په اسلام اباد کې د جرمني د افغان محلي کارکوونکو د بیا میشتېدو بهیر لا هم په ټکني ډول روان دی. پاکستان اوس د فشار د زیاتولو لپاره په ډاګه وايي چې جرمني باید د دغو افغانانو د امنیت د خوندي کولو لپاره طالبانو ته پیسې ورکړي.
جرمني دې کسانو ته ژمنه ورکړې وه چې خوندي به یې ځای پر ځای کړي، خو بیا هم د بیا میشتېدو پروسې ډېرې ورو پر مخ روانې دي.
د همدې فشار په لړ کې، د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف د جرمني حکومت ته وړاندیز کړی چې طالبان دې د هغو افغانانو د ساتنې په بدل کې په مالي ډول راضي کړي، چې جرمني ورسره د بیا میشتېدو ژمنه کړې او اوس په پاکستان کې بند پاتې دي.
هغه ویلټ ورځپاڼې ته وویل، « طبعاً موږ نه شو کولای هغوی بېرته افغانستان ته واستوو چې سبا یې طالبان اعدام کړي. که جرمني ددې مخنیوی غواړي، باید له طالبانو سره خبرې وکړي. پیسې به مرسته وکړي چې په خپل وطن کې د دې خلکو خوندیتوب یقیني شي».
پاکستان جرمني ته د روان کال تر پایه وخت ورکړی چې دغه افغانان ومني.
د پاکستان دفاع وزیر ویلي، چې « که جرمني هغوی و نه مني، موږ به یې افغانستان ته بېرته وشړو. بس خبره همدا ده».
د جرمني حکومت د سې شنبې په ورځ د بیا میشتونې فدرالي پروګرام له لارې په یوه چارټر الوتنه کې ۱۹۲ افغانان ددغه هېواد ایرفورټ هوايي ډګر ته لیږدولي. دغه کسان به د نیدرزاکسن ایالت له فریلند سرحدي کمپ نه بېلابېلو فدرالي ایالتونو ته ووېشل شي.
د جرمني د کورنیو چارو وزارت یوې ویاندې څایټ ورځپاڼې ته وویل چې دغه۱۹۲ افغانان له اسلاماباد څخه ایرفورت هوايي ډګر ته لېږدول شوي دي.
د جرمني د کورنیو چارو وزارت وايي، چې په اسلام اباد کې۶۲ افغانانو د پیسو په بدل کې د خپلو دوسیو د بېرته اخېستلو وړاندیز منلی او له یو شمېر نورو سره خبرې روانې دي.
په هغو کسانو کې چې لا هم جرمني ته د تخلیې انتظار کوي، پخواني محلي کارکوونکي او د هغوی کورنۍ شاملې دي.
دوی د طالبانو له بیا واکمنېدو وړاندې د جرمني له ادارو سره کار کړی و.