• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
شننه

پاکستان، افغانستان او سیمه په نوې ډیلما کې راښکیل کړې

شاه محمود میاخېل
شاه محمود میاخېل

د ننګرهار پخوانی والي او د جمهوري غوښتونکو خوځښت د سیاسي اړیکو مشر

۲۴ لړم ۱۴۰۴ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۵، ۰۲:۵۴ GMT+۰

لیکوال: شاه محمود میاخېل پاکستان د غلطو او مغرضانه پالیسیو له امله افغانستان او سیمه، د ګیچتوټ سیمه ایزه ډیلما تر منځ راښکیل کړې ده. په دغه لیکنه کې د دغه ګیچتوب په یو څو بیلګو رڼا اچول شوې ده.

د پاکستان داخلي وضعیت او د بهرنۍ پالیسیو ډیلما:

د پاکستان داخلي وضعیت د امنیتي، اقتصادي او سیاسي جدي ستونځو سره مخامخ دی. د سیمې د ځینو څارونکو له قوله، د پاکستان دریمه حصه جغرافیه د مسلحو مخالفینو لکه ټي ټي پي، د بلوڅو د ازادي بښونکو نهضت، لبیک او نورو ډلو د کنترول او یا نفوذ ساحه ده چې د پاکستان د پوځیانو سره په جګړه کې ښکیل دي. همداشان د پاکستان ولس لویه برخه چې د عمران خان د ډلې نه نیولې تر بلوڅو، د پښتون تحفظ مومنټ، په سند کې مهاجر او نور، د پاکستان د پوځ د پالیسیو سره مخالف دي. د پوځ او هم امنیتي ادارو لپاره دا ګرانه ده چې د پاکستان دا ستونزې د پوځې عملیاتو او د خلکو د ځپلو له لارې حل کړي. په دې توګه، د پاکستان پوځ د خپلو غلطو پالیسیو له امله هر ورځ خپل کنترول د لاسه ورکوي.

د پاکستان اقتصادي وضعیت د بل هر وخت نه زیات د رکود او سقوط سره مخامخ دی. د روان کال د جون په میاشت کې د پاکستان قرضه تقریبا ۲۸۷ میلیارده ډالرو ته رسیدلې چې دا د پاکستان د مجموعي خالص عاید، اویا سلنه تشکیلوي. د یو هیواد قرضه چې د ۱۵ سلنې نه اضافه کیږي، هغه هیواد د جدي اقتصادي ستونځو سره مخامخ کیږي حال دا چې د پاکستان قرضه اویا سلنې ته رسیدلې او دا قرضه لا هره میاشت نوره هم زیاتیږي.

د پاکستان د پوځ مشران، په عوض د دې چې په خپلو امنیتي، سیاسي او اقتصادي پالیسیو کې د پاکستان د ولس په ګټه بدلون راولي، په دې لټه کې دي چې څنګه خپل قدرت ټینګ کړي. اول یې د پو ځ مشر ته د فیلد مارشالې رتبه ورکړله بیا یې د قدرت د ټینګیدو لپاره د پاکستان په اساسي قانون کې غیر قانوني تغیر راوست چې د پوځ د مشرانو قدرت نور هم اضافه کړي. د پوځ مشر، جنرال عاصم منیر لکه د طالبانو د تحریک غوندې د امیر المومنین مرتبې ته اوچت کړ. د دې امتیازات به ټول عمر وي او د هر نوع عدلي او قضایي تعقیب نه به مبرا وي.

په بهرني سیاست کې، پاکستان په تیرو څو لسیزو کې د غرب، عربو او چین نه د سوړ جنګ په وخت کې او هم د تروریزم په نوم د امریکا نه بیلابیلې پروژې واخستلې، خپل اقتصاد یې پرې وچلوه، بیلابیلې ډلې او اشخاص یې تقویه او حمایه کړل چې د افغانستان حکومتونه ضعیفه او په کابل کې خپل تحت الحمایه ډلې په قدرت ورسوي. پاکستان په دې بریالی شو چې خپل تحت الحمایه ګروپونه لکه مجاهدین او طالبان قدرت ته ورسوي خو خپلو ستراتیژیکو اهدافو ته ونه رسید. ځکه نه مجاهدینو او نه طالبانو د پاکستان شرایط قبلولې شول چې افغانستان به د انګلیسانو د وخت پالیسي غوندې، په داخلي سیاست کې ازاد، خو بهرنۍ پالیسي او روابط به د اسلام اباد له لارې تنظیموي،‌ د افغانستان طبیعي منابعو او اوبو ته به لاسرسې لري او هم به افغانان د ډیورند د فرضي کرښې د داعیې نه تیریږي.

د پاکستان او د سیمې ټولو هیوادونو غلطه پالیسي دا ده چې په افغانستان کې ضعیفه او داسې حکومت غواړي چې د دوی هرې غوښتنې ته لبیک ووایي. ضعیفه حکومتونه رامنځ ته شول او اوس هم طالبان د حکومتولې په هکله په ضعیفه موقف کې دي خو د افغانانو حکومت که هر څومره ضعیفه هم شي، د پاکستان ګوډاګیتوب قبلولې نشي. ضعیفه افغانستان، که د افغانانو په ګټه نه و او نه دی، د سیمې د هیوادونو په ګټه هم نه دی.

د تیر تاریخ تجربه هم دا ده چې د خلق دیموکراتیک ګوند د راتګ نه وروسته او د جګړو د پیل نه، او هم د مجاهدینو د داخلي جنګونو له امله په میلونونو افغانان ایران او پاکستان ته کډه شول. په سیمه کې افراطي ډلې په بیلابیلو نومونو تقویه شولې، اوس د پاکستان، افغانستان او سیمې لپاره د دغه ډلو موجودیت یو لوی سرخوګې جوړ کړیدی.

د پاکستان د پوځ مشرانو او د پاکستان لومړي وزیر، شهبار شریف چې یوازې پوځ ته وفاداره حکومت دی، ښکته او پورته منډې وهي او په دې لټه کې دي چې بیا د سوړ جنګ او یا هم په تیرو دوه درې لسیزو کې د تروریزم په نوم د جګړو غوندې، د امریکا او یا عربي هیوادونو نه کومه پروژه تر لاسه کړي، تر څو دوی پرې خپلې سیاسي، اقتصادي او امنیتي ستونځې حل کړي. خو د دنیا حالت وضعیت په هر لحاظ تغیر شوې او پاکستان د پخوا په شان غرب ته جیوستراتیژیک اهمیت نه لري.

په دې اساس پاکستان غواړي چې په سیمه کې اړو دوړ جوړ کړي تر څو د خپل ولس توجه د هیواد نه باندې ستونځو ته واړوي او د خپلو غلطو پالیسیو ملامتیا په نورو واچوي . له یوې خوا به پاکستان وکړې شي چې د کوم ځای نه کومه پروژه تر لاسه کړي او له بله اړخه به پوځ هم خپل د قدرت واګې وساتلې شي. د درېواړو مؤخو لاسته راوړل د پاکستان لپاره اسانه کار نه دی ځکه ولس معلوماتو ته لاسرې لري او د پخوا په څیر د پوځیانو روایتونه د ولس لپاره قابل د قبول نه دي. همدا علت دی چې د عمران خان په نیولو سره، نا رضایتي د خیبر پښتونخواه، بلوچستان او سند نه بر سیره، د پنجاپ اطرافونو ته هم رسیدلې ده.

پاکستان د هند سره لنډه جګړه وکړله خو د جګړې دوام د دواړو هیوادونو په ګټه نه و او هغه ودرید او صرف پاکستان پوځیانو د خپل ځان لپاره کاذب روایت جوړ کړ چې دوی هند ته سخت ځواب ورکړ. همداشان پاکستان د افغانستان په پایتخت، کابل، کندهار او پکتیکا کې بې هدفه هوایي بریدونه وکړل خو د جنګ دوام د پاکستان لپاره ګټور نه و او خبره یې خبرو اترو ته واړوله چې هغه خبرې هم تر اوسه د ناکامې سره مخامخ دي. د طالبانو او د پاکستان د پوځ د امیر المومنانو تر منځ خبرې نورې هم ترینګلې شویدي. د دغه حملو له امله پاکستان ونشو کړې چې داسې روایت جوړ کړي چې ولس د طالبانو په ضد راپاڅیږي او یا دوی نړیوالو ته وښایي چې د تروریزم ځالې په افغانستان کې دي او خپل ځان د ملامتیا نه خلاص کړي.

د افغانستان په هکله دا د لمر غوندې واضحه حقیقت دی چې د پاکستان پوځیانو په تیرو پنځو لسیزو کې نیابتي افراطي ډلې تقویه کړي،وروزلې او هغه یې د خپلو ستراتیژیکو اهدافو لپاره د افغانستان او هم په سیمه کې د نورو هیوادونو په ضد استعمال کړلې. د دغو ډلو لست اوږد دی. د مجاهدینو د ډلو نه نیولې تر طالبانو، او همداسې القایده، لشکر طیبه، داعش او نورې ډلې. د نړیوال سوړ جنګ او یا د تروریزم په نوم د امریکا جګړو نه پاکستان پوره استفاده وکړله او هغه څه چې خوړلي شول، هغه یې نوش جان کړل، خو اوس پاکستان د خپلو تیرو غلطو ستراتیژیکو پریکړو له امله، پخوانې خوړل شوې ګټې هضمولې نشي او لوړ قیمت به ورکوي چې د دغه اور تاثیرات نه یوازې پاکستان ته بلکې د سیمې لپاره به ډیر په لوړه بیه تمامیږي.

د افغانستان داخلي وضعیت او طالبانو د بهرنۍ پالیسیو ډلیما:

افغانستان هم د پاکستان غوندې د سیاسي، اقتصادي او امنیتي ستونخو سره مخامخ دی. په سیاسي لحاظ، د افغانستان حکومت نړیوال او ولسي مشروعیت نه لري او نشي کولې چې په نړیوال ستیج، د افغانستان د ملي ګټو نه دفاع وکړي. ولس که څه هم د پاکستان په ضد ودریدل خو دا دوام دایمي نه دی ځکه د طالبانو په پالیسیو کې هیڅ ډول تغیر رامنځته کیدونکې نه دی. زما په اند، که طالبان په خپلو داخلي پالیسیو کې تغیر رانه ولي، په راتلونکې کې به د ولس د ملاتړ غبرګون د تیر په څیر نه وي.

په اقتصادي لحاظ هم افغانستان د تجارت د کمښت، د پاکستان سره د تجارتي ستونځو او هم د نړیوالو د مرستو د ودریدو له امله د جدي ستونځو سره مخامخ او اقتصادي وضعیت کال په کال خرابیږي. په امنیتي لحاظ هم اکثره راپورنه چې د داخل نه مستقلې ادارې تر لاسه کوي، امنیتي او جنایي پېښې د جمهوریت د دور نه زیاتې دي او کمې نه دي. طالبان فقط د پاکستان د پوځ غوندې غواړي چې قدرت د ټوپک په زور وساتي او حتی په خصوصي مجالسو کې د طالبانو ځیني افراطي مشران وایي چې دوی کولې شي چې ولس لس کاله نور هم وزبیښي او خپل حکومت پرې وکړي. افغانستان کې هم طالبان د پاکستان د پوځ د مشر امیر المومنین غوندې غواړې چې د امیر المومنین هره پریکړه له چون او چرا باید ټول ولس ومني که میچنې هم په خلکو ګرځوي، خلک باید آه او فریاد ونه کړي ځکه د امیر المومنین مخالفت د اسلامي امارت مخالفت او د اسلامي امارت مخالفت، د پیغمبر او خدای مخالفت دی. زما په اند، که د طالبانو لخوا د ولس د زبیښولو پالسي همداسې دوام وکړي، د ګاونډیانو د مداخلو، فقر او بیکارې له امله، موجود فزیکي امنیت هم له منځه ځي.

سیمه ایزه او نړیواله ډلیما:

د پاکستان د غلطو پالیسیو او هم د طالبانو د موجوده کړنلارې له امله، افغانستان، پاکستان او سیمه د جدي ډیلیما سره مخامخ ده. که طالبان په قدرت پاتې کیږي، د طالبانو پالیسي هم د افغانانو لپاره او هم د نړیوالو لپاره د قبول وړ نه ده. فقر او افراطیت ورځې تر بلې اضافه کیږي او دا پخپله په افغانستان او سیمه کې تشنج رامنځته کوي. که طالبان له منځه وړل کیږي، د جنګ لاره عملي نه ده او عواقب یې د ګاونډیانو او سیمې لپاره نور هم خطرناکه کیږي.

ولې د جنګ لاره عملي نه ده؟ ځکه د طالبانو د تیر ځل راپرځولو کې، امریکا د خپل عکس العمل او غچ اخستلو لپاره د ملګرو ملتونو هوکړهاو هم د شرق او غرب د ټولو هیوادونو ملاتړ تر لاسه کړ. د طالبانو رژیم یې رانسکور کړ. امریکا پوځي قوت، امکانات او سیاسي ارادهدرلوده چې د طالبانو د سقوط نه وروسته د نوي حکومت د جوړیدو لپاره د بن د ولسواکۍ پروسه په لاره واچوي. البته هغه وخت هم پهداخل د افغانستان کې او هم په سیمه کې د هغې پروسې مخالفین و خو چا علني مخالفت نشو کولې.

که د بن نیمچه پروسه عملي هم شوله خو هغه د امریکا د فشار نتیجه وه. د ایران په شمول، روسیې او چین هم د امریکا سره همغږي او حتیپه ډیرو مواردو کې مرسته وکړله. دا ځل د طالبانو خپله اداره او هم د سیمې او دنیا حالت او هم د افغانانو غوښتنې او ګټې ډیر سره توپیرلري. په پوځي لحاظ د سیمې هیڅ یو هیواد نه دا قدرت او نه امکانات لري چې د طالبانو مخالفین دومره مسلح کړي چې طالبان پرېراوپرځوي. د مستقیې مداخلې عواقب هم د سیمې هیوادونو ته به په ډیره لویه بیعه تمامیږي. که مداخله ونه کړي او حالات همداسې دوامکوي، افراطيت به په سرعت سره په سیمه کې خپریږي او د سیمې هیوادونه د خپلو تیرو ناکامو او مغرضانه يالیسیو قرباني به اوس ورکوي.پاکستان، غواړي چې افغانستان او سیمه په جنګ کې ښکیل کړي او خپلې پروژې د یو ضعیفه افغانستان په موجودیت کې تر لاسه کړي. په دې خاطر، د طالبانو په موجودیت کې پاکستان د سیمې لپاره یې یو لویه ډیلما جوړه کړیده.

نتیجه:

په افغانستان کې د جمهوریت د راتګ سره یو فرصت پیدا شوې و چې افغانستان په خپلو پښو ودریږي. د افغانستان د ثبات سره، سیمې هم ګټه کوله خو پاکستان او هم ایران خپلو زړو پالیسیو ته دوام ورکړ او د جمهوریت د سقوط لپاره یې طالبان تقویه کړل.

په دې توګه، د یو هیواد ستونزې د مارشالې او فیلډ مارشالې په رتبو خوندي کیدلې نشي بلکې د پالسیو په اصلاح خوندې کیدلې شي. له بده مرغه د پاکستان پوځیانو تر اوسه پورې دا اراده نه ده ښودلې چې د افغانستان په وړاندې خپلو مغرضانه پالیسیو کې تغیر راولي او ضعیفه افغانستان غواړي.

افغانستان کې هم د طالبانو په پالیسیو کې تغیر نه لیدل کیږي. اکثریت افغانان او هم د طالبانو ډیر مهم لوړ پوړي مشران چې حالات څیړي، دکندهار د مشرانو د فکر او حکومتولۍ د طرز سره موافق نه دي خو هغوي هم په موجوده وضعیت کې اسانه لار نه ویني ځکه که طالبان پهخپلو منځو کې د داخلي کشمکشونو سره مخامخ شي، وضعیت نور هم خرابیږي.

مشکل د طالبانو او هم د نورو تیرو رژیمونو دا و چې د قدرت لاسته راوړلو لپاره د جنګ یا کودتاه ګانو له لارې د بهرنیانو په حمایت، ستراتیژي درلوده، خو د ښې حکومتولې لپاره یې تګلاره او اجندا نه درلوده چې ولس په پریکړو کې شریک کړي تر څو د افغانستان سیاسي،عدلي او قضایي، اقتصادي، امنیتي او اداري موسسات تقویه شي. که ولس په پریکړو کې دخیل نه وي، نفې شي او موسسات هم تقویه شوينه وې، نو بیا یو څو کسه د کوټې په قونج کې په پټه د خپلو ګټو د ساتلو لپاره پریکړې کوي او د داسې پریکړو پایلې همیشه ښه نه وي. زما په اند، ولس په زبېښولو نه اداره کیږي بلکې د قانون په چوکاټ کې د ښې حکومتولې په نتیجه کې اداره کیږي.

د طالبانو د تیر دور مشکل همدا و او اوسنې مشکل هم دا دی چې د ښې حکومتولې داصلي تعریف په بنیاد، فرموله نه لري. په ۲۰۲۱ز کالاکتوبر میاشت کې ما په یوه مقاله کې ولیکل چې جنګ د طالبانو لپاره اسانه کار و، خو حکومتولي ورته مشکله ده.

[1] https://www.usip.org/sites/default/files/Afghan-Issues-Paper_For-Taliban-Governing-Will-Be-Hard-Part.pdf

تیر ځل جدا حالت وخو که دا ځل که طالبان پاشل کیږي، سیمه د نوو افراطي ډلو او نیابتي رقابتونو سره مخامخ کیږي. لکه د جمهوریت په وخت کې ځینې سیاسي مخالفینو غلط فکر کاوه چې په راتلونکې کې به دوی د حکومت برخه وي، همداسې طالبان هم غلط فکر کوي او راتلونکې تحولاتو کې به دوی د قدرت برخه نه وي بلکې نورې افراطي ډلې به قدرت نیسي. دا حالت د افغانستان د ولس، پاکستان، سیمې او هم پخپله د طالبانوپه ګټه نه دی.

زما په اند، اول سیمه د افغانستان په هکله په خپل طرز تفکر او پالیسیو باندې جدي فکر وکړي چې ایا د دوی ګټې د یو با ثباته، قانونمنداو مشروع نظام په چوکاټ کې به خوندي وي، یا دوی خپلې ګټې په یو ضعیفه، غیر قانونمند او غیر مشروع نظام په چوکاټ کې غواړي؟تاریخ په تیرو پنځو لسیزو کې ثابته کړله چې هیڅ نیابتي ډله د دوی اوږدمهالې ګټې نشي خوندي کولې. په دې خاطر، د طالبانو په ضد نورې نیابتي ډلو تقویه کول څه ګټه نه لري.

طالبان هم باید د تیر تاریخ نه عبرت واخلي چې د دوی دا حاکمیت په دې ډول هیڅکله دوام نشي کولې او پخپله نیابتي جګړو او رقابتونو ته زمینه مساعدوي او مسوولیت یې د دوی په غاړه دی. د دې ځل د سقوط سره به سیمه هم د دیګ بخار د انفجار غوندې سقوط کوي او دا حالت د هیچا په خیر نه دی.

داسې نظام چې اساسي قانون ونه لري، ولس په پریکړو کې شریک نه وي، مشر یې څوک ونه ویني او هره ورځ د نامعلوم ادرس نه د ولس د ګټو په ضد فرمانونه صادروي او هغه فرمانونو ته اسلامي رنګ ورکوي، څه ګټه نه لري او دوی به هم په دغه راتلونکې اور کې یو ځل بیا سوځي.

ښه به دا وې چې هم طالبان، هم د طالبانو سره مخالف فکري حرکتونه او هم د سیمې هیوادونه باید په افغانستان کې د قانوني او مشروع نظام د جوړیدو لپاره زمینه مساعده کړي. دلته هدف دا نه دی چې وزارتونه او ولایتونه سره تقسیم شي ‌بلکې د قانون په چوکاټ کې د نظام د مشروعیت د پروسې لپاره لاره هواره شي تر څو د نفې او انحصار د قدرت سیاست له منځه لاړ شي او ټول افغانان د قانون په چوکاټ کې په شریکه سره ژوند وکړي.

که دا پروسه نه وي او م زرما ټوله زما وي، بیا هم نتیجه نه ورکوي. د خلق دیموکرایتک ګوند چې ولس نفې کړ او یوازې یو حزبي حکومت یې غوښته، د شوروي اتحاد د حمایت سره سقوط وکړ. مجاهدینو هم دطالبانو غوندې ویلې چې دوی شوروي اتحاد امپراطورې ته ماتې ورکړې، خو د ښې حکومتولې لپاره یې فرموله نه درلوده او ولس یې نفې کړ، څه ګټه ونه کړله او د مجاهدینو مشران د ولس او نړۍ په منځ کې د ټولو نه زیات بدنامه مشران دي. طالبانو تیر ځل هم ولس نفې کړ، څه نتیجه یې ورنکړله. جمهوریت کې د بن په پروسه کې د طالبانو نفې کول او نشتون هم راتلونکو نیابتي جنګونو ته زمینه مساعده کړله او پایله یې د نظام سقوط شو. طالبان په هیڅ ډول د تیرو رژیمونو او ډلو نه قوي نه دي. دوی ولسي او نړیوال مشروعیت هم نه لري او م زرما ټوله زما غواړي او نشي کولې چې ټول ملت نفې کړي نو بقا هم نه کوي.

ترویج لرونکی

د روسیې او طالبانو ترمنځ د پوځي او تخنیکي همکاریو تړون پایلې
۱
د افراسیاب خټک لیکنه

د روسیې او طالبانو ترمنځ د پوځي او تخنیکي همکاریو تړون پایلې

۲
ځانګړی

هبت الله اخوندزاده په یوه نوي فرمان کې د سروزرو خپلسری استخراج منع اعلان کړی

۳

په سرپل کې د طالبانو یوه چارواکي یوه کردۍ ښځه او د هغې لور وژلې دي

۴

پر افغان خاوره د پاکستاني بریدونو په اړه د پاکستان او افغانستان د استازو ترمنځ ناندرۍ

۵

ټي‌ټي‌پي د پښتونخوا په سوات کې د درېو کسانو د وژلو پړه منلې ده

•
•
•

نور کیسې

له القاعده تر ټي ټي پي؛ د طالبانو د دوو واکمنیو د کړکېچونو تکرارېدونکې تجربه

۲۲ لړم ۱۴۰۴ - ۱۳ نومبر ۲۰۲۵، ۱۴:۴۵ GMT+۰
•
محبوب‌ شاه محبوب
له القاعده تر ټي ټي پي؛ د طالبانو د دوو واکمنیو د کړکېچونو تکرارېدونکې تجربه
100%

طالبان دوه ځله په افغانستان کې واک ته رسېدلي دي؛ خو دواړه دورې یې د کورنیو، سیمه‌ییزو او نړۍوالو کړکېچونو له سیوري سره مل وې. د نومبر ۱۳مه د طالبانو د لومړۍ دورې د سقوط ورځ ده، هغه دوره چې د نړۍوالې مداخلې او سقوط له انجام سره مخ شوه.

د طالبانو دویمه دوره چې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۱۵مه پیل شوه، بیا له پاکستان سره له ډېرې نېږدې دوستۍ شروع او اوس د ژور کړکېچ تر سیوري لاندې روانه ده.

لومړۍ واکمني (۱۹۹۶–۲۰۰۱): د سخت دریځۍ او نړۍوالې انزوا دوره

کله چې طالبانو د ۱۹۹۶ کال په سپټمبر کې کابل ونیو، دوی د "امنیت او شریعت" شعار پورته کړ او همدا لامل شو چې ګڼو عامو خلکو یې ملاتړ وکړ او طالبان یې د سولې پرښتې وبللې، خو ډېر ژر یې د سختو مذهبي تګلارو له امله د سیمه‌ییزو او نړۍوالو مخالفتونو څپه راپورته کړه.
په دې موده کې طالبانو یوازې له درېیو هېوادونو — پاکستان، سعودي عربستان او اماراتو — سره رسمي او دوستانه اړیکې لرلې، نورو ټولو هېوادونو یې له رسمیت پېژندنې ډډه کوله.

افغانستان د نړۍوالې انزوا سربېره له ګڼو اقتصادي، سیاسي او سیمه ییزو کړکېچونو سره مخ شو او هم په کور دننه د احمد شاه مسعود په مشرۍ له مقاومت جبهې سره په جګړه واوښتل.

که څه هم د طالبانو لومړۍ دوره له اقتصادي او سیاسي اړخه په نړۍوال کچ له ډېر شدید منفي فکر سره مخ وه، خو په سیمه ییزه کچه یې له پاکستان پرته بل هېڅ ملګری نه لاره او له نورو نېږدې ګاونډیانو سره یې اړیکې ترینګلې وې.

له ایران سره کړکېچ

ایران د طالبانو له سني سخت دریځۍ سره مذهبي اختلاف درلود او د دوی حکومت یې په رسمیت ونه پېژند. طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ۱۹۹۸ کال د مزار شریف پېښه، چې پکې د ایران نهه ډېپلوماتان ووژل شول، د دواړو هېوادونو ترمنځ د جګړې خطر زیات کړ.

له دغې پېښې وروسته اړیکې دومره ترینګلې شوې چې ایران د افغانستان پولې ته خپل نظامي تجهیزات هم انتقال کړي وو او نېږدې وه چې په مستقیمې جګړې لاس پورې کړي، خو په وروستیو شېبو کې یې پلان بدل او له مستقیمې جګړې یې د شمالي ټلوالې ملاتړ غوره وباله، چې دغه ملاتړ د طالبانو پر ضد جګړه لا اوږده او پېچلې کړه.
د ایران له خوا د سوداګریزو لارو تړل، د تېلو کمښت او د اقتصادي بندیزونو اغېزې د افغانستان اقتصاد لا پسې کمزوری کړ.

100%

هند او د طالبانو لومړۍ دوره

د طالبانو په لومړۍ دورې کې د پاکستان او طالبانو اړیکې له بل هر چا غښتلې، نېږدې او د خوږو ملګرو په توګه تعبیرېدې او هند د طالبانو او پاکستان د نږدې اړیکو له امله جدي اندېښمن و، ځکه دا اړیکې د هند د امنیتي او سیمه‌ییزو ګټو لپاره ګواښ ګڼل کېدې.

هند د شمالي ټلوالې مالي او لوجستیکي ملاتړ وکړ ترڅو د طالبانو نفوذ محدود کړي. دا ملاتړ د افغانستان په شمالي سیمو کې د طالبانو او شمالي ټلوالې ترمنځ د جګړې د دوام یو بل عامل و، چې هند د خپلو ستراتیژیکو اهدافو لپاره اړین ګاڼه.

له روسیې سره کړکېچ

روسیې د طالبانو پر وړاندې ځانګړې اندېښنه لرله، ځکه طالبانو د چچنیا یاغیانو فکري او لښکري ملاتړ کاوه، چې دغو یاغیان په روسیه کې د اسلامي افراطیت له امله ستونزې رامنځته کولې. روسیې د شمالي ټلوالې د ملاتړ ترڅنګ په منځنۍ اسیا کې خپل پوځي حضور زیات کړ ترڅو د طالبانو د نفوذ د خپرېدو مخه ونیسي.

همدارنګه، د روسیې د سرحدي امنیت د خوندي ساتلو لپاره پوځي تمرینونه ترسره شول او د استخباراتي معلوماتو تبادله د طالبانو پر ضد وکارول شوه.

د منځنۍ اسیا هېوادونه او طالبان

د منځنۍ اسیا هېوادونو، لکه تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان، د روسیې په مشوره د امنیتي تړونونو او ګډو پوځي تمرینونو له لارې هڅه وکړه چې د طالبانو مذهبي سخت دریځي او نفوذ محدود کړي.

د تاجکستان او افغانستان ترمنځ پولې د امنیتي ځواکونو له خوا کلکې ساتل کېدې، د شمال ټلوالې سیاسي دفترونه، کورونه او روزنیز مرکزونه په تاجکستان کې مستقر شول او د تاجکستان استخباراتو یوه ځانګړې برنامه پیل کړه چې د طالبانو له خوا د سیمه‌ییزو ځوانانو د مذهبي توندلارۍ د جذب مخه ونیسي.

د دغو اقداماتو پایله دا شوه چې افغانستان له سیمه‌ییزې سوداګرۍ، ټرانزیټ او اقتصادي همکارۍ محروم شو. د منځنۍ اسیا لارې چې د تیلو، ګاز او نورو سوداګریزو توکو د لیږد لپاره مهمې وې، وتړل شوې او د هند د ځینو اقتصادي پروژو لکه د انرژۍ د انتقال پروژې (TAPI) فعالیتونو ته هم زیان ورسید.

له امریکا سره کړکېچ او د واک پای

امریکا د ۱۹۹۸ کال د نایروبي او دارالسلام بریدونو وروسته له طالبانو غوښتل چې اسامه بن لادن وسپاري، خو طالبانو دا غوښتنه رد کړه.
له دې وروسته د طالبانو او واشنګټن اړیکې ترینګلې شوې او د سپټمبر ۱۱ (۲۰۰۱) بریدونو وروسته امریکا د نړۍوال ایتلاف په مشرۍ پر افغانستان برید وکړ.

دې جګړې په څو اوونیو کې طالبان له واکه وغورځول. په ۲۰۰۱ کال د نومبر په ۱۳مه، کابل سقوط وکړ او د ملا محمد عمر په مشرۍ د طالبانو لومړۍ واکمني پای ته ورسېده.
طالب مشران بیا د ختیځو غرنیو او قبایلي سیمو پر لور لاړل او د وزیرستان په ګډون، باجوړ، پېښور، اکوړي، کوېټه او بېلابېلو سیمو کې مېشت شول.

دویمه واکمني (۲۰۲۱–تر اوسه): له پاکستان سره کړکېچ

طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه د امریکا له وتلو وروسته یو ځل بیا کابل ته داخل شول او واک یې ترلاسه کړ.
خو دا ځل، د نړۍوالې انزوا پر ځای، د دوی اصلي کړکېچ د پاکستان سره دی، هغه هېواد چې د طالبانو د پخواني ملاتړ اصلي سرچینه ګڼل کېده.

که څه هم طالبان لا هم په نړۍوال کچ رسمیت نه لري او یوازې روسیې یې حکومت په رسمیت پېژندلی خو د سیمې له ګڼو هېوادونو سره غیر رسمي ډېپلوماتیکې اړیکې لري.

دا ځل طالبان د خپلو ټولو هغو پخوانیو دښمنانو سره دوستي لري، چې د کړکېچ یو ځانګړی تاریخ یې ورسره لاره؛ روسیې چې د طالبانو پر وړاندې یې د شمال ټلوالې مقاومت تمویل کړ له طالبانو سره رسمي اړیکې جوړې کړې دي.

له ایران سره هم د طالبانو د دویمې واکمنۍ په دویم کال اړیکې یو څه ترینګلې وې، د اوبو د وېش مساله یوه له جدي مسالو څخه وه، چې د دواړو لوریو له خوا توندې څرګندونې هم وشوې خو د دواړو خواوو اړیکې ډېرې ژر بېرته عادي شوې.

له تاجکستان پرته د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د طالبانو اړیکې تر ډېره سوداګریزې او نیمه رسمي ډېپلوماتیکې دي چې د طالبانو د حکومت له پیله تر اوسه په دغو اړیکو کې رغنده بدلون راغلی دی.

تاجکستان هم د ۲۰۲۵ کال په وروستیو کې له طالبانو سره د مستقیمو اړیکو یوه ننداره وړاندې کړه چې د جوړېدونکو اړیکو معنا لري.

پخوانۍ دورې ته په کتو دا ځل هند هم له طالبانو سره کاملاً دوستانه اړیکې جوړې کړې چې نښې یې په ۲۰۲۵ کال کې راڅرګندې شوې.

دا ملګرتیا د پاکستان لپاره د اندېښنې سبب شوې او پاکستان فکر کوي چې هند غواړي دوی په افغانستان کې مصروف وساتي.

یوازینی هېواد چې د طالبانو د حکومت په پیل کې د طالبانو نېږدې دوست مګر وروسته له څلورو کلونو دښمن یادیږي پاکستان دی.

په افغانستان کې د جمهوري دولت له سقوط وروسته په پاکستان کې د ټي ټي پي په فعالیتونو کې د پام وړ بدلون راغلی دی او دغې چارې پاکستان اندېښمن کړی دی.

اسلام‌اباد له طالبانو غواړي چې د “تحریک طالبان پاکستان (TTP)” پر ضد اقدام وکړي، خو طالبان دا ډله د پاکستان داخلي مساله ګڼي او د دواړو خواوو ترمنځ د اعتماد کچه د پام وړ راټیټه شوې ده.

د پاکستان له‌خوا د سوداګرۍ، ټرانزیټ او وېزې محدودیتونه زیات شوي، بل خوا طالبانو هم له پاکستان سره د سوداګرۍ د لغوه کولو اعلان کړی.
په ورته وخت کې د نړۍوالو مرستو کمښت او د بانکي نظام محدودیتونه د اقتصادي رکود بڼه نیولې ده.

همدارنګه د سرحدي نښتو شمېر زیات شوی، د دواړو لوریو وسله وال ځواکونه یو پر بل بریدونه کوي. پاکستان پر کابل هم بمباري وکړه او په پکتیکا او خوست کې یې هم یو شمېر سیمې په نښه کړې.
د ټي ټي پي فعالیتونه د پاکستان امنیت ته جدي ګواښ ګرځېدلی، خو طالبان وايي دا ډله د هغوی له کنټروله بهر ده.
د دې کړکېچ دوام د سیمې د امنیت لپاره یوه نوې ستونزه بلل کېږي.

پرتلنه

لومړۍ دوره کې طالبان له ایران، هند، روسیې او امریکا سره په کړکېچ اخته وو او له نړۍوالې انزوا سره مخ شول.
په دویمه دوره کې سره له دې چې طالبان د ډېپلوماسۍ هڅې کوي، روسیې د دوی دولت په رسمیت پېژندلی، خو له پاکستان سره شخړه د سیمې د ثبات لپاره لوی خطر ګرځېدلې ده.

په لومړۍ واکمنۍ کې د القاعده ملاتړ د نړۍوال یرغل لامل شو، خو اوس طالبان هڅه کوي له نړۍوالو ترهګرو ډلو فاصله وښيي، سره له دې، د داعش خراسان څانګې فعالیتونه لا هم د نړۍوالو اندېښنې زیاتوي.

د طالبانو دواړه واکمنۍ د افغانستان او سیمې لپاره له ژورو سیاسي او امنیتي کړکېچونو ډکې وې.
په لومړۍ دوره کې د مذهبي سخت دریځۍ او نړۍوال انزوا لامل د واک سقوط شو او په دویمه دوره کې د پاکستان سره کړکېچ، اقتصادي فشارونه او نړۍواله بې‌باوري د طالبانو لپاره سترې ننګونې جوړې کړې دي.

که طالبان د خپل سیاست په لار کې بنسټیز بدلون را نه ولي، د دویمې واکمنۍ برخلیک هم د لومړۍ دورې په څېر د انزوا او احتمالي سقوط پر لور تللی شي.

د افغانستان او پاکستان تر منځ تجارتي جنګ؟

۲۲ لړم ۱۴۰۴ - ۱۳ نومبر ۲۰۲۵، ۱۲:۲۷ GMT+۰
•
افراسیاب خټک
د افغانستان او پاکستان تر منځ تجارتي جنګ؟
100%

د طالبانو د امارت د رییس‌الوزرا اقتصادي معاون ملا عبدالغني برادر د نومبر په دولسمه نېټه په کابل کې د تاجرانو او صنعتکارانو یوې غونډې ته په وینا کې اعلان وکړ چې که چیرې پاکستان د افغانستان سره د دوی له خوا بندې کړې تجارتي لارې بیا پرانیزي، نو لومړی باید عملي او قوي تضمینونه ورکړي.

نوموړي وویل چې په دې تضمین چې دغه لارې به بیا هېڅ وخت نه د جنګ په شرایطو کې او نه په عادي شرایطو کې تړل کېږي.هغه زیاته کړه چې افغانستان د متقابل احترام په اساس د پایښت لرونکو تجارتي روابطو ساتل غواړي څو له دغو روابطو څخه د سیاسي فشار د آلې په توګه استفاده ونه شي.

ملا برادر افغان تاجرانو ته دا هم وویل چې هغوی دې د خپلو صادراتو او وارداتو لپاره د پاکستان په ځای نور هېوادونه انتخاب کړي، او که هغوی دا کار ونه کړي او د نن نه پس په پاکستان کې د کوم مشکل سره مخ شي، نو د طالبانو امارت به د هغوی شکایت یا مشکل ته رسېدنه ونه کړي.

په دې ته ورته محتوا سره عبدالله عزام، د رییس‌الوزرا د اقتصادي معاونیت د دفتر رییس هم یوه اعلامیه صادره کړې ده. عزام ویلي دي چې اسلام‌اباد د تجارتي لارو په تړلو د اقتصادي چارو څخه د سیاسي ابزار په توګه استفاده کوي، او د اسلام‌اباد دغه کار د دواړو هېوادونو تر منځ د متقابل احترام او د اقتصادي همکارۍ د اصولو نه سرغړونه ده.

دا خبره د یادونې وړ ده چې د اکتوبر د میاشتې په دویمه اونۍ کې د پاکستان او د طالبانو د امارت تر منځ د پوځي نښتو نه وروسته پاکستان د ډیورند کرښې د پاسه دروازې د افغانستان د ټرانزیټ تجارت او د دواړو هېوادونو د خپل‌منځي تجارت په مخ وتړلې، او د دریو اونیو نه زیات وخت دا تجارتي تعامل بند پاتې دی.

د ملا عبدالغني برادر د پورته ذکر شوي اعلان نه وروسته دا پوښتنې راولاړیږي چې د طالبانو د امارت له خوا له پاکستان سره د تجارتي مقاطعې موخې څه دي؟ د دواړو هېوادونو لپاره به د تجارت بندش څه عواقب ولري؟ او آیا افغانستان به د خپل ټرانزیټي تجارت لپاره د پاکستان د لارو بدیل پیدا کړي؟

خو د دې نه وړاندې باید یو لنډ نظر د افغانستان په باب د پاکستان په پالیسۍ او چلن باندې واچول شي. په دې کې شک نشته چې پاکستان د لومړۍ ورځې نه د افغانستان په اړه خپله پالیسي د انګلیسي استعمار د کتابونو او دوسیو د مطالبو په اساس جوړه کړې ده. په دغې پالیسۍ کې د متقابل لوري احترام او برابرۍ په اصولو د اړیکو جوړول ځای نه لري، بلکې په افغانستان باندې فشار راوړل او د هغه لاس مروړل اصلي ستراتیژي ګڼل کېږي.

د بحر نه لرې، په وچه کې ګیر هېوادونو ته د ګاونډیو هېوادونو له خوا د ټرانزیټ تجارت حق ورکول د بین‌المللي مناسباتو د قانون برخه ده، او د دغه حق څخه د فشار د آلې په توګه استفاده کول د بین‌المللي قوانینو نه سرغړونه ده، خو متاسفانه پاکستان تل دا کار کړی دی او بین‌المللي قوانینو ته یې په درنه سترګه نه دي کتلي.

که د طالبانو د امارت له خوا د پاکستان سره د تجارت په اړه د هغوی د نوي ګام موخې ته فکر وکړو، نو دا ویل کېدای شي چې دا د پاکستان په ناکړدو د یو احتجاج څرګندولو سره سره په جدي توګه د پاکستان له لارې د افغانستان د ټرانزیټ تجارت لپاره د یوه بدیل لټون ته د افغانانو پام راګرځول دي. د دې وینا مطلب دا هېڅ نه دی چې د دې نه وړاندې د افغانانو دې لوري ته هېڅ پام نه و.

د جمهوریت د وخت حکومتونو مشکل په دې کې و چې یو خو پاکستان د امریکا ډېر نږدې متحد و، د امریکا په موجودیت کې د پاکستان سره تجارت بندول ممکن نه و. بله خبره دا وه چې د امریکا او ناټو د اکمالاتو ټوله لاره له پاکستان نه تېرېده، نو هغه وخت د دغې لارې مقاطعه کول په عمل کې امکان نه درلود. خو بیا هم د جمهوریت د دورې حکومتونو د ټرانزیټ د تجارت لپاره له ایران سره د چابهار د بندر نه د استفادې په لړ کې تفاهم ایجاد کړی و او دغه تفاهم عملي بڼه هم غوره کړې وه. د هندوستان حکومت د افغانستان او د مرکزي آسیا د هېوادونو سره د تجارت لپاره د چابهار په بندر کې خاصه دلچسپي لرله.

که څه هم په ایران باندې د امریکا له خوا لګول شوي بندیزونه په دې لاره کې خنډ وو، د امریکایي ځواکونو په موجودیت کې د جمهوریت د حکومتونو لپاره د چین سره ژور مناسبات او په خلاص مټ تجارت هم ممکن نه و. اوس دا مشکل نشته، او که د چین او افغانستان تر منځ د واخان د لارې سړک پوخ او تکمیل شي، نو د افغانستان د صادراتو او وارداتو لپاره به یو مطمئن مارکېټ په لاس ورشي.

د پاکستان واکداران په دې علت هم د یوه مضبوط او پرمختللي افغانستان د جوړېدو نه په ویره کې دي، چې که چیرې پاکستان د امریکا سره د خپلو نږدې اړیکو له امله د چین د کمربند او جادې په پروژه کې پوره ورګډ نه شي، نو چین لپاره افغانستان د مرکزي آسیا او لوېدیځې آسیا سره د وصلېدو لپاره بهترین بدیل دی.

خو د افغانستان ملي ګټې په دې کې دي چې هغه دې خپل تجارت او اقتصادي همکارۍ لپاره تش په یوه هېواد او یا یوه لوري باندې اتکا ونه کړي، او تل دې څو واریانتونه په لاس کې ولري. خو دا کار په درې میاشتو کې ممکن نه دی. د دې هدف تر لاسه کولو لپاره وخت، پلان، ستراتیژي او سیاسي اراده په کار ده، او دغه شیان د یوه په علم سنبال، مجرب، د ولس په اراده ولاړ او په وطن میین زعامت ته اړتیا لري.

دا هم لازمه ده چې د پاکستان سره د افغانستان د سیاسي او اقتصادي اړیکو په راتلونکي باندې هم یو نظر واچول شي. هسې خو د ګڼو جغرافیایي، تاریخي او کلتوري مشترکاتو له امله په کار دا ده چې د دغو دواړو ګاونډیو هېوادونو تر منځ ژورې او پایښت لرونکې اړیکې موجودې وې، خو که د پاکستان واکداران په افغانستان کې د خپلو تر ټولو نږدې متحدینو، یعنی طالبانو سره دوستانه اړیکې ونه پاللی شي، نو دا ښکاره خبره ده چې هغوی به په نږدې راتلونکي کې د طالبانو په ګډون د هېڅ یوه افغان حکومت سره حسنه اړیکې ونه شي ساتلی.

په دې لاره کې تر ټولو ستر خنډ د پاکستان د جنرالواکۍ دا ذهنیت دی چې ګواکې دوی ته د ابرقدرتونو له خوا د افغانستان د مدیریت کولو دنده سپارل شوې ده، او دوی د افغانستان د داخلي او خارجي سیاستونو د ټاکلو لپاره د مداخلت حق لري. تش دا نه ده، د پاکستان جنرالواکۍ د پنځه څلوېښت کالونو راهیسې په افغانستان کې د ویجاړوونکو جنګونو اور ته لمن وهلې ده، او د افغانستان د بې‌وسه مهاجرینو سره یې داسې ظالمانه چلن کړی دی چې په نږدې وختونو کې د اړیکو عادي کېدل ممکن نه ښکاري. خو البته که د پاکستان په سیاست کې اساسي بدلونونه راشي، نو بیا د ښیګڼې امکانات پیدا کېدای شي.

ایا ډیورنډ کرښه د «مذهب او ملتپالنې» ګډ رنګ اخلي؟

۱۹ لړم ۱۴۰۴ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۵، ۰۹:۳۱ GMT+۰
•
نذیراحمد سهار
ایا ډیورنډ کرښه د «مذهب او ملتپالنې» ګډ رنګ اخلي؟
100%

ډیورنډ کرښه چې په تېرو ۴۵ کلونو کې یې په افغانستان کې د پاکستان د نفوذ سیاستونو له امله مذهبي رنګ خپل کړی و، په دې وروستیو کې داسې ښکاري چې مذهبي-ناسیونالیستي رنګ پرې غالب کېدونکی دی. دغه ترکیب د اسلام اباد د وروستیو سیاستونو له امله اوس ډېر د پاکستان په مخالف قطب کې ارزول کیږي.

د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې له پاکستان سره له جګړو نه، د طالبانو په ایډیالوژۍ کې دوه څیزونه را برسېره شول. یو وطنپالنې د هغوی د جنګیالیو پر امت محورۍ غلبه وکړه او دویم، دوی په عمل کې په دې اعتراف وکړ، چې ملتپالنه او نشنلیزم د اسلامي اخوت او امت پالنې په چوکاټونو کې نه شي ایسارېدای.

طالبانو په دې جګړه کې ښايي دا درک کړې وي، چې د مذهبي واکمنۍ پیاوړتیا او پراختیا «ملي» او نړیوال مشروعیت ته اړتیا لري او د اقتدار د خوندیتوب او ادامې لپاره یوازې مذهبي چتر او اطاعت کفایت نه کوي.

ورته بېلګې د سیمې د تاریخ په ډېرو نورو مذهبي غورځنګونو کې هم موندل کیږي، په ځانګړې توګه کله چې په سیمه کې د جهاد داعیه پیکه شوې، ناسیونالېستي داعیې یې ځاینایستې شوې دي.

له ډیورنډ کرښې پورې غاړه هم د وسله والو ډلو او ملتپالو خوځښتونو رنګ او جوړښت د بدلېدو په حال کې دی. ځینې جنګیالۍ ډلې د نیابتي جګړو له اوږدو تجربو وروسته اوس په خپله خاوره کې د هغه څه ادعا کوي، چې کلونه یې په کابل کې د هغه لپاره جګړې کولې. هغوی ته دا قناعت ورکول ستونزمن شوي، چې شریعت او د طالبانو په څېر نظام یوازې د کابل اړتیا ده او اسلام اباد دا ډول نظام ته جوړ نه دی.

یو شمېر نیابتي جنګیالۍ ډلې چې د پاکستان د پوځ د سیاستونو په پایله کې د اوزارو په توګه وکارېدې او له پامه وغورځول شوې، اوس د خپل هویت د بیا تعریف په لټه کې دي. په قبایلي سیمو کې د پاکستان پوځي عملیاتو په هغوی کې ظاهرا د خپلې خاورې د مالکیت حس هم تقویه کړی دی، یا لږ ترلږه ملتپالنه یې د ځان د تغذیې لپاره اغیزناک شعار موندلی.

په ورته وخت کې د دودیزو ملتپالو ګوندونو پرځای، چې ډېر تمرکز یې پر رایه او واک و او په دې سیمه کې یې د پوځي او ترهګریزو عملیاتو مخه ونه شوای نیولای، یا د ملتپالنې داعیه یې په سیاسي بډو کې پیکه شوې، د پي ټي ایم په څېر غورځنګونو وده کړې او په خلکو کې یې د فکر، ذهنیت او نظریې په برخه کې ژور بدلون راوستی دی. دغو دوه اړخیزو داخلي تغییراتو نه یوازې دا، چې د تېر برعکس د هوجرې او جومات ترمنځ د ټکر مخه نیولې، بلکې یو غیر همغږی ناڅاپي مذهبي-ناسیونالېستي محیط یې رامنځته کړې، چې د پاکستان لپاره یې په ځانګړې توګه په خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو کې، یو نوی سرخوږ پیدا کړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ په لومړي ځل په خپله رسمي اعلامیه کې طالبان د پښتون نشنلیزم په هڅولو تورن کړل.
100%
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ په لومړي ځل په خپله رسمي اعلامیه کې طالبان د پښتون نشنلیزم په هڅولو تورن کړل.

د پاکستان پوځي مشرانو لسیزې هڅه کړې چې د خپلې ستراتیژیکې ژورتیا په سیاستونو د امنیت د تعریف یوازینۍ سرچینه واوسي، خو اوس دغه بیانیه په ولسي کچه، په ځانګړې توګه په خیبر پښتونخوا کې، چې د جګړې په اصلي کرښه کې پروت دی، تر پوښتنې لاندې ده، ځکه جنګیالۍ ډلې بېرته په تصفیه شویو سیمو کې سر راپورته کوي، پوځ پکې پیاوړی شوی، خو پښتونخوا پکې له پښو غورځېدلې ده.

سره له دې چې پوځ خپله جګړه ترهګرۍ ضد ګڼي، خو د پښتنو په یو شمېر ملتپالو کړیو کې دا تحلیل غالب دی، چې تر ۲۰۱۴ کال پورې چې په قبایلي سیمو کې کوم پوځي عملیات وشول، د جنګیالیو او وسله والو ډلو پرځای پکې د سیمو پر نیولو او د مخالفو سیاسي او قومي محورونو پر ټکولو تمرکز وشو. له همدې امله اوس دا برداشت هم پیاوړی شوی، چې د ترهګرۍ ضد عملیاتو تر اډانې لاندې هڅو کې اصلي هدف ټي ټي پي نه دی.

پوځ روانه جګړه د امنیت د ټینګښت هڅه بولي، خو په عامه ذهنیت کې د پوځ پر رښتینولۍ او نیت د باور بحران دومره ژور شوی، چې د امنیت د تضمینولو هڅې یې هم اوس د ناامنۍ د عامل په توګه تعبیریږي. دغه بې باوري د پوځي عملیاتو پر وړاندې په ټوله پښتونخوا کې د امن پاڅونونو او غونډو او جرګو په راوتلو او ترسره کېدا کې محسوسیږي.

پر قبایلي سیمو د طالبانو د امیر سیوری

د طالبانو په منځ کې د پاکستان دښمنۍ نوی رجحان اسلام اباد ته یوه نوې ننګونه ده، چې د امارت په ټینګولو سره یې په پښتني پټاره کې ډېری مذهبي او پخوانۍ نیابتي ډلې له کابل سره وصل کړې دي. له کابل سره چې په اوسمهالو شرایطو کې څومره د اسلام اباد اړیکې ترینګلې کیږي، د نیابتي ډلو څنګ یې خالي کیږي.

د افغانستان په سیاسي تاریخ کې د امارت او قومي-مذهبي مشرانو اړیکه خورا پېچلې ده.

تر شلمې پېړۍ پورې یې مرکزیت په کابل کې و. امیر د دیني سمبولونو له لارې سیاسي واک ته مذهبي رنګ ورکاوه او د جوماتونو له لارې یې سیاسي فرمانونه نافذول. انګریزانو یې پر وړاندې ملک‌محوره سیسټم رامنځته کړی و، چې تر اوږدو کلونو پر دې دوو محورونو د نفوذ جګړې روانې وې. د افغان امیرانو له سمبولیکې جهادي مشرتابه نه په اغیز، د پښتونخوا او قبایلي سیمو ملا او امیر تر ډېره وخته د «افغان امیر» متابعت کاوه، خو د پاکستان په جوړېدو سره په وزیرستان او قبایلي سیمو کې د امارت رېښې کمزورې شوې، ځکه اسلامي داعیې رنګ بایلود او په کابل کې امارتي نظامونه په شاهي او جمهوري نظامونو بدل شول. مذهبي ډلې ورو ورو د پاکستان لاس ته ورغلې او افغانستان د پښتونستان د داعیې ملاتړ ته ودانګل، چې په وزیرستان کې د ایپي فقیر په څېر د مذهبي مشرانو هڅو هم د ملتپالنې او مذهب ګډ رنګ خپل کړ. خو د شاهي او جمهوري نظامونو په نسکورېدو او د د طالبانو د لومړني امارت په رامنځته کېدو سره یوځل بیا په وزیرستان او قبایلي سیمو کې د امارت وچې رېښې بېرته را زرغونې شوې؛ نوې ډلې رامنځته شوې او امیرانو یې د طالبانو له امیرالمومنین سره خپل بیعتونه اعلان کړل. دا یو تاریخي تسلسل دی، چې اغیزې یې نن یوځل بیا د ډیورنډ کرښې په دواړو خواوو کې لیدل کیږي.

دا ځل ستر توپیر دادی، چې په کابل کې حاکم نظام ځان د شریعت بیرغچي ګڼي او له پاکستان سره د شخړو په ترڅ کې د ملتپالنې او دینپالنې له دواړو شعارونو ګټه اخلي.

پخوا د برېټانیايي هند او را وروسته د پاکستان د جوړېدو په کلونو کې د امیرانو خلاف له ملکانو او قومي مشرانو نه ګټه اخېستل کېده، خو په تېرو شلو کلونو کې وسله والو نیابتي ډلو او دولتي سیاستونو قومي مشرۍ او سیسټمونه دومره وځپل، چې اسلام اباد له دې وسیلې نه هم اوس اغیزناکه ګټه نه شي اخېستی.

د پاکستان لوی درستیز عاصم منیر د پاکستاني طالبانو پر وړاندې سخته پالیسي غوره کړې ده
100%
د پاکستان لوی درستیز عاصم منیر د پاکستاني طالبانو پر وړاندې سخته پالیسي غوره کړې ده

ټي ټي پي په دې وروستیو کې کوښښ کوي، چې خپله جګړه ییزه ستراتیژي هدفي او غلچکیو بریدونو ته واړوي. د عامو خلکو او سیاسي ګوندونو د هدف ګرځولو پر ځای پر پوځي اهدافو ددې ډلې تمرکز ښيي چې سیاسي او نظامي بلوغ پکې پیاوړی شوی. دې ډلې په وروستیو کلونو کې خپله بیانیه بېرته رغولې او له ولسي او د ملتپالنې له شعارونو سره ځان نږدې ښيي. د شریعت تر څنګ د پښتونولۍ او پښتنو د حقوقو مساله، چې یو وخت په مذهبي ډلو کې غیر اسلامي عمل ګڼل کېده، ددې ډلې په اعلامیو کې محسوسیږي. د مشرۍ او قوماندې جوړښت یې بېرته رغولی، پاشلې لیکې یې تر یو چتر لاندې راغلې، په شعارونو، جګړه ییزه تګلاره او اهدافو کې یې بدلون راغلی او جګړه يې د پخوا په پرتله له «بې‌هدفه او تبلیغاتي بريدونو» څخه را اېستلې ده. اوس دوی پر پوځي او استخباراتي هدفونو تمرکز کوي، د ملکي خلکو د حقونو په اړه اعلامیې ور کوي او د ګواښ د ژبې پرځای له خلکو سره مصلحتي او همکارۍ ته هڅوونکې لهجه کاروي.

د پاکستان پوځ له دغسې یوه اټکل نه غافل نه و، ځکه په ۲۰۲۰ کال کې پر کابل د افغان طالبانو له تسلط وړاندې د عمران خان حکومت د جنرال باجوه د نرمې ستراتیژۍ له لارې په قبایلي سیمو کې د جنګیالیو غلي میشتول پیل کړل، چې د کابل له سقوط وروسته نه یوازې دا، چې په قبایلي سیمو کې د جګړو د اور سکروټې بلې پاتې نه شي، بلکې قبایلي جنګیالي په خپلو ټولنو کې مدغم شي او لږ ترلږه پر ډیورنډ کرښه پرتو قبایلي ولسوالیو کې په محلي حکومتونو او امتیازاتو کې ښکیل او خیبر پښتونخوا ته د کابل د امارت اوږدېدونکي لاسونه لنډ شي. خو د عمران خان د حکومت له نسکورېدو او د ای ایس ای د هغه وخت د رییس جنرال فیض حمید له ګوښه کېدو او زنداني کېدو وروسته د نوې پوځي مشرۍ په راتګ سره دغه بهیر ودرېد؛ خبرې اترې ناکامې شوې او د پاکستاني طالبانو پر وړاندې سختې پالیسيۍ غوره شوې.

د زور هغه محاسبه چې د پاکستان د لوی درستیز جنرال عاصم منیر تر مشرۍ لاندې پیل شوې، تر دې دمه داسې ښکاري چې د قبایلي سیمو د امنیت د ټینګښت او ثبات د بیا راګرځېدو لامل نه ده ګرځېدلې. برعکس، روان وضعیت ښيي چې د دې پالیسۍ له امله د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته د ټي ټي پي او ورته ډلو د فعالیت کچه لوړه شوې ده.

پوځي فشار د جنګیالیو نوی اتحاد راټوکوي

د ټي ټي پي تر شا د جنګیالیو د یو احتمالي غیر رسمي اتحاد نښې لیدل کېږي، چې ښايي په سختو شرایطو کې یو ځل بیا د جګړې ډګر ته راښکته شي او د سوریې د جګړې له تجربو کار واخلي.

له همدې امله پاکستان د القاعدې پر وړاندې چې ددغسې اتحاد د رامنځته کولو کافي تجربې، نظامي کدر ، نفوذ او ظرفیت لري، په خپلو دریځونو کې خورا محتاط دی.

د افغان حکومتونو پر وړاندې د طالبانو او د هغوی د متحدو جنګیالیو ډلو د ملاتړ په څېر، چې مشروع او منطقي نه و، له دې ډلو سره د پاکستان ټکر هم له خطره خالي نه دی. د جګړې په اوږدو کې را لوی شوی نسل، چې له سختو شرایطو سره عادت شوی، کولای شي د ټي ټي پي تشېدونکې لیکې زر بېرته ډکې او پیاوړې کړي.

د ټي ټي پي تر شا د جنګیالیو د یو احتمالي غیر رسمي اتحاد نښې لیدل کېږي، چې ښايي په سختو شرایطو کې یو ځل بیا د جګړې ډګر ته راښکته شي او د سوریې د جګړې له تجربو کار واخلي.
100%
د ټي ټي پي تر شا د جنګیالیو د یو احتمالي غیر رسمي اتحاد نښې لیدل کېږي، چې ښايي په سختو شرایطو کې یو ځل بیا د جګړې ډګر ته راښکته شي او د سوریې د جګړې له تجربو کار واخلي.

د سیمې قومي جوړښتونو او تاریخي اړیکو ته په پام په دې انسجام کې مذهبي او ناسیونالېستي دواړه محرکات رول لوبولی شي.

په کابل، پکتیکا او باجوړ کې شویو هوايي بریدونو ته په پام، پاکستان د متحده ایالاتو د ترهګرۍ ضد ستراتیژۍ په تعقیب د ټي ټي پي د مشرتابه په هدف ګرځولو تمرکز کړی. دغه ستراتیژي د جنګیالیو ډلو په منځ کې د مشرۍ تشه او داخلي تشتت رامنځته کولای شي او پوځ ته فرصت ور کوي، چې سیمې تصفیه او په دې ډله کې نفوذ وکړي، خو تېرو تجربو او په قبایلي ټولنو، په ځانګړې توګه مسید قبیله کې د مشرۍ رامنځته کولو طبیعي ظرفیت ته په پام دغه اغیز ډېر دوام نه شي کولای، ځکه په تېرو شلو کلونو کې له بیت الله مسید نه تر حکیم الله مسید او مولانا فضل الله سواتي پورې د ټي ټي پي د دریو مشرانو په وژل کېدو د مشرۍ تشې ډېر دوام ونه کړ او نوي لا سخت مشران یې وموندل.

بل مهم فاکتور په ټي ټي پي کې د مختلفو بومي قبیلو د جنګیالیو را ټولېدل دي، چې له القاعدې او نورو جنګیالیو ډلو سره یې جوړښت او د مشرۍ څرنګوالی متفاوت کړی دی.

تر ټولو ننګوونکی اړخ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د یوې نوې حایل سیمې یا پټنځایونو د رامنځته کېدو احتمال دی، چې د «درېیم وزیرستان» حیثیت خپلولای شي. تجربو ښودلې د هرې جګړې تر شا، چې خوندي جبهه پرانېستي وي، د جګړې له لارې د هغې ماتول ستونزمنیږي او که جګړه یوځل بیا د طالبانو د ځواکونو او پاکستان ترمنځ نښلي، دغه جبهه لا پراخېدای او منظم ملاتړ خپلولای شي.

په افغانستان کې د ناټو او متحده ایالتونو د ناکامۍ او د افغانستان د حکومتونو د سقوط یو مهم فاکتور، د ډیورنډ په پورې غاړه کې د یوې ملاتړې جبهې رامنځته کېدل و، چې پاکستان یې د افغان حکومت او نړیوالې ټولنې له ټولو نیوکو او فشارونو سره سره، ملاتړ جاري ساتلی و.

له ۲۰۰۲ کال نه تر ۲۰۲۱ کال پورې د طالبانو د جګړو په تړاو د پاکستان یو غلی دریځ دا و، چې د افغانستان جګړه داخلي بلوا (Insurgency)ده؛ پښتنو ته په واک کې کافي ونډه نه ده ورکړل شوې او جنګیاليو ته په قبایلي سیمو کې قبیلو پناه ور کړې، نه دولت. له امریکا سره یې هم ډېری د نړیوالو جنګیالیو خلاف جګړه کې همکاري کوله. خو د افغانستان د حکومت دریځ دا و، چې دا ترهګري ده او له بهره حمایه کیږي، ځکه د بلوا په صورت کې د افغانستان نړیوال ملاتړ اغیزمنېده. اوس دوه لسیزې وروسته، اسلام اباد،په ورته یوه دریځ کې ښکاري. پاکستان کوښښ کوي، چې د ټي ټي پي پرضد روانه جګړه یې د ترهګرۍ ضد جګړې تعریف او نړیوال ملاتړ خپل کړي، خو په سیمه ییزه او نړیواله کچه د اسلام اباد پخوانیو تجربو او سیاستونو ته په پام، لږترلږه په اوس وخت کې د دغسې ملاتړ احتمال کم لیدل کیږي. افغان طالبان هم دا جګړه د پاکستان کورنۍ مساله ګڼي او له هغو تعریفونو سره غاړه نه وړي چې د ترهګرۍ لپاره وړاندې کیږي.

پخپله په پښتونخوا او قبایلي سیمو کې هم دا ذهنیت شته، چې پاکستان د ترهګرۍ ضد جګړې تر چتر لاندې له پاکستانۍ ټولنې سره د قبایلي سیمو د ادغام، یاغي قبیلو د ځپلو او نړیوالو مرستو ترلاسه کولو پالیسۍ پلې کړې، ځکه د ترهګرۍ ضد جګړې له چتر پرته، ددغسې سترو عملیاتو او ملکي مرګ ژوبلې او بې ځایه کېدو پر وړاندې سیمه ییز او نړیوال غبرګون حتمي و.

چین، روسیه او ایران د داعش او نورو وسله والو ډلو له اړخه اندېښمن دي او طالبان په دې برخه کې خپل متحدان ګڼي. داسې ښکاري چې طالبانو د منځنۍ اسیا په ګډون دغو هېوادونو ته لږترلږه دا قناعت ورکړی، چې که داعش پیاوړی کیږي، رېښې به یې په پاکستان کې وي. دا په دې معنا ده، چې د پاکستان د پخوانۍ لومړۍ کرښې دولت حیثیت اوس بدل شوی او هغه جنګیالۍ ډلې چې پخوا یې کنټرول د پاکستان له لارې کېده، اوس د طالبانو تر اغیز لاندې دي.

د طالبانو حکومت یو منظم دولت نه ګڼل کیږي، نړیوال یې په رسمیت نه پېژني او نه هم دوی ډېرو نړیوالو قوانینو ته ځان مسوول ګڼي. په دغسې شرایطو کې، د پاکستان د هر پوځي اقدام پر وړاندې د طالبانو احتمالي غبرګون غیرمتعارف او له اټکل نه بهر کېدای شي.

لکه څنګه چې پر افغان طالبانو د پاکستان کنټرول عام او تام نه و، پر ټي ټي پي د طالبانو کنټرول هم ظاهرا ددوی له توان نه لوړ ښکاري، البته له اغیزه یې بهر نه دي. له همدې امله که هدف د اوږدمهاله ثبات تضمین وي، د نوي مذهبي-ناسیونالېستي چاپیریال له امنیتي پایلو د ځان ژغورنې په هدف اسلام اباد ته ښايي دا غوره وي، چې د زور او فشار پالیسۍ پرځای، پر ټي ټي پي د افغان طالبانو له اغیزه ګټه واخلي او طالبان هم په دې برخه کې لازمه همکاري وکړي. د زور پالیسي په دواړو خواوو کې د جګړې او ناامنیو جغرافیا لا پراخوي او په دغسې وضعیت کې نور لوبغاړي هم ددې شخړې برخه ګرځېدای شي.

په نیویارک کې د ممداني تاریخي بری؛ څنګه یو مسلمان د نړۍ تر ټولو قیمتي ښار، ښاروال شو؟

۱۴ لړم ۱۴۰۴ - ۵ نومبر ۲۰۲۵، ۱۱:۲۷ GMT+۰
•
محبوب‌ شاه محبوب
په نیویارک کې د ممداني تاریخي بری؛ څنګه یو مسلمان د نړۍ تر ټولو قیمتي ښار، ښاروال شو؟
100%

کله چې زهران ممداني د ۲۰۲۵ کال د نومبر پر څلورمه په بروکلین کې د بریا د وینا لپاره پر دریځ راڅرګند شو، هغه یوازې یوه سیاسي بریا نه نمانځله، بلکې د نیویارک تاریخ یې بدل کړ. هغه د نیویارک لومړی مسلمان، سویلي اسیایي او افریقایي الاصله وګړی او تر ټولو ځوان ښاروال وټاکل شو.

له کمپالا تر ښاروالۍ

زهران ممداني د یوګانډا په کمپالا کې وزېږېد، د مشهور فلم جوړوونکې میرا نایر او نوموتي څېړونکي محمود ممداني زوی دی. هغه اووه کلن و چې نیویارک ته کډه شو. د افریقایي ریښو، هندي میراث او اسلامي عقیدې د لرلو له امله د هغه نړۍ لید ځانګړی و، په داسې ښار کې چې د تنوع لپاره مشهور دی خو له نابرابرۍ سره مخ دی.

له سیاست مخکې، ممداني د کورونو د ضبط د مخنیوي مشاور و، چې ټیټ عاید لرونکو کورنیو سره یې د کورونو څخه د ایستلو د مخنیوي لپاره مرسته کوله. دې تجربې د هغه پر سیاسي فکر ژور اغېز وکړ او د ټولنیز عدالت پر اجنډا یې ټینګار زیات کړ.

د هغه غیرمعمول کمپاین

د ممداني سیاسي پورته کېدل چټک وو. د کوینز ایالت د اسمبلۍ غړی او ځان اعلان شوی ډیموکرات سوسیالیست، هغه د ډیموکرات ګوند په لومړنیو ټاکنو کې د پخواني والي اندریو کومو پر وړاندې بریا خپله کړه او وروسته یې په عمومي ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکي کورتس سلیوا پر وړاندې بریا ترلاسه کړه.

هغه د نیویارک په کوڅو کې یو شعار ورکړ: "نیویارک بیا د خلکو لپاره ارزانه کړئ."

دغه شعار د هغو نیویارکیانو لپاره ډېر د پام وړ و، چې د ژوند د لوړو لګښتونو له امله تر فشار لاندې دي.

په یو اطاقه کرايي اپارتمان کې اوسېدونکی زهران چې ټوله شتمني یې ۲۰۰ زره ډالر اټکل شوې په نیویارک کې د کډوالو د پام وړ وګرځېد او د نیویارک د میلیاردرانو پر وړاندې یې اکثریت رایه خپله کړه.

هویت او عقیده

که څه هم د هغه پر وړاندې د مسلمانۍ تبلیغ کېده او په ټاکنو کې بیانېدله چې د یو مسلمان په توګه هغه د نیویارک لپاره ښه انتخاب نه دی، د کمپاین په وروستیو اونیو کې ممداني له اسلام ضدو شدیدو تبلیغاتو سره مخ شو، خو پر خپل هویت او عقیدې کلک ودرېد.

هغه د برانکس په یوه جومات کې وویل:"زه به خپل هویت، خپل خواړه او خپله عقیده هېڅکله بدل نه کړم."
دغه دریځ د هغو مسلمانانو لپاره ډېر مهم و چې د ښار په سیاست کې اوږده موده له حاشیې سره مخ وو. دا پیغام یوازې مسلمانانو ته نه، بلکې ټولو هغو خلکو ته ورسېد چې د هویت او عقیدې د ازادۍ ارزښت مني.

یوه سمبولیکه بریا

له بري څو شېبې وروسته، ممداني په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو خپره کړه چې د سب‌وې( چټک تیارېدونکو خوړو ریستورانټ) دروازې پرانیستل کېږي او اعلان کېږي: "راتلونکی او وروستی تمځای: ښاروالۍ."

دا ویډیو د هغه د ولسي کمپاین روحیه ښيي، چې د خلکو له ورځنیو ستونزو سره تړلې، خو د سیسټماټیک بدلون لپاره یو سمبول هم و.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کمپاین له پیله تر اوسه د زهران ممداني مخالفت کړی او هغه یې د نیویارک لپاره نادرست انتخاب باله، خو ممداني د بریا په وینا کې په ښکاره ډول ډونالډ ټرمپ مخاطب کړ او ویې ویل وویل: «ډونالډ ټرمپ، زه پوهېږم چې ته ما ګورې، زه څلور ټکي درته لرم: غږ دې نور هم لوړ کړه!» هغه ژمنه وکړه چې نیویارک به د ټرمپ د سیاستونو پر وړاندې د مقاومت مشري وکړي او د مهاجرینو، کارګرانو او عادي خلکو د حقونو د خوندي کولو لپاره به مبارزه وکړي.

ممداني ټینګار وکړ چې نیویارک به د مهاجرینو ښار پاتې شي او د ټرمپ د نفرت پر سیاستونو به د مقاومت کلک دریځ ولري.

بل خوا ټرمپ د ټاکنو پر مهال ممداني «کمونیست» بللی و او ګواښ یې کړی و، چې که هغه ښاروال شي، د نیویارک فدرالي بودیجه به کمه کړي. د بریا وروسته ټرمپ پر ټروت ولیکل: «هر یهودي چې ممداني ته رایه ورکړي، احمق دی!»

دا لفظي جګړه ښيي چې د نیویارک نوی ښاروال به د ټرمپ د سیاستونو پر وړاندې کلک دریځ ولري او دا سیاسي شخړه به د امریکا په راتلونکي سیاست کې ژور اغېز ولري.

ولې دا مهمه ده؟

نیویارک، چې ډېری وخت د پانګوالۍ پلازمېنه بلل کېږي، اوس داسې ښاروال لري چې د بازار پر ځای د عدالت او برابري پلوي کوي. د ممداني بریا ښيي چې ښاري رایه ورکوونکي په داسې وخت کې چې اقتصادي نابرابري زیاته شوې، د ټولنیز عدالت او شمولیت غوښتنه کوي. دا بدلون ښايي د امریکا په نورو لویو ښارونو کې هم د ورته ایډیولوژیکو خوځښتونو لپاره لاره هواره کړي.

دا موضوع درې مهم دلیلونه لري چې ولې د ممداني بریا د نیویارک د ښاروال په توګه دومره ارزښت لري:

لومړی: نیویارک د نړۍ د پانګوالۍ مرکز ګڼل کېږي، چې د مالي بازارونو، املاکو او سوداګرۍ له مخې بې ساری دی. کله چې په دې ښار کې یو داسې ښاروال واک ته رسېږي چې د عدالت، برابري او ټولنیزو خدمتونو پلوي کوي، دا د اقتصادي سیاستونو په فلسفه کې یو لوی بدلون دی. دا چاره ښيي چې د خلکو غوښتنې له بازارمحوره سیاستونو څخه د ټولنیز عدالت پر لور بدلېږي.

دویم: د ممداني بریا د امریکا په ښاري سیاست کې د ایډیولوژیک بدلون نښه ده. په داسې وخت کې چې اقتصادي نابرابري لوړه شوې، د منځني او ټیټ عاید لرونکو خلکو فشار زیات شوی او د ژوند لګښتونه د بحران کچې ته رسېدلي، رایه ورکوونکي د هغو مشرانو ملاتړ کوي چې د کرایې کنګل، وړیا ترانسپورت او د ماشومانو د روزنې د پروګرامونو ژمنه کوي. دا بدلون ښايي د نورو لویو ښارونو لپاره هم الهام شي.

درېیم: د ممداني بریا نړۍوالې او سیمه‌ییز اغېزې لري او دا پیغام ورکوي چې د هویت، دین او کولتور پر بنسټ د نفرت سیاستونه کمزوري کېږي او د شمولیت، تنوع او ټولنیز عدالت ارزښتونه پیاوړي کېږي.

دا بدلون نه یوازې د نیویارک لپاره مهم دی، بلکې د امریکا د راتلونکي سیاست لپاره هم یو نوی فصل پرانیزي، چې ښايي د مهاجرینو، اقلیتونو او کارګرانو د حقونو په برخه کې پراخ بدلونونه راولي.

د معاصرې ډیپلوماسۍ رښتینی مخ

۶ لړم ۱۴۰۴ - ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۶:۴۱ GMT+۰
د معاصرې ډیپلوماسۍ رښتینی مخ
100%

مقدمه اته کاله د وزیر او اوس په اروپا کې د افغان سفیر په توګه دنده ترسره کوم او له نړیوالې ټولنې سره مې مستقیم تعامل درلود. په دې برخه کې مې زده‌کړې کړې او د نړیوال سیاست ژوره پېژندګلوي لرم. ما په دې بهیر کې ولیدل چې د نړیوالې دیپلوماسۍ د لوري ټاکونکي اصول اوس په ژور بدلون کې دي.

ګډ باور، کلتور، ژبې او جغرافیايي نږدېوالی یو وخت د دوه‌اړخیزو او څو اړخیزو اړیکو اساسي ستنې وې، خو اوس په دې برخه کې هغه پخوانی اغېز نه لري. په اوسنۍ نړۍ کې دیپلوماسي د ستراتیژيکو ګټو، اقتصادي ځواک، مسلکي مهارت او ګډو ګټو پر اساس مخ ته ځي. اوسنی نړیوال نظم د احساساتو پر ځای پایلو ته لومړیتوب ورکوي او د هیوادونو په اړه د هغوی د ایډیالانو په اړه نه، بلکې د لاس ته راوړنو په اړه قضاوتونه کېږي.

د عملي‌ سیاست غوړېدل: مهارت تر احساس غوره دی
پخوا ډېرو هیوادونو د ګډو باورونو، کلتوري میراثونو یا سیمه ییزې راشه درشه پر بنسټ دیپلوماتیکې اړیکې رامنځته کړې دي، خو په یوویشتمه پېړۍ کې د اغېزناکې دیپلوماسۍ لپاره یوازې دا برخې بس نه دي. موډرن هیوادونه او معاصره دیپلوماسي اوس لاندې مسایلو ته لومړیتوب ورکوي:

اقتصادي فرصتونه: بازارونو ته لاسرسی، سوداګریزه تنوع او پانګونه.

سیاسي اغېز: پر سیمه‌ییزو او نړیوالو پرېکړو د اغېز لپاره ستراتیژیک ائتلاف.

دفاعي همکاري: ګډې پوځي هڅې، د وسلو قراردادونه او امنیتي همغږي.

دین، ژبه او کلتور یو وخت د دیپلوماتیک ائتلاف جوړولو لپاره اساسي وسایل ګڼل کېدل، خو اوس یې د نړیوالو اړیکو په معاصر ډګر کې ثانوي حیثیت خپل کړی دی. په اوسنۍ دیپلوماسۍ کې تکیه پر عاطفي او ایډيالوژيکو اړیکو نه ده، بلکې ستراتيژيک فکر، د مذاکرې مهارتونه او بالمثل عمل ورته په کار دی.په دې چوکاټ کې بریالیتوب د ګډ هویت پر اساس نه، بلکې د وړتیاوو، ځان عیارولو او په نړیوال سټيج د اغېزناکۍ له مخې اندازه کېږي.

بالمثل عمل: د متناسب ځواب وړتیا

بالمثل عمل د معاصرې دیپلوماسۍ اساسي رکن دی. په دې کې ټينګار کېږي چې د هیوادونو د اقداماتو په ځواب کې دې متناسب او ستراتیژيک غبرګون وښودل شي. دا چاره د هیوادونو ترمنځ د تعادل او متقابل درناوي په ساتلو ټینګار کوي. د بالمثل عمل ځینې عملي بېلګې دا دي:
 د بالمثل عمل په توګه د دیپلوماتانو ویستل؛
 د غبرګون په ډول د ویزې یا سفر محدودیتونه وضع کول؛
 د متقابلو اقداماتو پر اساس اقتصادي محدودیتونه وضع کول؛

اود نویو نړیوالو ګواښونو په نظر کې نیولو سره، امنیتي او دفاعي ائتلافونه تنظیمول.

متقابل عمل په نړیوالو اړیکو کې د عدالت او ستراتیژيک توازن په ساتلو کې مهمه ونډه لري. د پاکستان او هند د وروستیو شخړو په څېر مواردو کې د دې اصل عملي تطبیق ډېر ښه په ډاګه شو. نن سبا په نړۍ کې د ځواک ډينامیک بدلېږي او جیوپولیټيکي پېچلتیاوې هم مخ په زیاتېدو دي، په داسې وخت کې متقابل عمل د سازګارۍ، عملي پرېکړو او د عادلانه تعامل پر ژمنتیا ډېر ټينګار کوي.

خلیجي عرب هیوادونه: له دښتو تر نړیوال سټېجه

د ترکیې ترڅنګ خلیجي عرب هیوادونه هم د معاصرې دیپلوماسۍ د مخ پر ودې میدان، په کلیدي لوبغاړو بدل شوي دي.

پخوا چې دا هیوادونه حاشیوي یا متکي لوبغاړي ګڼل کېل، اوس د ستراتیژيکو او مسلکي دیپلوماتیکو هلو ځلو په مرسته، په اغېزناکو نړیوالو لوبغاړو بدل شوي دي.

 سعودي عربستان

سعودي‌ عربستان په بین المللي شخړو کې ځان د بې طرفه منځګړي په توګه مطرح دی. لکه، د روسیې او اوکراین جګړه او همدارنګه د ایران او متحده ایالاتو ترمنځ د خبرو اترو د تسهیل پټې هلې ځلې. په کورنۍ برخه کې یې هم ځينې نوښتونه کړي دي. مثلاً د ۲۰۳۰ لرلید دا ښيي چې سعودي عبرستان د اقتصاد د موډرنولو او د نړیوال تصویر د بیارغولو تابیا نیولې ده. د دیپلوماسۍ له پلوه، سعودي عربستان له اسراییلو سره د اړیکو عادي کول، د فلسطین د خپلواک دولت په رسمیت پېژندلو پورې تړلي دي. دا اقدام د ریاض مخ پر ودې ستراتیژيکه خپلواکي ښيي.

سعودي عربستان نور په نړیوالو اړیکو کې غیرفعال عنصر نه دی، بلکې له اقتصادي ځواک، مذهبي مقام او سیاسي نفوذه په ګټې اخیستو، په نړیواله معاصره دیپلوماسۍ کې یې پر یوه مهم لوبغاړي بدل شوی دی.

قطر
قطر په بین المللي دیپلوماسۍ کې ځان د یوه خوځنده او اغېزناکه لوبغاړي په توګه ثابت کړی او د هیواد اندازې ته په کتو، یې تر تمې لوړ عمل کړی دی. قطر د نرم ځواک پر دیپلوماسي ټینګار کوي. له دې لارې یې خپلې اقتصادي سرچینې، رسنیز نفوذ او د نړیوالو بحثونو د تسهیل وړتیا په ښه ډول کارولې او له دې لارې یې د شخړو په حل او بشردوستانه نوښتونو کې مهمه ونډه لوبولې ده.

د متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د خبرو منځګړتوب او د افغانستان، سوډان او غزې په د بحران د حل هڅو کې یې نقش د پام وړ دی. د دې ترڅنګ، په ۲۰۲۲ کال کې د فیفا نړیوال جام فوټبال سیالو د کوربه توب په لړ کې د نږدې ۲۰۰ میلیارده ډالرو پانګونه هم په معاصرو نړیوالو اړیکو کې د قطر اوږدمهالی فکر ښيي.

متحده عربي امارات
متحده عربي امارات د دې بېلګه ده چې څنګه واړه ملتونه د عمل محوره او ځيرکې دیپلوماسۍ په مرسته، په نړیوالو قوتونو بدلېدلای شي.

متحده عربي امارات چې یو وخت د تېلو له امله مشهور و، اوس یې د ستراتيژیکې پانګونې، د سیاحت او ټکنالوجۍ په پراختیا خپل نقش بدل کړی او په نړیوال سټېج یې ځان د یوه بې‌طرفه خو اغېزناک لوبغاړي په توګه مطرح کړی دی.

ترکیه

ترکیه ځان په یوه خوځنده سیمه‌ییز ځواک بدل کړی او د معاصرې دیپلوماسۍ په پېچومو کې خپله لاره پيدا کوي.

ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په مشرۍ داسې ستراتیژيک بهرنی سیاست خپل کړی چې تمرکز یې په عمل محورۍ او سیمه‌ییز اغېز دی. ترکیه د اروپا او منځني ختیځ پر څلورلارې پروت هیواد دی، له خپل ځانګړي جیوپولټیک موقعیت یې په بحرانونو کې د منځګړي او ثبات راوړونکي ځواک په توګه ګټه اخیستې او خپل ملي اهداف یې هم مخ ته وړي دي.

د تورې بحیرې د غَلو نوښت د انقرې موقف د باوري منځګړي په توګه لا ډېر پیاوړی کړ، ځکه د روسیې او اوکراین د جګړې پر وخت دغه نوښت د حیاتي صادراتو امکان برابر کړ. په عین حال کې، ترکیې په منځنۍ اسیا، بالکان او سویلي قفقاز کې خبل نفوذ پراخ کړی او د ناټو د کلیدي غړي هیواد په توګه پاتې شوې.

دې هیواد پر عمل محوره رهبرۍ او د څواړخیزه تعامل د تمرکز په لړ کې وښودله چې څنګه یو هیواد په معاصره دوره کې خپل نړیوال موقف بېرته له سره تعریفولای شي.

دې هیوادونو وښودله چې په معاصره دیپلوماسۍ کې اغېز په ګډ هویت نه، بلکې په اقتصادي وړتیا، دیپلوماتیک تخصص او سیمه‌ییز اهمیته سرچینه اخلي.

ستراتيژيک سټیج: منځنی ختیځ او نړیوال اغېز

په منځني ختیځ کې وروستیو تحولاتو وښودله چې دیپلوماتیک پوخوالی او ستراتيژيک لیدلوری څنګه نړیوال سیاست بیاجوړوي.
 ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان د ستراتیژيکو خبرو اترو په په پایله کې، د سوریې او احمد الشرع اړوند مسایلو په شمول، له امریکا ځينې امتیازات ترلاسه کړل. هغه ښکاره ټينګار وکړ چې له اسراییل سره د اړیکو عادي کولو کې باید د فلسطین دولت به رسمیت پېژندل هم وي.

دا هغه موقف و چې پر ابراهیم تړون Abraham Accords یې د پام وړ اغېز وکړ.

قطر له بوینګ شرکت نه د نږدې ۲۰۰ میلیارده ډالرو په ارزښت ۱۶۰ الوتکې وپېرلې چې د یاد شرکت په تاریخ کې تر ټولو لویه سودا وه. دې تاریخي تړون نه یوازې د قطر او متحده ایالاتو ترمنځ اړیکې تقویه کړې، بلکې د اقتصادي دیپلوماسۍ د ستراتيژیکې کارونې یوه بېلګه هم وه.

دا ډول تړونونه نه یوازې سمبولیکې نښې نه دي، بلکې له نړیوالو پایلو سره مل محاسبه شوې ستراتیژيکې پانګونې دي.

د نویو راپورته کېدونکو ځواکونو درسونه: تعلیم، مهارت او ستراتیژي

له جګړې راوتلي او نوي راپورته کېدونکي هیوادونه که پر خپل تاریخي هویت له تمرکزه را تېرېږي، نوې دیپلوماتکي ستراتيژۍ خپلوي او پر نړیوال سټېج ځان تر بریا رسوي، نو باید له نویو را پورته کېدونکو ځواکونو درس واخلي او لاندې حیاتي وړاندیزونه عملي کړي:
 اغېزناکه رهبري د ملتونو او سازمانونو په برخلیک ټاکلو کې مهمه ونډه لوبوي. د داسې رهبرانو ټاکل اړین دي چې خپل ملت ته لاره ښودلای او خپل دولت داسې لوري ته وړلای شي چې نوې دیپلوماتیکي ستراتیژۍ راخپلې او عملي کړي.

همدارنګه دا رهبران د دې وړتیا ولري چې خپل ملت او لاس لاندې کسان سره متحد کړي او پر نوي نسل پانګونه وکړي. دا نوی نسل به بالاخره د دې ستراتیژیو د اصلي عملي کوونکو په توګه کار کوي.

داسې دیپلوماتان باید پيدا شي، وساتل شي او پرله پسې وروزل شي چې د مذاکرې په پرمختللیو تکنیکونو پوه وي، له ټکنالوجیکو نوښتونو سره بلد وي، په اقتصادي پالیسیو پوه وي او په نړیوالو حقوقو کې پراخ تخصص ولري.

دیپلوماتان باید د مسلکي وړتیا او معیار پر اساس وټاکل شي او مسلکي وړتیا پر سیاسي تمایل لومړۍ وګڼل شي.

د بهرني سیاست تمرکز باید پر ملي ګټو وي او له ایډیوالوژيکو تړونونو پورته وګڼل شي چې ستراتيژيک امتیازات ترلاسه شي.

رسمي کتنې او په نړیوالو فورمونو کې ګډون باید داسې وشي چې د سوداګریزو تړونونو، ټکنالوجیو همکاریو او تعلمي مشارکت په څېر واضح پایلې ترې ترلاسه شي.

سره د دې چې د ډېرو هیوادونو بودیجه محدوده ده، خو د قطر په څېر بېلګې ښيي چې، ستراتیژیکه دیپلوماسي وړو هیوادونو ته هم دا امکان ورکوي چې خپل نړیوال نفوذ پراخه کړي.

پایله: واقعیت تر مفکورې لوړ دی

موږ په نړۍ کې د واقع بینانه نړیوال نظم شاهدان یو چې مفکوره یا ایډيالوژي پکې خپل ځای ګټو ته پرېږدي.

اوس ملتونه د تاریخي یا عاطفي اړیکو پر اساس نه پېژندل کېږي، بلکې د ګټورو متقابلو ستراتیژيکو شراکتونو پر اساس پېژندل کېږي او دا، د تېر پر ځای اوس او راتلونکي ته لومړیتوب ورکوي.

په دې خوځنده دیپلوماتیک چاپېریال کې د دوامداره بري لپاره د متقابل عمل اصول، تخصص او محاسبه شوی تعامل اړین دي.

د ډیپلوماسۍ راتلونکي رهبران به هغوي نه وي چې په خپل رواج او فرهنګ کې نښتي وي، بلکې هغوی به وي چې نتیجه محوره تګلاره مخ ته ځي او په راتلونکي محوره ستراتیژيو سنبال وي.

ماخذونه:
۱. Nye, J. S. (2004). Soft Power: The Means to Success in World Politics. PublicAffairs.
۲. Kissinger, H. (1994). Diplomacy. Simon & Schuster.
۳. Al Jazeera News. (2023). سعودي عربستان د اسراییلو سره د اړیکو عادي کولو دمخه د فلسطین د دولت غوښتنه وکړه. له www.aljazeera.comنه ترلاسه شوی
۴. The Economist. (2024). څنګه د خلیج هیوادونه د ډیپلوماسۍ ځواکمنو هېوادونو ته واوښتل.
۵. Foreign Policy. (2023). د قطر ۲۰۰ میلیارد ډالري بوینګ تړون د سیمه‌ییز نرم ځواک ښکارندوی دی.
۶. The Guardian. (2023). په ارامه ډیپلوماسۍ کې د عمان او اردن رول.
۷. BBC News. (2024). د افغانستان بیا رغونه: سیمه‌ییز لوبغاړي او د دوی ډیپلوماټیک رولونه.
۸. Carnegie Endowment for International Peace. (2022). The Strategic Evolution of Middle Eastern States.
۹. United Nations Institute for Training and Research (UNITAR). (2023). Modern Diplomatic Practice and Negotiation Skills.