اروپا ته د پوتین خبرداری؛ که جګړه غواړئ، روسیه به تاسو ته ماتې درکړي

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي، که اروپايي ځواکونه له روسیې سره جګړه پیل کړي، مسکو یې د مقابلې لپاره بشپړ تیار دی. هغه زیاته کړه، چې د اروپايي هېوادونو ماتې به دومره حتمي وي، چې د سولې د خبرو لپاره به هېڅوک پاتې نه شي.




