان د والیبال په ښځینه‌و ملي لوبډله کې د افغانستان دننه او بهر لوبغاړې برخه لري. د اسلامي هېوادونو ترمنځ د همغږۍ په سیالیو کې د افغانستان، ترکیې، ایران او اذربایجان لوبډلو ګډون کړی دی.

افغان کرېکټ بورډ وايي له دوو جګپوړو بهرنیو روزونکو سره یې همکاري پای ته رسیږي

۱۲ لړم ۱۴۰۴ - ۳ نومبر ۲۰۲۵، ۱۲:۳۷ GMT+۰
افغان کرېکټ بورډ وايي له دوو جګپوړو بهرنیو روزونکو سره یې همکاري پای ته رسیږي
100%

د افغانستان کرېکټ بورډ اعلان کړی چې د ملي لوبډلې د مشر روزونکي جناتن ټراټ او د توپوهنې روزونکي انډریو پوټیک دندې به تر ټاکل شویو نیټو وروسته، پای ته رسېږي.

د کرېکټ بورډ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د جناتن ټراټ دنده به د ۲۰۲۶ کال د شل اوریز نړیوال جام له ختمېدو وروسته، او د انډریو پوټیک دنده به د روان کال د ډسمبر په پای کې رسمي پای ته ورسېږي.

په خبرپاڼه کې راغلي، جناتن ټراټ چې په ۲۰۲۲ کال کې د افغانستان د ملي لوبډلې مشر روزونکی ټاکل شوی و، د لوبډلې د سیالۍ وړتیا لوړولو، د تاریخي بریاوو تر لاسه کولو او د نړیوالو سیالیو پر لور د افغانستان د پرمختګ په برخه کې مهم رول لوبولی دی.

د کرکټ بورډ عمومي رییس میرویس اشرف ویلي:«د جناتن ټراټ هڅې د افغانستان د کرکټ د پرمختګ لپاره ډېرې ارزښتناکې وې، او هیله لرو چې په راتلونکو چارو کې بریالی وي.»

د بورډ اجرایوي رییس نصیب خان هم ټینګار کړی چې له ۲۰۲۶ کال وروسته به د ملي لوبډلې په رهبري او جوړښت کې یو شمېر بدلونونه راشي، څو د افغانستان کرکټ د لا پراختیا پر لور ګام واخلي.

په ورته وخت کې، د توپوهنې روزونکی انډریو پوټیک به، چې د ۲۰۲۴ کال له جنوري راهیسې له ملي لوبډلې سره کار کوي، د دسمبر تر ۳۱مې پورې خپله دنده پای ته ورسوي.

د کرکټ بورډ د نوموړي د همکارۍ او هڅو مننه کړې ده.

جناتن ټراټ ویلي چې د افغانستان له ملي لوبډلې سره کار کول دده لپاره ویاړ و.

د افغانستان کرکټ بورډ ویلي چې د ۲۰۲۶ کال د شل اوریز نړیوال جام له پای ته رسېدو وروسته به د نوي مشر روزونکي د ټاکلو پروسه پیل کړي.

د هند د ښځو کرېکټ لوبډله د سوېلي افریقا په ماتولو سره د ښځو د نړۍوال جام اتله شوه

۱۱ لړم ۱۴۰۴ - ۲ نومبر ۲۰۲۵، ۲۰:۱۸ GMT+۰
د هند د ښځو کرېکټ لوبډله د سوېلي افریقا په ماتولو سره د ښځو د نړۍوال جام اتله شوه
100%

د هند د ښځو کرېکټ لوبډلې په نړۍوال جام کې د سوېلي افریقا لوبډلې ته د ۵۲ منډو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه. دغه سیالۍ د هند د نوې ممبۍ په لوبغالي کې تر سره شوې، چې ۸ لوبډلو په کې برخه اخیستې وه.

د هند او سوېلي‌ افریقا ښځينه کرېکټ لوبډلو د پایلوبې پچه سوېلي افریقا وګټله او لومړی یې د ډګر ساتنې پرېکړه وکړه.

د هند د ښځو کرېکټ لوبډلې په پنځو اورونو کې د خپلو ۷ لوبغاړو په سوځېدو سیالې لوبډلې ته د ۲۹۹ منډو هدف وټاکه.

سوېلي افریقا لوبډلې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو په ۳۵.۳ اور کې ۲۴۶ منډې جوړې کړې او د ۵۲ منډو په توپير یې ماتې وخوړه.

د هند د ښځو کرېکټ لوبډلې په نیمه پایلوبه کې اسټرالیا لوبډلې ته د ۵ ویکټو په توپير ماتې ورکړې وه.

د هند د ښځو کرېکټ لوبډلې د دې سیالیو اتلولي په ځانګړو مراسمو سره ونمانځل شوه.

دې سیالیو ته د هند د کرېکټ ملي لوبډلې یو شمېر مشهور لوبغاړي هم ورغلي و.