• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
ځانګړی

د هبت الله له فرمان څخه نافرماني؛ شهاب الدین دلاور خپل زوم په سره میاشت کې ګومارلی

عبدالحق عمري
عبدالحق عمري

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو

۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۱۷ GMT+۰تازه شوی: ۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۵۷ GMT+۰

د سندونو له مخې د طالبانو تر واک لاندې د افغاني سرې میاشتې ټولنې عمومي رییس شهاب الدین لاور خپل زوم شکرالله شاکر په خپله اداره کې د یوه کال په موده کې څوځله پر بېلابېلو څوکیو ګومارلی دی. په یوه مکتوب کې لیدل کیږي چې شکرالله شاکر ځان پخپله د خپل خسر د دفتر رییس ټاکلی دی.

افغانستان انټرنشنل د طالبانو د سرې میاشتې ټولنې د عمومي رییس شهاب الدین دلاور له خوا د خپل زوم شکرالله شاکر د درې ځله ګومارل کېدو په اړه سندونه ترلاسه کړي دي.

100%

د شهاب الدین دلاور په لاسلیک لومړي مکتوب کې چې ددې ډلې د تقویم پر بنسټ، د ۱۴۴۷ قمري کال د درېیمې میاشتې پر ۲۹ مه نېټه خپور شوی دی، شکرالله شاکر لومړی د افغاني سرې میاشتې ټولنې د عمومي ریاست دفتر له اجرايي امریت څخه تبدیل او ددې ټولنې د کارکوونکو چارو ریاست د رییس په توګه ټاکل شوی دی.

100%

په دوهم سند کې د شهاب الدین دلاور زوم شکرالله شاکر په خپل لاسلیک خپل ځان د افغاني سرې میاشتې ټولنې د کارکوونکو چارو له ریاست څخه ځان تبدیل کړی دی او په لومړي بست کې یې ځان د خپل خسر شهاب الدین دلاور د رییس دفتر په توګه ګومارلی دی.

100%

په درېیم مکتوب کې چې د طالبانو د تقویم پر بنسټ، د ۱۴۴۷ قمري کال د شپږمې میاشتې پر ۱۲مه نېټه لاسلیک شوی دی، د شهاب الدین دلاور زوم شکرالله شاکر د سرې میاشتې ټولنې عمومي رییس له ریاست دفتر څخه تبدیل شوی او ددې ادارې د حوادثو عمومي ریاست د رییس په توګه ګومارل شوی دی.

100%

د سندونو له مخې دغه تغییر او تبدیل د درې میاشتو په موده کې شوی دی.

د افغاني سرې میاشتې عمومي ریاست کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې شهاب الدین دلاور، چې د کانونو او پټرولیم وزیر و، خپل زوم یې د یاد وزارت رییس دفتر مقرر کړی و.

له وړاندې هم افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته رسېدلو سندونو کې ښودل شوي، چې د طالبانو د افغاني سرې میاشتې ټولنې مشر شهاب الدین دلاور خپل څو تنه نژدې کسان له کانونو وزارت نه بېولي او په دې ټولنه کې یې مقرر کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملا هبت الله د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت ریاست څه موده وړاندې د طالبانو ټولو ملکي او نظامي ادارو ته لارښوونه کړې وه، چې د دې ډلې د مشر له فرمان څخه اطاعت وکړي، چې وايي، « د خپلوي او انډيوالۍ پر بنسټ دې په ادارو کې څوک نه ګوماري».

په دغه مکتوب کې، چې افغانستان انټرنشنل ته هم رسېدلی و، ویل شوی وو، چې «د خپلوۍ له مخې د اشخاصو ګومارل د "الله د نارضایتۍ او عذاب سبب کیږي».

تر طالبانو مخکې د جمهوریت دورې د ګومارنو پر بهیر هم نیوکې دا وې چې د وزیر په بدلېدو سره د اړوند وزارت مختلف چارواکي په تېره د وزیر له دفتر سره نږدې کسان بدلېږي او اړوند چارواکي په خپله شاوخوا کې خپل د راز او نیاز کسان ګوماري.

دغه چاره د اداري فساد د زیاتېدو یو مهم لامل هم بلل کېده.

ډېر لیدل شوي

د فرانسې د بشري حقونو بنسټونو د افغانانو د ایستلو لپاره له طالبانو سره تعامل وغانده
۱

د فرانسې د بشري حقونو بنسټونو د افغانانو د ایستلو لپاره له طالبانو سره تعامل وغانده

۲

د پاکستان او افغانستان د لارو تړل کېدو یو کال؛ سوداګري او کاروبارونه اغېزمن شوي

۳

څېړونکي: افغانستان کې روان سیاسي کړکېچ سیمه کې د امریکا ستراتېژیکو پلانونو ته لوی خنډ دی

۴

د کنډي ادعا: له افغانستان څخه د بهرنیانو تر وتلو وروسته پاتې وسلې د ترهګرو لاسونو ته ورغلي

۵

هبت‌الله اخوندزاده د پولیسو روغتونونو ته د محتسبانو او کورنیو د «امتیازي درملنې» امر کړی