• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د مصر د بهرنیو چارو وزیر په یوه دوه ورځني سفر اسلام‌اباد ته ورسېد

۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۵، ۱۹:۲۴ GMT+۰

د مصر د بهرنیو چارو وزیر بدر احمد محمد عبدالاطي د شنبې په ماښام د یوه رسمي دوه ورځني سفر په موخه اسلام‌اباد ته ورسېد. بدر احمد محمد عبدالاطي د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په بلنه دغه هېواد ته تللی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ (د لیندۍ ۸مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، بدر احمد محمد عبدالاطي به په دې سفر کې له خپل پاکستاني سیال سره د دوه اړخیزو اړیکو، د سیمه ییزو او نړۍوالو مسایلو او په ځانګړې توګه د غزې د وضعیت په تړاو خبرې وکړي.

پاکستان تمه ښودلې، چې د مصر د بهرنیو چارو وزیر دغه سفر به دوه اړخیزې اړیکې په ستراتېژیک ډول نورې هم پیاوړې کړي او د سیاسي، اقتصادي، دفاعي او کلتوري همکارۍ لاپسې تقویه شي.

ترویج لرونکی

ازادۍ جبهه طالبانو ته: پوهېږو چې ځانمرګي بریدونه کوئ، دا ګز او دا میدان
۱

ازادۍ جبهه طالبانو ته: پوهېږو چې ځانمرګي بریدونه کوئ، دا ګز او دا میدان

۲
چاپیریال

د طالبانو د هواپوهنې ادارې په شپږو ولایتونو کې د ورښتونو او سېلابونو د راوتلو اټکل کړی

۳
د افراسیاب خټک لیکنه

د هند او پاکستان د اوبو لانجه؛ د هند پرېکړې پاکستان اندېښمن کړی

۴

د اسلام‌اباد، کابل او نوي ډیلي ترمنځ د بې‌باورۍ سیوری؛ افغانستان د نوو اړیکو پر لور

۵

۲۲ خپلوان، یوه دوسیه او د بریتانیا اندېښنې؛ د افغان کډوالو د پروګرام نااشنا کیسه

•
•
•

نور کیسې

په امریکا کې یو افغان کډوال د «ترهګریز ګواښ» په تور نیول شوی دی

۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۵، ۱۸:۴۹ GMT+۰
100%

د امریکا د کورني امنیت وزارت یو افغان کډوال د «ترهګریزو ګواښونو» په تور نیولی دی. د فاکس نیوز د خبر له مخې، محمد داوود الکوزی په دې تورن دی چې د ټکساس په فورټ ورث سیمه کې یې د یوې موخې لپاره د بم جوړولو لپاره په ټیک ټاک کې خپله ویډیو خپره کړې ده.

د امریکا د کورني امنیت وزارت د شنبې په ورځ (د لیندۍ ۸مه) ویلي، چې الکوزی د ۲۰۲۲م کال د سپټمبر په اوومه نېټه د بایډن ادارې د «متحدینو د ښه راغلاست» پروګرام له لارې امریکا ته داخل شوی و.

الکوزی د سې شنبې په ورځ له هغه وروسته د ټکساس د عامه خوندیتوب وزارت او د ګډې ترهګرۍ ضد ډلې له خوا ونیول شو، چې تر دې یوه ورځ وړاندې یو افغان شکمن په واشنګټن کې د امریکا د ملي ګارډ پر دوو سرتېرو برید وکړ.

محمد داوود الکوزی دا مهال د ټکساس ایالت په فورټ ورث ښار کې د تارانټ د اصلاح او روزنې په مرکز کې ساتل کېږي.

فنلنډ به تر یوې میاشتې په کابل، اسلام‌اباد او ینګون کې خپلې سفارتخونې بندې کړي

۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۵، ۱۸:۲۷ GMT+۰
100%

د فنلنډ د بهرنيو چارو وزارت ویلي، د ۲۰۲۶ کال په پیل سره به په افغانستان، پاکستان او میانمار کې خپلې سفارتخونې وتړي. دغه وزارت ویلي، دغه سفارتخونې د عملیاتي او ستراتیژیکو لاملونو له‌مخې تړل کېږي.

د فنلنډ دغه پرېکړه په افغانستان، پاکستان او میانمار کې له سیاسي وضعیت او همداراز له فنلنډ سره د دوی له محدودو سوداګریزو او اقتصادي اړیکو سره تړاو لري.

د فنلنډ د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیه کې ویلي، دغه وزارت د ۲۰۲۶ کال په ترڅ کې په هغو ځایونو کې د سوداګریزو دفترونو پرانېستلو ته چمتووالی نیسي، چې په‌خوا په‌کې د «بزنس فنلنډ» دفترونه موجود و.

اعلامیه کاږي، دغه وزارت په منظم ډول دا هم ارزوي چې د فنلنډ د بهرنۍ استازولۍ د اوسنیو او راتلونکو اړتیاوو د پوره کولو جوګه دي او که څنګه.

د اعلامیې له‌مخې، د ارزونو له پایلو سره سم به دغه هېواد د نورو بهرنیو دفترونو د تړلو او پرانېستلو پرېکړه هم وکړي او په وینا یې، موخه دا ده، چې سرچینې هغو هېوادونو او سیمو ته متمرکزې شي چې فنلنډ ته ستراتيژیک اهمیت لري.

د فنلنډ د بهرنیو چارو وزیرې الینا والټونین ویلي: «موږ به د فنلنډ د بهرنیو استازولیو شبکې ته په منظم ډول داسې وده ورکړو چې د راتلونکو ننګونو د حلولو وړتیا ولري. زموږ د فعالیتونو چاپېریال په چټکۍ سره بدلېږي. هغه بدلونونه چې ترسره کېږي له موږ سره به مرسته وکړي څو یو پیاوړی او سیال‌وړ فنلنډ جوړ کړو او له خپلو لومړیتوبونو سره سم د هېواد بهرنۍ اړیکې اداره کړو.»

د یادونې وړ ده، چې د ۲۰۲۱ کال له اګسټ راهیسې د فنلنډ په ګډون ټولو لوېدیځوالو په افغانستان کې خپل سفارتونه وتړل او ځينې یې په قطر کې د افغانستان په تړاو په خپلو سفارتخونو کې کار کوي.

طالبان: د ډنمارک د سرې میاشتې مرستندویه ادارې د کونړ له زلزله‌ځپلو سره د مرستې ژمنه وکړه

۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۵، ۱۸:۰۳ GMT+۰
100%

د طالبانو تر واک لاندې د سرې میاشتې ادارې ویلي، چې د ډنمارک د سرې میاشتې مشرې جوهانا له شهاب‌الدین دلاور سره په ناسته کې د کونړ له زلزله‌ځپلو سره د مرستې ژمنه کړې ده. په دې لیدنه کې له افغانانو سره د بشري مرستو پر کیفیت او اغېزمنتیا هم ټینګار شوی.

د طالبانو یادې ادارې د شنبې په ورځ (د لېندۍ ۸مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې مېرمن جوهانا او ورسره پلاوي د افغانانو سره په بېلابېلو برخو کې د بشري مرستو د زیاتېدو ژمنې کړي.

د طالبانو د سرې میاشتې مشر شهاب‌الدین دلاور د خلکو د ژوند ښه کېدو په برخه کې د مرستو هر کلی کړی.

طالبانو په خبرپاڼه کې د جوهانا له قوله لیکلي: «زموږ اداره د افغانانو سره د مرستې لپاره ژمنه ده او غواړي چې د افغانستان د سرې میاشتې له لارې افغانانو ته لا زیاتې مرستې او خدمات ورسوي.»

د پاکستان پوځ ویاند: افغان طالبان دې په افغانستان کې مېشت پاکستانیان موږ ته وسپاري

۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۵، ۱۳:۲۸ GMT+۰
100%

د پاکستان د پوځ ویاند احمد شریف چودري له افغان طالبانو سره ناندریو او ټي ټي پي ته په اشاره ویلي، چې افغان طالبان دي د کډوالو په نوم افغانستان کې مېشت پاکستانیان موږ ته وسپاري.

د افغان طالبانو او پاکستان ترمنځ د ناندریو په دوام د پاکستان د پوځ ویاند احمد شریف چودري د یو خبرې ناستې پرمهال ویلي، چې افغان طالبان دې په افغانستان کې مېشت پاکستانیان وروسپاري.

نوموړي ویلي:«دوی کله وايي، چې پاکستانیان دې او هجرت یې کړی دی او زموږ میلمانه دي، نو که چېرې دوی پاکستانیان وي نو بیا دې یې مونږ ته وسپارئ. لکه څنګه چې موږ وایو چې افغان کډوال دې بېرته لاړ شي، که هغوی زمونږ وګړي وي، نو هیله کوو چې بېرته یې زموږ لوري ته راواستوئ.»

نوموړي افغان طالبان پوښتلي، چې دا څه ډول میلمانه مو ساتلي دې، چې د پاکستان لوري ته د وسلو سره راځي؟

د پاکستان د پوځ ویاند ویلي، چې پاکستان د افغانستان له خلکو سره نه بلکې، د «طالبانو له رژیم» سره ستونزه لري.

نوموړي ټي ټي پي ته په اشاره ویلي، چې یاده ډله یوازي د‌ پاکستان لپاره نه بلکې، د ټولي سیمې او نړۍ لپاره ګواښ دي.

احمد شریف چودري اعا کړې، چې په ۲۰۲۱ اګسټ کې واک ته د طالبانو له رسېدو ورسته په افغانستان کې القاعده، ایغوریان، ټي ټي پي، داعش او نورې ډلې ځاي پر ځای شوې دي.

اسحاق ډار: د طالبانو واک ته له رسېدو راهیسې په پاکستان کې ۴ زره امنیتي ځواکونه وژل شوي

۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۵، ۱۳:۱۵ GMT+۰
100%

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار وايي، چې په افغانستان کې د طالبانو بیا ځلي واک ته له رسېدو راهیسې په پاکستان کې د جګړو پرمهال ۴ زره امنیتي ځواکونه وژل شوی او ۲۰ زره نور ټپیان شوي دي. اسحاق ډار وویل، چې جګړه ورځ تربلې په زیاتېدو ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار نن شنبه، د لیندي ۸مه په اسلام اباد کې د یوې خبري ناستې پرمهال وویل، چې پاکستان چمتو و چې په افغانستان کې عملیات پیل کړي، خو قطر د ترکیې سره یوځای د دواړو هیوادونو ترمنځ د منځګړیتوب وړاندیز وکړ.

اسحاق ډار وايي، نوموړي د طالبانو مشرانو ته ویلي، چې تحریک طالبان پاکستان ډله به د دوی لپاره هم په راتلوونکي کې په یو ګواښ باندې بدله شي.

ډار زیاتوي، د ترکیې د استنبول خبرو اترو هم کومه نتجه نه درلوده.

طالبانو تروسه د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

په دې وروستیو کې طالبان له پاکستان سره په سخت سیاسي او امنیتي کړکېچ کې ښکېل دي او ترکیې یې د منځګړتوب هڅې هم کړې دي.

تېره میاشت د ترکیې او قطر پر منځګړیتوب د پاکستاني او طالب پلاوو ترمنځ د مسایلو د حل لپاره مذاکرات وشول؛ خو بې‌پایلې پای ته ورسېدل.

اوس مهال د طالبانو او پاکستان ترمنځ ډیپلوماټیکې او سوداګریزې اړیکې پرې شوې دي.

طالبان هڅه کوي چې د نورو هیوادونو سره د اقتصادي او ډیپلوماټیکو اړیکو په پراخولو سره د پاکستان پر ځای بدیلي لارې پیدا کړي.

پاکستان ټینګار کړی، چې د اړیکو عادي کول یوازې هغه وخت ممکن دي چې طالبان د وسله والو ډلو، په ځانګړي توګه د پاکستاني طالبانو تحریک «ټي ټي پي» د مخنیوي لپاره همکاري وکړي خو افغان طالبان بیا وايي، چې ټي ټي پي د پاکستان داخلي موضوع ده.

د یادونې وړ ده، چې د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د سې‌شنبې په ورځ، د لېندۍ ۴مه پر اېکس پاڼه ولیکل، چې د پاکستان پوځ تېره شپه ناوخته د هېواد پر دریو ولایتونو خوست، کونړ او پکتیکا هوایي بریدونه کړي چې له امله یې یوه مېرمن او ۹ ماشومان وژل شوي دي.

له دې وړاندې هم د پکتیکا په ارګون ولسوالۍ کې د پاکستان په هوايي برید کې د کرکټ د یوې محلي لوبډلې غړي وژل شوي وو.