محمد حنیف اتمر: د جنرال اکرام‌الدین سریع د ترور په تړاو دې ایران شفافې څېړنې وکړي

د افغانستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر محمد حنیف اتمر، په ایران کې د جنرال اکرام‌الدین سریع او د هغه د همکار د ترور په تړاو غبرګون ښودلی او له ایراني چارواکو یې د جدي او شفافو څېړنو غوښتنه کړې ده.