• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پر طالبانو د فشارونو دوام؛ ایا طالبان به خپله واکمني د یوې بلې ډلې پر سر قرباني کړي؟

مرضیه حفیظي
مرضیه حفیظي

د افغانستان انټرنشنل - پښتو خبریاله

۲۳ لړم ۱۴۰۴ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۵، ۱۸:۱۴ GMT+۰

په دې وروستیو کې د پاکستان له لوري پر افغان طالبانو له تحریک طالبان پاکستان سره د اړیکو او په یاد هېواد کې د بریدونو له امله فشارونه زیات شوي او اسلام‌اباد هڅه کوي، دا موضوع نړۍواله کړي چې ګواکې له افغانستان څخه د دوی امنیت ګواښل کېږي.

دغو شرایطو ته په کتو سره دا پوښتنه راټوکېږي، چې ایا طالبان به خپله اوسنۍ واکمني هم د تېرې دورې په څېر چې هغه مهال د اسامه بن لادن پر سر قرباني شوه، د یوې بلې وسله‌والې ډلې د ملاتړ له امله له خطر سره مخ کړي؟
طالبان په لومړي ځل په ۱۹۹۶ کال کې واک ته ورسېدل، خو په شاوخوا ۵ کلنه واکمنۍ کې له شمال اېتلاف سره په جګړه کې و او بالاخره امریکا ته پر دغه هېواد د سترو بریدونو د تورن اسامه بن لادن د نه‌سپارلو له امله د اکټوبر ۷مه پر افغانستان برید وکړ او د نومبر پر ۱۳مه په یو مخیز ډول د طالبانو تغر ټول او په افغانستان کې د ولسواکۍ دور پیل شو او شاوخوا ۲۰ کاله یې دوام وکړ.
د طالبانو دویمه دوره له امریکا سره تر جوړجاړي وروسته پیل شوه او هغوی د ۲۰۲۱ کال د اګسټ پر ۱۵مه واک ته ورسېدل. تر اوسه، د داخلي مشروعیت له نه‌لرلو سربېره، له روسیې پرته هېڅ هېواد په رسمیت نه دي پېژندلي.
سره له دې چې شنونکي باور لري چې طالبانو خپله لومړۍ واکمني د اسامه بن لادن پر سر قرباني کړې، خو په دې راپور کې مو هڅه کړې، چې د طالبانو د لومړۍ دورې د سقوط عوامل او د اوسنۍ واکمنۍ نیمګړتیاوې او ورسره د پایښت څرنګوالی د افغانستان د جمهوري نظامي د پخوانیو چارواکو له قوله په ګوته کړو.
د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت الله نبیل له افغانستان انټرنشنل-پښتو سره په خبرو کې د طالبانو د لومړۍ دورې د سقوط د عواملو په تړاو وایي، که څه هم د سپټمبر د ۱۱مې پېښې او امریکا ته د اسامه بن لادن د نه سپارلو مسله پر افغانستان د امریکا د برید مستقیم دلیل شو، خو د طالبانو د واکمنۍ پرځېدل بیا یوازې پر همدې لامل تړلی نه و.
رحمت‌الله نبیل وايي: «نور ژور عوامل هم موجود وو؛ د دوی اتکاء پر القاعدې یوازې عقیدوي اړخ نه درلود، بلکې پر القاعدې اقتصادي اتکاء هم اساسي او مهمه وه. نږدې درې کاله اسامه بن لادن او القاعدې ډلې د طالبانو لګښتونه پوره کول. له یوې خوا له شمالي ډلې سره په جګړه کې ښکېل وو او له بلې خوا منزوي او له اقتصادي ستونزو سره مخ وو. طالبان په نړۍواله کچه بې‌اعتباره او بې‌ملاتړه پاتې شوي وو، هېڅ مشروعیت یې نه درلود. اقتصاد او حکومتداري یې په بشپړ ډول له منځه تللي وو. هېڅ دوامدارې عایداتي سرچینې نه وې. د حکومتدارۍ سختیو، د لوږې، اختناق او بې‌عدالتۍ له امله د مخالفت او نه منلو فضا رامنځته شوې وه، نو دا چې سقوط یوازې د امریکا له لوري یو پلان و، دقیقه نه ده.»
نبیل همداراز زیاتوي، هغه وخت اصلي مسله دا وه چې طالبان په ستراتیژیک ډول د القاعدې پر محور ولاړ پاتې شول او د داخلي کمزورتیاوو او نړۍوال انزوا ګډو پایلو د هغوی د سقوط لامل شو.
د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت الله نبیل وايي: «دا ځل وضعیت د لومړۍ دورې پرتله پېچلی دی. ټي‌ټي‌پي په پاکستان کې جګړه ډېره کړې او د هغوی اړیکې په افغانستان کې امنیتي حساسیت پیدا کړی. پاکستان چې د طالبانو پخوانی ملاتړی و، اوس ورسره یو څه ترینګلتیا او ان نښتې لري. طالبان د پاڼ او پړانګ تر منځ پاتی دي، که طالبان د ټي‌ټي‌پي د فعالیت د مهار لپاره عملي ګام وانه‌خلي، دا موضوع د اوږدمهاله امنیتي او اقتصادي فشار لامل کېږي او له بلې خوا د ټي‌ټي‌پي پر ضد اقدام نه شي کولی چی د اقدام په صورت کی له داخلي کړکېچ سره مخ کېږی.»
نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړه، طالبانو دا ځل ځیني منطقوي واقعیتونه درک کړي او له چین، روسیې، هند، ایران او منځنۍ اسیا سره د اړیکو ساتلو ترڅنګ هڅه کوي، چې له مستقیم سیمه‌ییز ټکر څخه ځان وساتي.
ښاغلي نبیل د طالبانو د واکمنۍ د دوام په اړه ویلي، که څه هم طالبان دا مهال د امنیتي زور، انحصاري حکومتولۍ او د غېر شفافو پرېکړو او د سیمې له محدودو تعاملاتو سره واک ساتلی، خو دا واکمني باثباته نه ده. اساسي ستونزې یې د سیاسي مشروعیت نشتوالی، اقتصادي کړکېچ او داخلي اختلافات دي.
د هغه په خبره: «د طالبانو د واکمنۍ د دوام عوامل دا هم پیاوړی کوي؛ د منظم او واحد اپوزیسیون نه‌شتون او د اپوزیسیون وېشل شوې بڼه طالبانو ته د بدیل منظم سیاسي ځواک مخه ډب کړې ده. نړۍ له نورو لویو کړکېچونو سره بوخته ده، اوکراین، منځني ختیځ، چین–امریکا تاوترخوالی؛ افغانستان د نړۍوالو د بېړنیو لومړیتوب په لست کې نه دی. ګاونډیان د حالت بدلېدو څخه وېریږي، ځکه د بدیل سناریو د منطقوي بې‌ثباتۍ او کډوالۍ د نوې څپې خطر لري.»
نبیل په خپلو خبرو کې زیاته کړه، چې په لنډمهال کې د طالبانو د واک دوام شونی دی، په منځ‌مهال کې که طالبان د ښځو په حقونو، سیاسي مشارکت او اقتصاد کې اصلاحات رامنځته نه کړي، حکومت به ور وسولېږي او داخلي انشقاق ته به نږدې شي. که سقوط یا کمزورتیا رامنځته کېږي، نو اصلي لامل به داخلي درزونه وي؛ یعنې د کندهار د کړۍ، د حقاني شبکې او سیمه‌ییزو قوماندانانو د ګټو او واک پر سر اختلاف. بهرنی فشار او سیمه‌ییزې شخړې یوازې د دې بهیر چټکتیا او شدت زیاتوي.»
له دې سره، د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې د طالبانو لومړۍ واکمني سقوط شوه، د جمهوري نظام د ولسي جرګې پخوانی غړی خالد پښتون وایي، په رسمي او پراخو څېړنو کې هغه عامل تر ټولو مهم ګڼل شوی چې د امریکا او نړۍوالې ټولنې مستقیمې پوځي مداخلې ته یې لار هواره کړه او هغه په افغانستان کې د القاعدې او اسامه بن لادن موجودیت و.
د نوموړي په وینا، د سپټمبر د ۱۱مې له ترهګریزو بریدونو وروسته د امریکا اقدام د ترهګرۍ پر ضد جنګ په توګه توجیه شو او دغه راز زیاتوي: «نور عوامل هم و، لکه د طالبانو داخلي کمزورتیا، د قومي او سیمه‌ییزو وېش اغېزې او د سیمې پر سیاست، استخباراتو او شاته ملاتړ د بهرنيو هېوادونو رول.»
خالد پښتون د طالبانو د بیا واکمنېدو او پر وړاندې یې د پرتو ستونزو په اړه وایي، چې د دغې ډلې د دویم ځل راتګ یو اصلي لامل دا و، چې د جمهوریت په شل کلنه دوره کې ډېری ترهګریز کسان بېلابېلو هېوادونو ته وتښتېدل، خو وروسته ټول بېرته افغانستان ته وګرځېدل. د هغه په خبره، اوس د پاکستان او طالبانو ترمنځ خرابېدونکی امنیتي وضعیت ښيي، چې دا ځل هم د طالبانو حکومت د همدې ترهګرو د فشار او محدودیتونو ښکار کېدای شي.
هغه د بېلګې په توګه زیاتوي: «په کابل کې د طالبانو د موجودیت پر مهال د اېمن الظواهري وژل کېدل ثابته کړه، چې نړۍوال ځواکونه لا هم د ترهګرۍ د تعقیب پوره توان لري. که طالبان د ټي‌ټي‌پي ملاتړ بند نه کړي او له ګاونډیانو سره د اعتماد فضا رامنځته نه کړي، نو د دوی واک به کمزوری شي. خو که له تېرو تجربو یې یو څه زده کړې وي، د سیاست، امنیت او سیمه‌ییزو اړیکو د متوازن ساتلو چانس لا هم شته.»
پښتون د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د طالبانو واکمني به د مخکېنۍ دورې په څېر ژر سقوط وکړي او که د دوام لپاره یې فرصتونه شته؟ وویل چې د طالبانو د اوسني نظام راتلونکی درېیو مهمو فکتورونو پورې تړلی دی: «لومړی، د طالبانو دننه اختلافات چې د واک د وېش او د سیاسي مشارکت د نشتوالي له امله ورځ تر بلې زیاتېږي. دویم، د ترهګرو ډلو لکه القاعده او ټي‌ټي‌پي موجودیت دی چې نه یوازې د افغانستان امنیت ته ګواښ دی، بلکې د ګاونډیو هېوادونو په ځانګړي ډول د پاکستان لپاره هم ستره اندېښنه ده. درېیم، بهرني فشارونه دي، له اقتصادي بندیزونو نیولې بیا تر سیاسي انزوا او د بشري حقونو تر نقض پورې.»
له دې سره، د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت سرپرست شاه محمود میاخېل بیا له افغانستان انټرنشنل‑پښتو سره په خبرو کې وویل، جګړه اسانه ده، خو حکومتولي سخت کار دی.
د نوموړي په وینا: «د طالبانو او د نورو رژیمونو ستونزه دا وه چې د واک تر لاسه کولو لپاره یې د جګړې یا کودتا لاره غوره کوله، خو د حکومتولۍ لپاره یې مشخصه اجنډا نه درلوده. له دې امله ولس په پرېکړو کې شریک نه و او ادارې لکه عدلي او قضایي، پارلمان، اجراییوي ادارې، امنیتي او دفاعي قواوې او نور اقتصادي او اداري ارګانونه په سم ډول نه تقویه کېدل او خدمات ولس ته په اغېزمنه توګه نه وړاندې کېده. ځینې کسان د خپلو شخصي موخو لپاره پرېکړې کړې دي. د طالبانو د تېري او اوسنۍ دورې ستونزه همدا وه چې د ښې حکومتولۍ لپاره مشخصه اجنډا نه لري.»
د میاخېل په خبره، د طالبانو د تېرې دورې وضعیت جلا و، خو که طالبان پاتې شي یا سقوط وکړي، سیمه او نوره نړۍ د افراطیت له زیاتوالي سره مخ کیږي، نیابتي رقابتونه زیاتېږي او د افغانستان د بې ثباتۍ اور ټولو ته رسېږي. دا حالت دوام نه شي کولی؛ افراطیت به زیات شي او سیمه نوره هم بې ثباته کېږي.
د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت یاد سرپرست شته فرصتونو ته په اشارې زیاته کړه، حل لار دا ده چې سیمه خپلې ګټې د یو ثبات لرونکي، قانونمند او مشروع حاکمیت په چوکاټ کې وګوري او د استخباراتي منفي تعامل پر ځای مثبت تعامل ته پام وکړي. طالبانو ته باید مشروعیت ورنه کړل شي، څو فشار دومره زیات شي چې یو مثبت بدلون رامنځته شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د متحدې جبهې مشر او د پوځ پخوانی قوماندان سمیع سادات بیا پر دې باور دی، چې طالبان په لومړۍ دوره کې د پاکستان په مرسته رامنځته شوي او امریکا په‌کې هېڅ ډول رول یا لېوالتیا نه درلوده. د نوموړي په وینا، طالبان ځکه تېرې تېروتنې تکراروي او یو ځل بیا یې په افغانستان کې ترهګرو ډلو ته پناه ورکړې او ملاتړ یې کوي، چې یادې ډلې زده‌کړې نه دي کړي او له همدې امله یې هېڅ بدلون نه دی کړی.
اوس پوښتنه دا ده، چې ایا داسې ډلې یا حکومتونه شته چې د طالبانو د حکومت د ړنګولو لپاره اقدام وکړي؟ که شته، نو هغه کوم هېوادونه او کومې ډلې دي؟
د افغانستان د متحدې جبهې مشر او د پوځ پخوانی قوماندان سمیع سادات په دې تړاو وایي، اوس مهال د طالبانو پر ضد په نړۍواله کچه یو لیدلوری رامنځته شوی، چې یاده ډله د اوږدمهال له مخې د افغانانو او د نړۍ په ګټه نه ده. د ده په وینا، د دوی د حکومت د ړنګولو لپاره باید افغانان په خپله لاس په کار شي، ځکه نړۍوال په دې برخه کې کوم مشخص پلان نه لري.
د تېر جمهوري نظام د ولسي جرګې پخوانۍ غړې او په کاناډا کې افغان سفیره شینکۍ کړوخېل افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وايي، د طالبانو په لومړۍ او دویمه دورو کې په بنسټيزو تګلارو کې هېڅ بدلون نه‌‌دی راغلی او په وینا یې، د طالبانو په لومړۍ دوره کې واک په کندهار کې له ملا محمد عمر سره و، خو په دې دوره کې هم سره له دې چې د واک مرکز کندهار ګڼل کېږي، خو ځینې طالب قومندانان او د ولایتونو لپاره د دوی والیان هم کولی شي چې خپل نظریات پر خلکو وتپي، حال دا چې په لومړۍ دور کې داسې نه‌و.
شینکۍ کړوخېل زیاتوي: «د لومړۍ او دویمې دورو په منځ کې په ټولنه او نړۍواله سطحه کې خورا توپیر راغلی، په اوسني وضعیت کې د ټکنالوژۍ پرمختګ، انټرنېټ، د سوشېل مېډیا فعالوالی، د عمومي افکارو بدلېدل دا هغه مسایل دي چې په لومړۍ دوره کې کوم وضعیت پر ښځو او افغانستان راغلی و، دنیا په تفصیل یې خبره نه وه، خو په دویمه دوره کې هر اقدام په څو ثانیو کې له دنیا سره شریکېږي.»
د کړوخېل په باور، د نړۍوالو فشارونو او همداراز له اقتصادي او سیاسي بندیزونو سربېره خواله رسنۍ هم د طالبانو پر واکمنۍ فشار راوړی او سره له دې چې په افکارو کې یې بدلون نه‌دی راغلی، خو په ځینو تګلارو کې یې یو څه نرمښت راغلی، لکه په لومړۍ دوره کې نجونو د زده کړو حق نه درلود، خو په دویمه دوره کې د نړۍوالو له ډېرو فشارنو د خلاصون لپاره تر شپږم ټولګي د زده کړو اجازه ورکړې ده.
نوموړې څرګندوي: «په مجموع کې په لومړۍ او دویمه دورو کې دوی [طالبان] ونه‌شو کولی داخلي مشروعیت لاسته راوړي او دوی فکر کوي چې افغان ولس باید تابع واوسي، د دوی دا بدترینه تېروتنه ده. په اوله دوره کې یې هم داخلي مشروعیت لاسته را‌نه‌وړ او دویمه دوره کې هم کوشش نه‌کوي.»
نوموړې د طالبان سخت‌دریځي په دواړو دورو کې تېروتنه بولي او په باور یې د دغو سخت‌دریځیو له امله افغانستان په دواړو دورو کې منزوي پاتې شوی دی او همداراراز زیاتوي: «طالبان هر څومره چې سخت‌دریځه واوسي او پالیسو کې نرمښت ونه‌ښيي، بدلون رانه‌وړي او داخلي مشروعیت لاسته راوړلو ته هڅه ونه‌کړي نو صرف د تاوتریخوالي ابزار په لاس درلودل له امله په اوږد مهال کې دوام نه‌شي کولی.»
د شینکۍ کړوخېل په وینا، هغه حکومتونه پایښت مومي، چې ولس ته د ژوند ټولې اسانتیاوې برابرې، اقتصاد پیاوړی او مشروعیت ولري. او زیاتوي: «د سخت‌دریځیو په دوام په اوږد مهال به له ستونزو سره مخ شي او دوی د سقوط عوامل پر خپل سخت‌دریځۍ برابروي.»
له بل لوري، ازاد خبریال سمېع یوسفزی وايي، طالبانو په لومړي دور واکمنۍ کې پر کنډواله او له خلکو کابو خالي کابل حاکمیت پیل کړ او په دومداره توګه له خپلو مخالفینو سره په جګړه کې و، خو په ۲۰۲۱ کال کې یې یو جوړ کابل او پر ټکنالوژۍ، صنعت او سوداګرۍ سمبال کابل ونیو.
سمېع یوسفزی زیاتوي: «د لومړۍ او دویمې دورې په طالبانو کې په فکري لحاظ ډېر توپیر نه‌شته، هغه وخت هم طالبانو د ښځو ضد نظر درلود او اوس یې هم لري. په لومړۍ دوره کې یې له پاکستان سره نږدې روابط درلودل، خو اوس هغه ډول نه‌لري، خو له ایران او یو شمېر نورو هېوادونو سره د تېر دور پر تله اوس ښه شوي دي.»
بل ازاد خبریال واحد تابع بیا مجاهدین له طالبانو سره ورته بولي او طالبان تر هغو ډېر سخت‌دریځه ګڼي او په وینا یې: «طالبان په لومړۍ دوره کې دومره پر سیاست نه‌پوهېدل، کلیوال خلک و او مدرسو کې همداسې ساتل شوي و او هماغه وه چې لوبه بدله شوه او امریکا راغله.»
د یادونې وړ ده، کومه تمه چې پاکستان له طالبانو لرله برعکس روانه ده. پاکستان په ظاهره په تېرو وختونو کې د طالبانو پر ملاتړ پښېمانه دی او اوس یو ځل بیا د دې هڅه کوي، چې د طالبانو نظام له منځه یوسي، خو ګڼ افغانان په دې باور دي، چې د نظام تغییر باید په‌خپله د افغانانو له خوا رامنځته شي او له بهره هر ډول هڅه د افغانانو له کرکې او غبرګون سره مخ کیږي.
طالبان په بهرني سیاست کې له ډېرو هلو ځلو وروسته اېله د روسیې له لوري په رسمیت پېژندل شوي او په یو شمېر لرې او نږدې هېوادونو د افغانستان د سفارتونو په لاسته راوړلو بریالي شوي، خو لا هم اغېزناک هېوادونه سره له دې چې له بېلابېلو لارو پرې فشار راوړي، په خپل خاوره کې طالبانو ته د سپارلو پر ځای بندولو ته ترجېح ورکړې او یوازې څو لرې او نږدې هېوادونو د افغانستان سفارتونه ورسپارلي دي.

ترویج لرونکی

د طالبانو مشران څنګه ساتل کېږي؟
۱
ځانګړی

د طالبانو مشران څنګه ساتل کېږي؟

۲
روغتیا او ژوند

روغتیا نړیوال سازمان: په ۲۰۲۵ کال کې نږدې ۶۰ زره افغانان په تور او ژېړ ژېړي اخته شوي

۳

د ډونالډ ټرمپ اداره د پناه غوښتنې په بهیر کې نوی بدلون راولي

۴

د پېښور سترې محکمې د «قايداعظم» د شړلو مخه ونیوله

۵
ستاسو روایت

یو طالب جنګیالی: د جګړې د ډګر جنګیالي اوس یا اوزګار دي او یا هم په کمو پیسو عسکري‌ کوي

•
•
•

نور کیسې

اسټرالیا له فبرورۍ وروسته د افغانستان د سفیر اعتبارنامه نه تمدیدوي

۲۳ لړم ۱۴۰۴ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۵، ۱۷:۴۰ GMT+۰
100%

استرالیایي رسنیو راپور ورکړی چې حکومت یې د افغانستان سفیر وحیدالله ویسي ته خبر ورکړی چې د هغه اعتبارنامه به له فبرورۍ وروسته تمدید نه شي. له دې سره، د استرالیا د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې د افغانستان سفارت به طالبانو ته ونه سپاري.

راپورونه وايي چې د سفیر د اعتبار د ختمېدو په صورت کې به زرګونه افغان کډوال د پاسپورټ، ویزې، نکاح‌خط او نورو اړینو اسنادو په ترلاسه کولو کې له ستونزو سره مخ شي. ویسي د جمهوریت له سقوط وروسته له طالبانو سره له همکارۍ ډډه کړې وه.

طالبانو تازه اعلان کړی چې په ۱۴هېوادونو کې د افغانستان سفارتونه د دوی له خوا نه پېژندل کېږي، چې استرالیا هم پکې شامل ده. د دې پرېکړې وروسته ځینو هېوادونو لکه بریتانیا د افغانستان سفارت تړلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې استرالیا وايي طالبان د افغانستان د مشروع استازیتوب په توګه نه مني او سفارت یې نه دی مجبور کړی چې وتړل شي. خو خبرداری ورکوي چې د کانبرا سفارت له لوري صادر شوي اسناد ښايي په سفر کې ستونزې جوړې کړي.

طالبان پر پاکستان د خپلې سوداګریزې تکیې د کمولو لپاره نوې لارې چارې لټوي

۲۳ لړم ۱۴۰۴ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۵، ۱۶:۵۴ GMT+۰
100%

طابان وايي چې د پاکستان سره د وروستیو کړکېچونو او د ډیورنډ پر کرښه د لارو تړلو له امله یې پر پاکستان خپه سوداګریزه تکیه کمه کړې او د ایران او مرکزي اسیا له لارې یې د توکو لیږد رالېږد زیات کړی دی.

د طالبانو چارواکو رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې دا ډله د چابهار بندر لاره کاروي او د ټرانزیټ قراردادونه نورو لارو ته لیږدوي ترڅو په پوله کې د تکراري تمځایونو څخه مخنیوی وشي او د پاکستان سیاسي فشار کم شي.

د طالبانو د سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد اخوندزاده وویل چې په تیرو شپږو میاشتو کې، د ایران سره د افغانستان د سوداګرۍ حجم ۱.۶ ملیارد ډالرو ته رسیدلی، چې د پاکستان سره د سوداګرۍ حجم ۱.۱ ملیارد ډالرو څخه ډیر دی.

هغه زیاته کړه چې د چابهار بندر خدماتو ځنډ کم کړی او د بار وړلو په نه دریدوونکي جریان کې د سوداګرو باور زیات کړی دی.

مخکې له دې د طالبانو ریاست الوزرا د اقتصادي چارو مرستیال ملا عبدالغني برادر سوداګرو ته درې میاشتې وخت ورکړ چې په پاکستان کې خپل قراردادونه تصفیه کړي او لارې بدلې کړي. هغه پر پاکستان تور ولګاوه چې "سوداګریز او بشري مسایل په سیاسي فشار بدلوي" او چارواکو ته یې امر وکړ چې د "خراب کیفیت" له امله د پاکستاني درملو د وارېدولو مخه ونیسي.

د طالبانو د چارواکو په وینا، ایران د بندري تعرفو کمولو، د ذخیره کولو لګښتونو کمولو او د بار وړلو پروسې ګړندي کولو سره د چابهار کارول زیات کړي دي.

په بندر کې نوي تجهیزات او سکینرونه هم نصب شوي دي.

د سردار محمد دواد خان روغتون مشر: باید له پاکستان څخه افغان ناروغان راوګرځوو

۲۳ لړم ۱۴۰۴ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۵، ۱۵:۳۴ GMT+۰
100%

طالبانو تر واک لاندې د سردار محمد دواد خان ۴۰۰ بستریز روغتون مشر وايي، باید له پاکستان څخه افغان ناروغان راوګرځو او په خپل هېواد کې ورته روغتیايي امکانات برابر شي. طاهر ابرار ویلي:«د خپلواکۍ او اسلامي نظام مفاهیم همدا دی، چې مونږ په هېواد دننه ولس ته د درملنې زمینه مساعده کړو.»

په کابل کې د سردار داود خان ۴۰۰ بستریز روغتون رییس نن حمعه، د لړم ۲۳مه چې د روزګان ولایت مرکز ترینګوټ ولایتي روغتون کې د لومړي ځل د ساین طبي سیستم فعالېدو پرمهال غونډې ته وویل، چې د سردار دواد خان ۴۰۰ روغتون کې زیات شمېر هېوادوالو ته روغتیايي خدمات وړاندې کېږي.

په دې غونډه کې د سردار دواد خان ۴۰۰ بستریز روغتون یو ډاکتر اسماعیل وردګ وویل، چې ساین طبي سیسټم یو پرمختللی سیستم دی، چې د هډوګو په برخه کې په نړۍ کې ورڅخه ګټه اخیستل کېږي.

نوموړی همدراز زیاتوي، چې په روان کال کې د سردار دواد خان ۴۰۰ بستریز روغتون کې ۵۰ زره ناروغان بستر شوي، ۴۲ زره عملیاتونه ترسره شوي او شاوخوا یو ۱ میلیون او اته لکه ناروغانو مراجعه کړې ده.

دا څرکندونې په داسې حال کې کېږي، چې پاکستان او طالبانو ترمنځ له جګړې وروسته د پاکستان او افغانستان ترمنځ ټولې لارې تړل شوي، چې د سوداګرو ترڅنګ ناروغان یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

بلخوا د طالبانو ماليې وزارت اعلان کړی چې له ټاکلې نېټې وروسته به نور پاکستاني دارو درمل نه محصول کوي.

د برېتانیا ځانګړی استازی: افغانستان کې ۱۵ میلیونه کسان د خوړو له کمښت سره مخ دي

۲۳ لړم ۱۴۰۴ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۵، ۱۵:۰۸ GMT+۰
100%

د افغانستان لپاره د برېتانیا ځانګړي استازي رېچارډ لېنډسي د دغه هېواد بهرنیو چارو وزارت د نړیوالې پراختیا په دفتر کې د افغانستان د خوړو د خوندیتوب په اړه یوې غونډې ته ویلي چې په افغانستان کې ۱۵ میلیونه کسان د خوړو له کمښت سره مخ دي.

نوموړي ویلي، چې په دې برخه کې ګډ او بیړنې اقدام ته جدي اړتیا ده.

دا په داسې حال کې ده چې د د خوړو نړیوال پروګرام راپورونه ښیي چې میلیونونه افغانان د خوړو له شدید نشتوالي یا ګواښ سره مخ دي.

برېټانیا چې له ډیرې مودې راهیسې په افغانستان کې د خوړو د کمښت پر وړاندې مبارزه کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړېوال سازمان سره تر نورو هېوادونو مخکښ دي، څه موده وړاندې ۴۰ میلیونه پونډه مرسته کړې، ترڅو د خوړو نړېوال پروګرام په دغه هېواد کې د خوړو د کمښت په وړاندې د بېړني مقاومت پروګرامونه پر مخ یوسي.

د ترکیې سمندري ځواکونو په چاناک کلا سیمه کې ۲۴ افغان کډوال نیولي دي

۲۳ لړم ۱۴۰۴ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۵، ۱۴:۴۵ GMT+۰
100%

د ترکیې سمندري ځواکونه وایي چې په خپلو وروستیو عملیاتو کې یې د دغه هېواد په چاناک‌کلا ښار کې ۲۴ ناقانونه افغان کډوال نیولي دي. په نیول شویو کډوالو کې ۱۵ ماشومان او یو شمېر مېرمنې هم شامل دي.

د راپورونو له مخې، د جمعې په ورځ په ایواجیک ساحلي سیمه کې د ترکیې ساحلي ګارد هغه وخت په یوه خطرناک ربړي کښتۍ کې ۲۴افغان کډوالو ونیول چې اروپایي هېوادونو ته د ناقانونه سفر هڅه یې کوله.

چارواکي وایي چې په نیول شویو کسانو کې ۱۵ماشومان او یو شمېر ښځې هم شاملې دي، چې د انساني قاچاق وړونکو له لوري د اروپا د سفر په تمه دې سیمې ته لېږدول شوي وو.

د چارواکو په وینا، نیول شوي کډوال د طبي معایناتو وروسته د پناه غوښتنې مرکزونو ته لېږدول شوي دي ترڅو قانوني مراحل پرې پلي شي.

ترکیه ټینګار کوي چې د اژه بحر په ساحلي سیمو کې د انسان قاچاق او د غیرقانوني کدوالۍ پر وړاندې جدي عملیات دوام لري او د دې بهیر څارنه نوره هم سخت شوې ده.

راپورونه ښيي چې په ترکیه کې د افغان کډوالود نیولو لړۍ تېزه شوې او پولیس هره ورځ په بېلابېلو ښارونو کې د ګڼ شمېرهغه کډوال چې اسناد نلري نیسي.

د ترکیې د کورنیو چارو وزارت په تازه ارقامو کې ویلي چې د روان کال د جنوري څخه تر اکتوبر پورې، په بېلابېلو ښارونو کې ۳۰زره او ۹۹افغان کډوالنیول شوي او د قانوني پروسو لپاره اړوندو ادارو ته سپارل شوي دي.