• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په پنځو ولایتونو کې ۱۷ کسان د غلا او عامه نظم ګډوډولو په تړاو نیولي دي

۱۴ لړم ۱۴۰۴ - ۵ نومبر ۲۰۲۵، ۰۷:۰۱ GMT+۰

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې ځواکونو یې په بېلابېلو عملیاتو کې په هرات، فراه، فاریاب، کندوز او لغمان ولایتونو کې ۱۷ کسان د غلا او عامه نظم ګډوډولو په تړاو نیولي دي.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې له دې ډلې ۴کسان په کندوز، ۶ هرات، ۲ فاریاب او یو کس په فراه ولایت کې نیول شوی دی. خبرپاڼه زیاتوي، د لغمان ولایت مرکز کې څلور نور کسان د عامه نظم ګډوډولو او د غلا په تور نیول شوي.

ترویج لرونکی

د طالبانو پخواني چارواکي د ملي بیرغ په ورځ د درې‌رنګه بیرغ ستاینه کړې
۱

د طالبانو پخواني چارواکي د ملي بیرغ په ورځ د درې‌رنګه بیرغ ستاینه کړې

۲

پاکستان د ۱۶۰۰۰ افغان کډوالو د استوګنې موده وغځوله

۳

طالبانو: د غوري سمنټو فابریکه هره ورځ ۷۰۰ ټنه سمنټ تولیدوي

۴

طالبي ګومارنې؛ ملاهبت الله د طالبانو د استخباراتو یو کارکوونکی د پکتیکا پوهنتون رییس ټاکلی

۵

پاکستان د افغانستان امنیتي وضعیت ارزونې لپاره خپل سفیر اسلام‌اباد ته وربللی

•
•
•

نور کیسې

اندریکا راتوت: نړۍواله ټولنه باید ۹۰۰ کلن جام منار وژغوري

۱۴ لړم ۱۴۰۴ - ۵ نومبر ۲۰۲۵، ۰۵:۵۰ GMT+۰
100%

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د ځانګړې استازې مرستیال ښاغلي اندریکا راتوت په غور ولایت کې د شاوخوا ۹۰۰ کلن پخواني جام منار څخه لیدنه کړې او ټینګار یې کړی، چې نړۍواله ټولنه باید د دغه تاریخي میراث د ژغورنې لپاره سملاسي اقدام وکړي او د له‌منځه تلو مخه یې ونیسي.

انډریکا راټوټ د دغه سفر پرمهال د ملګرو ملتونو له استازو او سیمه‌ییزو چارواکو سره د یاد منار د ساتنې په اړه خبرې کړې دي. هغه ویلي:« دغه تاریخي منار نه یوازې د افغانستان د فرهنګي شتمنۍ برخه دی؛ بلکې د نړۍوالې ټولنې لپاره هم ارزښتناکه میراث ګڼل کېږي، چې ژغورنه یې زموږ ګډ مسوولیت دی.»

انډریکا راټوټ ټینګار کړی، چې نړۍواله ټولنه باید له ځنډ پرته د دغه ۹۰۰ کلن تاریخي منار د زیان رسېدو او له‌منځه تلو ګواښ مخه ونیسي؛ څو دغه میراث راتلونکو نسلونو ته خوندي پاتې شي.

جام منار چې د ۱۲مې پېړۍ په منځ کې جوړ شوی او شاوخوا ۶۵ متره لوړوالی لري، د اسلامي فن او معمارۍ بې‌سارې بېلګه ګڼل کېږي. د جام لرغونی ځای په ۲۰۰۲ کال کې د افغانستان د لومړي نړۍوال میراث په توګه وپېژندل شو. همدارنګه د منار د ساتنې د ناسم حالت او د لوټ کېدو د پایلو له امله، دا د یونسکو د نړۍوال میراث په نوملړ کې ثبت شو.

د ملګرو ملتونو د فرهنګي میراث ساتنې ادارې (یونسکو) له‌خوا پر اېکس پاڼه لیکل شوي چې، دوامداره هڅې او نړۍوال ملاتړ د جام منار د اوږدمهاله ساتنې لپاره اړین دي.

د ایران د ښوونې وزارت: هېڅ کډوال ماشوم باید له زده‌کړو بې‌برخې پاتې نه‌شي

۱۴ لړم ۱۴۰۴ - ۵ نومبر ۲۰۲۵، ۰۳:۲۶ GMT+۰
100%

د ایران د ښوونې او روزنې وزارت تازه خپلو ادارو ته سپارښتنه کړې، چې په هېڅ صورت کې باید د کډوالو ماشومانو او په ځانګړې توګه د افغان کډوالو د زده‌کړې لړۍ ونه درېږي. دغه وزارت خپلو څلورو ولایتونو ته امر کړی، چې له زده‌کړو پاتې کډوال ماشومان دې بېرته ښوونځیو کې شامل کړي.

د ایران د ښوونې او روزنې وزارت په یوه نوي مکتوب کې د سیستان‌بلوچستان، فارس، قزوین او قم د ښوونې ریاستونو ته امر کړی، چې د هغو بهرنیو ماشومانو نومونه ثبت کړي چې له زده‌کړو پاتې شوي دي.

په دغه مکتوب کې چې د یاد وزارت د نړۍوالو چارو او بهرنیو ښوونځیو د مرکز رییس محمد سلیمي لاسلیک کړی راغلي، چې د رهبرۍ د عمومي تګلارو او د ښوونیزې شورا د پرېکړې له مخې هېڅ کډوال ماشوم باید له زده‌کړو پاتې نه‌شي.

په یادې لارښوونه کې ښوونځیو ته ویل شوي، د هغو بهرنیو زده‌کوونکو نومونه ثبت کړي چې تېر کال یې زده‌کړې کړې وې او همدارنګه ښوونځي مکلف دي چې د هغو ماشومانو نومونه هم ومني چې د اقامت قانوني اسناد لري.

د هغو ماشومانو په اړه چې اسناد نه‌لري ویل شوي، چې ښوونځي باید هغوی د بهرنیو وګړو د چارو دفترونو ته معرفي کړي؛ څو د «ښوونیز ملاتړ پاڼه» ترلاسه کړي. د مکتوب له مخې؛ دغه پرېکړه د دې لپاره شوې، چې د کډوالو ماشومانو د زده‌کړې پوښښ بشپړ شي او هېڅ ماشوم له ښوونځي پاتې نه‌شي.

یاد وزارت ټینګار کړی، چې د یادو څلورو ولایتونو چارواکي باید د دغه پرېکړې پلي کولو ته جدي پام وکړي. د یادونې ده، چې په ایران کې هر کال د نویو ښوونیزو کلونو په پیل کې د افغان او نورو بهرنیو ماشومانو د نوم‌لیکنې ستونزې راپورته کېږي؛ خو د ښوونې وزارت چارواکي بیا ټینګار کوي، چې «زده‌کړه د ټولو ماشومانو حق دی او هېڅ ماشوم باید له دې حقه بې‌برخې نه‌شي».

جرمني افغان کډوالو ته د بیامېشتېدو پروګرام پرېښودو په بدل کې د پېسو د ورکړې وړاندیز کړی

۱۴ لړم ۱۴۰۴ - ۵ نومبر ۲۰۲۵، ۰۳:۰۹ GMT+۰
100%

د «اېر بریج کابل» مرستندویه شبکې چارواکو ویلي، د جرمني حکومت هغو افغان کډوالو ته چې د بیامېشتېدو پروګرام په چوکاټ کې پاکستان ته انتقال شوي وړاندیز کړی چې که له دغه پروګرام نه لاس واخلي؛ نو مالي مرستې او نور امتیازات به ترلاسه کړي.

یاد افغانان چې شمېر یې شاوخوا ۲زره ښوول شوی، د جرمني د پخواني حکومت له‌خوا د کډوالو د ځانګړي پروګرام لپاره منل شوي وو؛ خو له هغه وروسته چې مېرڅ د ۲۰۲۵کال په مئ میاشت کې د لوموړي وزیر په توګه واک ته ورسېد، د بیا مېشتېدو پروګرام وځنډول شو او د دغه افغانانو قضیې بندې پاتې شوې.

د «اېر بریج کابل» په وینا؛ دغه کډوالو ته د جرمني له لوري یو لیک استول شوی، چې که دوی په جرمني کې له بیا مېشتېدو پروګرام نه وتل ومني؛ نو مالي مرستې او نور امتیازات به ترلاسه کړي.

د لیک له مخې؛ یوه پېغله کولای شي په پاکستان کې ۱۵۰۰یورو ترلاسه کړي او که افغانستان یا بل هېواد ته ولاړه شي؛ ۵۰۰۰یورو مرسته به هم ورسره وشي.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت یوې ویاندې د یادې موضوع پخلی کړی او ویلي یې دي، چې دغه وړاندیزونه «په خپله خوښه د بېرته ستنېدو پروګرام» برخه دي. نوموړې ویلي: «کډوالو ته دا امکان ورکول کېږي، چې په خپله خوښه افغانستان یا بل درېیم هېواد ته ولاړ شي.»

د جرمني دغه پروګرام په اصل کې هغو افغانانو ته ځانګړی شوی و، چې له جرمني ځواکونو سره یې کار کړی او د طالبانو له‌خوا له ګواښ سره مخ دي؛ لکه خبریالان، وکیلان او د بشري حقونو فعالان. خو د «اېر بریج کابل» استازې اېوا بایر ویلي، د دوی په معلوماتو کې هېڅ یو افغان د جرمني دغه وړاندیز نه‌دی منلی. نوموړې زیاته کړې، ډېری کډوال د دغه پرېکړې له امله نهیلې شوي دي.

یادې ادارې د یوه افغان کډوال پیغام شریک کړی، چې په‌کې راغلي:«زه پیسو ته اړتیا نه لرم، زه یوازې دا غواړم چې خوندي ژوند وکړم.» یاده دې وي، چې پاکستان په وروستیو میاشتو کې د هغو افغانانو پر ضد د نیولو او شړلو لړۍ چټکه کړې، چې د اوسېدو قانوني اسناد نه‌لري.

د راپورونو له مخې؛ د تېر دوبي پر مهال له ۲۰۰ ډېر افغان کډوال چې د جرمني د بیامېشتېدو پروګرام برخه وو، افغانستان ته شړل شوي دي. که څه هم د جرمني د بهرنیو چارو وزارت په سپتمبر میاشت کې ویلي و، له پاکستان سره داسې «تفاهم» شوی چې د کال تر پایه به په دغه پروګرام کې شامل کسان نه نیول کېږي او نه هم افغانستان ته اېستل کېږي؛ خو د «اېر بریج کابل» د معلوماتو له مخې، د اکتوبر په وروستیو کې بیا هم د دغې ډلې ۱۷ افغانان د پولیسو له‌خوا نیول شوي دي.

دغه بنسټ زیاتوي، د دواړو هېوادونو ترمنځ وروستیو پوځي نښتو د افغانانو وضعیت لاکړکېچن کړی. د جرمني حکومت په تازه لیک کې منلې، چې د بیا مېشتېدو پروسه باید د ۲۰۲۵ کال تر پایه بشپړه شي؛ خو ورسره یې څرګنده کړې چې ښایي ټولې قضیې پر وخت بشپړې نه‌شي.

سره له دې د بیامېشتېدو پروګرام یوشمېر افغان کېس لرونکو د جرمني حکومت پر ضد محکمې ته شکایت کړی. د راپورونو له مخې؛ ۱۴افغانان تېره پنجشنبه د همدې حقوقي پرېکړې له لارې جرمني ته انتقال شوي دي.

د افغان سوداګرو شاوخوا ۸زره کانټینره په پاکستان کې بند پاتې دي

۱۴ لړم ۱۴۰۴ - ۵ نومبر ۲۰۲۵، ۰۲:۳۷ GMT+۰
100%

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ټرانزیټي لارو له تړل کېدو وروسته د افغان سوداګرو نږدې ۸زره د توکو وړونکي کانټینرونه د پاکستان په بندرونو کې بند پاتې دي.

دغه وزارت د سې‌شنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له غړو سره په لیدنه کې د افغان سوداګرو د ستونزو په اړه خبرې کړې دي.

په دغه ناسته کې افغان سوداګرو څرګنده کړې، چې د افغانستان شاوخوا ۸زره د ټرانزیټي توکو کانټینرونه په پاکستان کې د وتلو اجازه نه‌لري او له بلې خوا نږدې ۴زره د صادراتي توکو تش کانټینرونه د افغانستان له اړخه د پاکستان پر لور بند پاتې دي.

په دغه ناسته کې د سوداګرۍ خونې استازو وړاندیز کړی، چې د دغه ستونزو په اړه دې له پاکستاني چارواکو سره خبرې وشي او طالبان دې د یوې لارې پر ځای د څو بدیلو ټرانزیټي لارو د پرانیستو هڅه وکړي.

د خبرپاڼې له مخې؛ د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر پر دې ټینګار کړی، چې د سوداګریزو ستونزو د هواري او د دواړو هېوادونو د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لپاره به هڅې روانې وي.

یاده دې وي، چې له نږدې یوې میاشتې راهیسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ټرانزیټي لارې تړلې دي. پر ډیورنډ کرښه تر نښتو او د پاکستان له هوايي بریدونو وروسته، د دواړه خواوو اړیکې ترینګلې شوې دي.

پاکستان ویلي، د لارو پرانیستلو په اړه به وروستۍ پرېکړه د استانبول له ناستې وروسته وکړي. تمه کېږي، چې په دغه ناسته کې به د طالبانو او پاکستان لوړپوړي پلاوي سره خبرې وکړي.

د بې‌پولې خبریالانو راپور: طالبان د اجباري اعترافونو په خپرولو سره خبریالان سپکوي

۱۳ لړم ۱۴۰۴ - ۴ نومبر ۲۰۲۵، ۲۲:۴۵ GMT+۰
100%

د بې‌پولې خبریالانو سازمان وایي، د طالبانو استخباراتي اداره د افغان خبریالانو د اجباري اعترافونو په خپرولو سره هغوی تحقیر او سپکوي. د دې ادارې یوې مسوولې سېلیا مرسیه ویلي، چې د طالبانو هدف دا دی چې خبریالان مجرم وښيي او د هغوی نیول توجیه کړي.

دغه بنسټ د طالبانو له‌خوا د ټولو بندی شویو خبریالانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

په هغه اعلامیه کې چې یاد سازمان د سې‌شنبې په ورځ خپره کړې راغلي: «د خبریالانو د اجباري اعترافونو خپرول په سپکوونکو ویډیوګانو کې، د افغانستان د رسنیو د بې‌رحمانه ځپلو نوې مرحله ده. د طالبانو استخباراتي اداره له دې لارې غواړي وېره خپره کړي او خپلواک غږونه چوپ کړي.»

د دې نړۍوال سازمان د راپور له مخې، حمید فرهادي، مهدي انصاري، ابوذر صارم سرپلی، محمد بشیر هاتف او شکیب نظري هغه خبریالان دي، چې د طالبانو د ادارې پر ضد د تبلیغ په تور نیول شوي او بندیان دي. دغې ادارې همداراز ویلي، درې نور خبریالان هم په خپل‌سري ډول د طالبانو په بند کې دي، خو نومونه یې اخیستي نه دي.

دغه سازمان ویلي، چې ډېری له دې خبریالانو څخه د اجباري اعترافونو اخیستو ته اړ شوي او طالبانو د هغوی ویډیوګانې په ټولنیزو شبکو کې خپرې کړي، څو نور خبریالان ووېرېږي او مستقل ژورنالیزم بند کړي.

د بې‌پولې خبریالانو سازمان زیاته کړې، له هغه وخته چې طالبان د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې بیا واک ته رسېدلي، د افغانستان د رسنیو فضا په شدت سره محدوده شوې او تر اوسه لږ تر لږه ۱۶۵ خبریالان نیول شوي دي. همدارنګه افغانستان د ۲۰۲۵ کال د مطبوعاتو د ازادۍ په نړۍوال شاخص کې له ۱۸۰ هېوادونو څخه په ۱۷۵م مقام کې دی.

په ورته وخت کې، له هغه وخته چې د امر بالمعروف او نهې عن المنکر قانون تصویب شوی، په څه باندې ۲۰ ولایتونو کې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو په خپرول بندیز لګول شوی دی.

خو په عین حال کې طالبان په پراخه توګه له ټولنیزو شبکو او هغو رسنیو څخه چې د دوی تر کنټرول لاندې دي، د خپلو چارواکو انځورونه او تبلیغاتي موخې خپروي.