• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په شیکاګو کې یوه نامعلوم کس د امریکا د کډوالۍ پر افسرانو ډزې کړي

۱۸ لړم ۱۴۰۴ - ۹ نومبر ۲۰۲۵، ۰۰:۳۵ GMT+۰

د امریکا د کورني امنیت وزارت ویلي، چې په شیکاګو کې یوه کس د شنبې په ورځ د کډوالۍ د پلي کولو د عملیاتو پر مهال د امریکا د سرحدي ګزمو پر افسرانو ډزې کړې دي. په ورته وخت کې د شیکاګو پولیسو ویلي، چې پېښه کې څوک ټپيان شوي نه دي.

د یاد وزارت په وینا، شکمن کس چې د تور «جیپ» موټر یې چلولو، په تېښته بریالی شوی دی.

د شیکاګو پولیسو ویلي، چې د ډزو غږونو د راپور تر لاسه کولو وروسته سیمې ته رسېدلي او سېمه یې خوندي کړې ده.

پولیسو په خپل بیان کې ویلي: «تر اوسه د کوم کس د ټپي کېدو راپور نشته.»

ترویج لرونکی

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي
۱

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي

۲

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی

۳

سرچینې: په کندهار کې د مولوي هبت‌الله په مشرۍ د طالبانو د کابینې غونډه شوې

۴

پر ډیورنډ کرښه تړلې لارې؛ پاکستان خپلې سوداګریزې لارې بدلوي

۵

چاودې شونډې، تنکي لاسونه او درانه کارونه؛ فرید د زده‌کړو پرځای د کورنۍ اړتیاوې پوره کوي

•
•
•

نور کیسې

د اوکراین د انرژۍ پر تاسیساتو د روسیې په بریدونو کې ۷ کسان ووژل شول

۱۸ لړم ۱۴۰۴ - ۹ نومبر ۲۰۲۵، ۰۰:۱۷ GMT+۰
د اوکراین د انرژۍ پر تاسیساتو د روسیې په بریدونو کې ۷ کسان ووژل شول
100%

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلېنسکي د شنبې په ورځ (د لړم ۱۷مه) وویل، چې روسیې په تېرو۲۴ ساعتونو کې پرهېوادیې څه باندې ۴۰۰بې پيلوټه الوتکې توغولي دي. د اوکراین د انرژۍ پر تاسیساتو د ډرون په دې بریدونو کې ۷ کسان هم وژل شوي‌ دي.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر بیا خبردارۍ ورکړی، چې روسیه په قصدي ډول د دغو بریدونو له لارې په اروپا کې د اټومي تاسیساتو خوندیتوب ګواښي.

په ورته وخت کې د اوکراین هوايي ځواک ویلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د روسیې ۴۰۶ بې پیلوټه الوتکې رانسکورې او ۹ توغندي شنډ کړي، خو ۲۶ نور توغندي او ۵۲چاودېدونکي بې پیلوټه الوتکې بیا پر ۲۵ سیمو لګېدلي دي.

د اوکراین چارواکي وايي، چې په کېیف، پولتاوا او خارکیف سیمو کې د انرژۍ تاسیسات زیانمن شوي او له امله یې د یادو سیمو د زرګونه کورونو برېښنا پرې او اوبه بندې شوې دي.

د روسیې د دفاع وزارت د شنبې په ورځ (د لړم ۱۷مه) وویل، چې د اوکراین له خوا د روسیې پر خاوره د ترسره شویو بریدونو په ځواب کې روسیې د هوايي، ځمکنيو او سمندري لرې واټن وېشتونکو وسلو په کارولو سره د اوکراین د وسلو د تولید مرکزونه او د انرژۍ تاسیسات په نښه کړي دي.

د اوکراین دولتي انرژۍ شرکت «څنترنرګو» اعلان کړی، چې دغه وروستي بریدونه د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې د جګړې له پیل راهیسې تر ټولو ستر بریدونه و او دوی هم اړ شوي چې په کېیف او خارکېف کې د برېښنا تولیدي مرکزونه پرچاو کړي.

دغه شرکت په یوې خبرپاڼه کې ویلي:«وروستی برید یوه میاشت مخکې شوی و او اوس دښمن په یو وخت زموږ ټول تولیدي ظرفیت هدف ګرځولی دی. د برېښنافابریکې سوځي! زموږ د برېښنا تولید اوس صفر شوی دی.»

زلېنسکيد مسکو د بې‌پيلوټه چاودېدونکو بریدونو د زیاتېدو په غبرګون کې له خپلو متحدینو غوښتي، چې پر روسیې باید د بندیزونو فشار زیات کړي. نوموړي ویلي: «د انرژۍ پر تاسیساتو د هر هغه برید لپاره چې موخه یې د خلکو ځورول وي، په ځانګړي توګه د ژمي تر راتلو مخکې، باید له استثنا پرته د روسیې د انرژۍ ټول سکتور په نښه کړي.»

له هغه وخته چې روسیې پر اوکراین برید کړی، د انرژۍ برخه د مسکو لپاره یو نظامي هدف دی، په داسې حال کې چې په یاد هېواد کې په دې سړه هوا کې د کورونو د تودولو لپاره انرژۍ ته ډېره اړتیا ده.

د اوکراین د «نفت او ګاز» دولتي شرکت وايي، چې روسیې یوازې په تېرو دوو میاشتو کې ۹ ځله د دوی د ګاز تاسیسات په نښه کړي دي.

په ورته وخت کې روسیه اوکراین ته د جګړې لومړۍ کرښه لنډوي. د روسیې پوځ د شنبې په ورځ وویل، چې هغوی د «پوکروفسک» او «کوپیانسک» ښارونو په شاوخوا کې پرمختګ کړی او په ختیځ اوکراین کې یې یو وړوکی کلی هم نیولی دی.

خو د اوکرایني چارواکو په وینا، کېیف هم د بې پيلوټه چاودېدونکو الوتکو او لرې واټن وېشتونکو توغندیو په وسیله پر روسیې بریدونه زیات کړي او د دغه هېواد ريفاینري فابریکې، ګودامونه او لوژستیکي مرکزونه په نښه کړي دي. دا هغه سیمې دي، چې کېیف وايي، د کرملین د جګړې ماشین ته وسایل او مواد برابروي.

اوکراین بیا پر روسیې برید له ځانه د دفاع لپاره یو مشروع عمل ګڼي.

د سوریې موقت ولسمشر احمد الشرع امریکا ته ورسېد

۱۸ لړم ۱۴۰۴ - ۹ نومبر ۲۰۲۵، ۰۰:۰۵ GMT+۰
د سوریې موقت ولسمشر احمد الشرع امریکا ته ورسېد
100%

د سوریې دولتي خبري اژانس «سانا» د یکشنبې په ورځ راپور ورکړی، چې د سوریې موقت ولسمشر احمد الشرع د یوه رسمي سفر په ترڅ کې امریکا ته رسېدلی دی. تر دې وړاندې د سوریې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي ویلي و، چې احمد الشرع به د لومړي ځل لپاره واشنګټن ته سفر وکړي.

بلخوا، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پر احمد الشرع لګېدلي بندیزونه لرې کړي چې سانا په دې اړه لیکلي: «دا پرېکړه د معاصرې سوریې په تاریخ کې یو نوی فصل پرانیزي.»

په وروستیو میاشتو کې واشنګټن له امنیت شورا غوښتي و، چې د سوریې پر وړاندې بندیزونه کم کړي. یوازې دوه ورځې مخکې امنیت شورا د امریکا په وړاندیز د سوریې د مشر نوم د بندیزونو له نوملړ څخه لرې کړ.

ټاکل شوې ده، چې احمد الشرع په دې سفر کې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره وګوري.

تر اوسه د دې سفر نور جزییات نه دي خپاره شوي، خو دا به د یوه سوریایي ولسمشر لومړی رسمي سفر وي چې د امریکا پلازمېنې ته یې کوي.

تر دې وړاندې رویټرز د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی و، چې امریکا د سوریې په خاوره کې د یوې نظامي اډې د جوړولو په درشل کې ده.

امریکا دا مهال هم د سوریې په شمال ختیځ کې هغه ځواکونه لري چې له کُردي ځواکونو سره د داعش پر ضد د ګډې همکارۍ په چوکاټ کې فعالیت کوي.

د سوریې او امریکا اړیکې پخوا د بندیزونو له امله له ستونزو سره مخ وې، خو په تېرو څو میاشتو کې د احمد الشرع د نویو سیاستونو او د سیمې د پیاوړو هېوادونو د منځګړیتوب له امله ډونالډ ټرمپ خپل دریځ د سوریې په اړه بدل کړی دی.

دا د احمد الشرع دویم سفر دی چې امریکا ته یې کوي

دا په داسې حال کې ده، چې نوموړي تر دې وړاندې د تلې میاشت کې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ کې د وینا لپاره نیویارک ته سفر کړی و.

سوريه وایي چې د داعش ډلې پر ضد یې مخکېني عملیات ترسره کړي دي

۱۷ لړم ۱۴۰۴ - ۸ نومبر ۲۰۲۵، ۲۳:۳۹ GMT+۰
سوريه وایي چې د داعش ډلې پر ضد یې مخکېني عملیات ترسره کړي دي
100%

د سوريې د کورنيو چارو وزارت وياند د شنبې په ورځ ویلي، چې سوريې په ټول هېواد کې د داعش ډلې پر ضد مخکې له مخکې عمليات ترسره کړي دي.

د یاد وزارت وياند له الاخباریه دولتي ټلوېزیون سره په خبرو کې ویلي، چې د سوريې امنيتي ځواکونو ۶۱ چاپې وهلي، ۷۱ کسان يې نيولي او یوه اندازه چاودېدونکي توکي او وسلې يې ضبط کړي دي.

دا عملیات د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د سوريې د ولسمشر احمد الشرع له سفر مخکې ترسره شوي. احمد الشرع به هلته ډونالډ ټرمپ سره وګوري او د امريکا په مشرۍ د داعش ضد اېتلاف سره به يوځای شي.

ټرمپ به د دوشنبې په ورځ د سوریې له ولسمشر الشرع سره په سپینه ماڼۍ کې وویني.

دا به لومړی ځل وي، چې یو سوریایی ولسمشر واشنګټن ته رسمي سفر کوي.

د امريکا د بهرنيو او دفاع چارو وزارتونو تر اوسه د دې موضوع په اړه تبصره نه ده کړې.

واشنګټن چمتووالی نیسي، چې په دمشق کې پوځي حضور رامنځته کړي ترڅو هغه امنیتي تړون ته لاره هواره کړي، چې امریکا یې د سوریې او اسراییل تر منځ منځګړیتوب کوي.

تر دې مخکې هم راپورونه و، چې امریکا د سوریې پلازمېنې دمشق په یوه هوايي اډه کې د پوځي حضور ټينګولو لپاره چمتووالی نیسي.
د رویټرز د راپور له مخې، دا موضوع شپږو سرچینو تایید کړې ده.

د امريکا د ادارې يوه چارواکي هم مخکې ويلي وو، چې واشنګټن په دوامداره توګه په سوريه کې خپل اړين پوځي حالت ارزوي، څو د داعش پر ضد په اغېزمن ډول مبارزه وکړي.

سعودي عربستان د منځنۍ طبقې سیلانیانو د راجلبولو لپاره نوی پروګرام پیلوي

۱۷ لړم ۱۴۰۴ - ۸ نومبر ۲۰۲۵، ۲۲:۵۱ GMT+۰
سعودي عربستان د منځنۍ طبقې سیلانیانو د راجلبولو لپاره نوی پروګرام پیلوي
100%

د سعودي عربستان د ګرځندوی وزیر احمد الخطیب ویلي، چې دغه هېواد د ګران‌بیه ګرځندویي ځایونو له پراختیا وروسته غواړي د منځنۍ طبقې لپاره د منځنۍ بیې ګرځندویي امکانات هم زیات کړي او د حاجیانو لپاره د هوټلونو ظرفیت پراخ کړي.

الخطیب د شنبې په ورځ (د لړم ۱۷مه) له رویترز خبري اژانس سره په مرکه کې وویل: «موږ کار له هغو ګرځندویي ځایونو پیل کړ، چې د شتمنو کسانو لپاره قیمتي او لوکس وو، خو اوس د منځنۍ طبقې د خلکو لپاره د مناسب ګرځندویي ځایونو پر پراختیا کار کوو.»

هغه ټینګار وکړ، چې ریاض به د ګرځندوی په پلانونو کې دا ټولنیز قشر هېڅکله له پامه ونه غورځوي.

الخطیب دا خبرې د ملګرو ملتونو د ګرځندوی د کلني کنفرانس په څنډه کې وکړې، چې سږکال د لومړي ځل لپاره په ریاض کې ترسره کېږي.

د سیلانیانو راجلبول د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان د «۲۰۳۰ راتلونکي» پلان یوه مهمه برخه.

د دې پروګرام موخه د سعودي اقتصاد د نفتو له تکیې څخه راکمول دي او په هغه ټولنه کې بدلون راوستل دي، چې مخکې ډېره محافظه کاره بلل کېده.

سعودي عربستان غواړي، تر ۲۰۳۰ کال پورې هر کال ۱۵۰ میلیونه ګرځندویان جذب کړي چې لږ تر لږه یوه درېیمه برخه به یې بهرنیان وي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت: موږ په کابل کې د خپل سفارت د فعالیت پیاوړتیا غواړو

۱۷ لړم ۱۴۰۴ - ۸ نومبر ۲۰۲۵، ۲۰:۴۴ GMT+۰
د هند د بهرنیو چارو وزارت: موږ په کابل کې د خپل سفارت د فعالیت پیاوړتیا غواړو
100%

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندیر جېسوال ویلي، چې نوې ډیلي په کابل کې د خپل سفارت د دندو، مسوولیتونو او د کارکوونکو د شمېر د زیاتولو څرنګوالی ارزوي او په وروستۍ پرېکړه کې به جزیات شریک کړي. هغه د دې پوښتنې په اړه چې ایا هند به طالبان په رسمیت وپېژني، ځواب ورنه کړ.

جېسوال د جمعې په ورځ (د لړم ۱۶مه) د یوه خبري کنفرانس پر مهال وویل، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي له سفر وروسته هند او طالبان د پرمختیایي همکاریو په برخه کې څو ځلې تبادلې او خبرې کړي دي.

هغه همداراز وویل، چې په دې موده کې د هند او طالبانو د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ ټلیفوني اړیکې هم شوې دي.

په کنفرانس کې د «بېزنس انډیا» یو خبریال وپوښتل: «ایا طالبان به خپل ډیپلوماټ د سفیر په کچه هند ته ولېږي؟ او ایا د افغانستان ملي بیرغ به د طالبانو بیرغ سره بدل شي؟»

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند د دې پوښتنې له ځواب څخه ډډه وکړه، خو ویې ویل چې د هند ماموریت په افغانستان کې د سفارتخانې کچې ته لوړ شوی او په دې اړه کار روان دی.

د یادولو ده، چې په وروستیو میاشتو کې د هند او طالبانو اړیکې پراخې شوې دي.

تر دې مخکې د طالبانو د کرنې وزارت مرستیال هند ته سفر کړی و او هند هم د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر کوربه و.

د دواړو لوریو اړیکې په داسې وخت کې زیاتېږي، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې دي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت د تلې په میاشت کې اعلان کړی و، چې په کابل کې خپل تخنیکي ماموریت د سفارتخانې کچې ته لوړوي او دا پرېکړه به ژر عملي شي.

هند دا کار «د نوي ډیلي د قوي ارادې» نښه بللې چې غواړي د طالبانو له حکومت سره دوه اړخیز تعامل پراخ کړي.